خېبرپښتونخوا کې د ټریکټر او ټرک جنګېدو پېښه کې 11 افغان کوچیان مړه شوي

دانه سر کې ټرېفکي پېښه

د بلوچستان سره په پوله د خېبر پښتونخوا جنوبي ضلع ډیره اسماعیل خان کې د کوچیانو ټریکټر ټرالۍ او ټرک ترمینځ ټکر شوی چې پکې د شپږو زنانو په ګډون 11 افغان کوچیان مړه شوي او د 33 پورې نورژوبل شوي چې پکې ماشومان هم شامل دي.

د ډیره اسماعیل خان انتظامیه وایي دا پېښه تازه د پخوانۍ نیمې قبایلي سیمې درازنده په مغل کوټ دانه سر کې د بلوچستان په لوی سړک شوې ده.

د درازنده سب ډویژن انتظامیې چارواکي وایي د ټرک او ټريکټر ټرالۍ تر منځ د ټکر اطلاع ترلاسه کيدو سره سم امدادي کار کوونکي د پېښې ځای ته لیږل شوي او د علاقې په روغتنونو کې بیړني حالت په ځای کړی شوي دي.

په ډیره اسماعیل خان کې د ژغورنې ادارې ویاند اعزاز دوتاني وایي د دوی امدادي ډلې دې بیښې ځایې ته رسدلې چې پکې طبي عمله هم وه.

هغه وویل دې پیښه کې لس کسان په ځایې مړه شوي چې پکې شپږ زنانه کوچیانې هم شاملې دي او 33 نور ژوبل شوي.

د ژوبل شوي کسانو هلته ابتدایي درملنه کولو وروسته زیات ژوبل کسان درازنده او ډیره اسماعیل خان سیمه کې روغتون ته منتقل کړل شوي.

انتظامیه وایي مړه او ټپیان زیاتره افغان کوچیان دي چې له بلوچستان صوبې نه په ټریکټر ټرالۍ کې ګرمو سیمو ته سره د کورنیو روان وو.

هغوی وایي دوی ته ځایي خلکو لخوا وويل شو چې د کجورو نه ډک ټرک په چړهایۍ کې بریکونه بې قابو شوي او په دې ټریکټر ټرالۍ ورغلی چې پکې دا کوچیانو کورنۍ موجودې وې.

انتظامیه زیاته کړه پیښه کې د ټرک کسان هم زیانمن شوي او دې پېښې پلټنې يې پېل کړي دي.

په درېمه جولایۍ د بلوچستان سره په پوله د خیبر پښتونخوا په ډیره اسماعیل خان سیمه کې بلوچستان ته دمسافرو وړونکی یو بس ژورې کندې ته لویدلی چې پکې 19 تنه مسافر مړه شوي او څلور نور ټپي شوی وو.

د بلوچستان خلک د مغل کوټ په لاره خېبر پښتونخوا صوبې او د پایه تحت اسلام اباد ته سفر کوي او چین د راهدارۍ غربي چکر له ډیره اسماعیل خان نه بلوچستان صوبه ته د غځولو غوښتنه کوي.