د پاکستاني روپۍ په مقابله کې د ډالر نرخ نور هم په بره تللی دی اؤ دجمعې په ورځ دپاکستان دننه بینکونو کې یو ډالر په 229 روپۍ اؤ 50 پیسو تبادله شوی دی.
دکاروباري هفتې په وروستۍ ورځ پاکستاني روپۍ خپل ارزښت بایللی اؤ ډالر روپۍ اؤ 8 پیسې په بره تللی دی.
دپاکستاني رسنیو په وینا دا مهال دپاکستان په خلاص مارکیټ کې یو ډالر په 234 روپۍ خرڅیږي.
تر دې وړاندې تېره ورځ هم په بینکونو کې د ډالر بیه دوه روپۍ لوړه شوې وه.
په پاکستان کې د پېسو د بدلوونکو د اتحادیې مشر ملک بوستان وایي، د مالیاتي اداري ایي ایم ایف څخه یو ارب ډالرہ قسط ترلاسه شوی خو په ملک کې د سېلابونو له امله ولاړو فصلونو ته 20 اربه روپۍ ډالرہ تاوان اوښتی چې له امله یې پاکستان د ګاونډي هېوادونونه خوراکي توکي په خصوصي توګه سبزیانې راغواړي د کوم سرہ چې د پاکستان درامدي بل سېوا کيږي او د هغې په وجه روپۍ د فشار ښکار دہ.
ملک بوستان وایي بله دا چې په ایران د نړیوالو بندېزونو له امله د دغه هېواد سرہ په نغدو پېسو تجارت کيږي او د هغې له امله د ډالر طلب هم سېوا شوی دی.
د نوموړي په خبرہ د عمرې دپاره هم خلک سعودي عرب ته ځي په روپۍ د هغې فشار هم دی او بله دا چې د متحدہ عرب اماراتو قانون جوړ کړی چې هر مسافر به په هوایي اډہ 5000 درهمه ښکارہ کوي چې له وجې يې د ډالر طلب سېوا شوی دی.
د تېرې میاشتې اګست د 16م راهسې د روپۍ په مقابله کې د ډالر بیعه د 240 روپو نه بیرته 213 روپو ته راکوزه شوې او د پاکستان دوست هېوادونو سعودي عرب او متحدہ عرب اماراتو ویلي وو چې پاکستان ته به څلور اربه ډالرہ ورکړي چې د زر مبادله ذخیرہ یې د کمېدو څخه بچ شي خو ويل کيږي دغه پیسې تراوسه نه دي ورکړی شوي.
د اګست په 26 د پاکستان سټېټ بېنک ویلي وو د پاکستان غېر ملکي مجموعي زر مبادله ذخیرہ 13اربه او 40کروړہ ډالرہ دہ او تراوسه پورې د ډالر په مقابله کې پاکستانۍ روپۍ 5.29 فیصدہ را غورځېدلې دہ.