ايران: د انساني قاچاق په تور ښځو ته د مرګ سزا اورول شوې

د ايران سرکاري خبري ادار ې [ارنا] ويلي د انساني قاچاق/ سمګلنګ په تور دوه ايراني ښځو ته د مرګ سزا اورول شوې ده، د بشري حقونو تنظيمونو یې غندنه کړې.

ايراني چارواکو په زهرا سيدیغي او الهام چوبدار باندې د [کرپشن ان ارت يا په ځمکه فساد] تور لګولی دی، دا توری اکثره د ايراني حکومت پرضد د کار کوونکو د هڅو د بيان دپاره کاريږي.

چارواکو ويلي، دغو ښځو پېغلې جينکۍ هڅولي، خو د بشري حقونو نړيوالو تنظيمونو دغه دوه مېرمنۍ په ځايي کچه د هم جنس پرستو د حقونو فعالې يادې کړي دي.

د ايران سرکاري خبري ادارې د دغو ښځو د هلو ځلو حوالې نه دي ورکړي خو دومره يې ويلي چې دغو ښځو پېغلې جینکۍ هڅولې چې په بهر ملکونو کې به ورته ښه روزګار ترلاسه شي.

د ايران په شمال لويديځه ښار ارمیا کې انقلابي عدالت دغو ښځو د مرګ سزا اورولې ده، او دوی ته د اپيل حق حاصل دی.

د بشري حقونو نړيوال تنظیم اېمنسټي انټرنېشنل د روان کال په لومړو کې سيديغي د بشري حقونو د دفاع کوونکې په توګه پېژندلې وه.

اېمنسټي انټرنېشنل د هغې د نيولو سبب د هغې جنسي رجحانات، صنفي پېژندنه، او د هم جنس پرستو د حقونو په دفاع کې په مطبوعاتو بيانونه ګرځولي وو.

په ناروی کې د بشري حقونو تنظيم هېنګا چې د ایران په لويديځه کردستان صوبه کې د بشري حقونو د سرغړونې څارنه کوي، ويلي يې دي چوبدار هم د هم جنس پرستو ته د ودې ورکولو په تور نيول شوې وه.

د ايران د قانون ترمخه د وژنو، جنسي تيري، د نشه يي توکيو قاچاق داسې جرمونه دي چې سزا يې مرګ ده.

ايران د چين په څېر د نړۍ دوېم غټ هېواد دی چې د مرګ سزاګانې پکې زياتې ورکول کيږي.

په ايران کې هم جنس پرستي غېر قانونه ده او ايران په دغه لړ کې او د نرښځيانو دپاره د نړۍ تر ټولو ځوروونکو ځايونو کې شمارل کيږي.

[خبر د اېسوسي اېټډ پرېس په مننه]