کراچۍ: پوليسو د القاعده او پاکستاني طالبانو د دوه ترهګرو د نيولو دعوې کړي

د پاکستان تر ټولو غټ صنعتي ښار کراچۍ پوليسو دعوې کړي چې پرون د اتوار/ يکشنبې په ورځ [11 ستمبر] يې په ښار کې د القاعده برصغير او تحریک طالبان پاکستان [ټي ټي پي] دوه ترهګر نيولي دي.

د کراچۍ پوليسو پرون د اتوار په ورځ مطبوعاتو سره په شريک کړي خبر کې ويلي، د ښار په لياقت اباد سيمه کې د امنیتي ادارو سره په ګډه عملیات شوي او د القاعده برصغير غړی شعېب طارق يې نيولی دی.

ویل شوي نيول شوي تن ويلي چې هغه په کال 2019 کې د افغانستان د هلمند ولايت په بهرام چاه کې وسله واله روزنه کړې هلته یې د هند سره تعلق لرونکو دوه کسانو سره ليدلي او بيا کراچۍ ته راستون شوی وو.

د پولیسو په وېنا نيول شوي تن به د القاعده د مطبوعاتو په څانګه کې کار کولو.

بل لور ته د کراچۍ سي ټي ډي پوليسو ويلي، پرون يې د ښار په مېټرول علاقه کې عمليات کړي او د تحریک طالبان پاکستان سره تعلق لرونکی ترهګر محمد شاه يې د وسلې سره نيولی دی.

سي ټي ډي ویلي نیول شوی ترهګر د پېښور سي ټي ډي ته په څو مقدمو کې مطلوب دی او د ده تعلق د ټي ټي پي د طارق ګيدړ ګروپ سره دی.

سي ټي ډي ویلي نيول شوي ترهګر د نورو ملګرو سره د ازاخېل ډېم په ساتنه مامور اېف سي ځواک باندې د راکټ لانچرو او وسلې د بريد سره په جولايۍ 2022 کې په متنو کې په پولیسو د حملې، او دره ادم خېل کې د خلکو نه د قلنګ اخستل منلي دي.

خو د نيول شوي تن نوره پېژندګليو نه ده ښکاره کړی شوې چې تعلق يې د کوم ځای سره دی.

په کراچۍ ښار کې وخت په وخت پوليس، رېنجرز او سي ټي ډي وخت په وخت د دغه ډول عملیاتو، د القاعده، ټي ټي پي او داعش سره تړاړو لرونکو ترهګرو د نيولو او په ځينو پېښو کې د وژلو دعوې هم کوي.