پولیس وایي دخېبر پښتونخوا دشانګلې چکیسر سیمې سره تړاؤ لرونکې یوه میرمن دهغې وروڼو په بټګرام سیمه کې دغیرت په نوم وژلې ده.
دبټګرام دچانجل پولیس تاڼې ایس ایچ او میرافضل خان رسنیو ته ویلي وژل شوې جینۍ (س) نزدې دوه کاله وړاندې دخپلې کورنۍ دخوښې برخلاف پخپله خوښه دسیمې یو ځوان سره عدالتي واده کړی ؤ اؤ په کراچۍ کې میشت وه .
دایس ایچ او په وینا وژل شوې جینۍ چې اوس دشپږو میاشتو دیوې ماشومې مور وه ، په نزدې ورځو کې بټګرام سیمې ته دخپل لیور کور ته په میلمستیا راغلې وه چې دغلته خپلو دریوؤ وروڼو په بې دردۍ سره وژلې ده.
پولیس وایي په پېښه کې ککړ درې کسان یې نیولي چې د وژل شوې جینۍ سکه وروڼه دي اؤ هغوي دخپل جرم اعتراف هم کړی دی.
دسیمې نه سرچینو وي او ای ډیوه ته ویلي چې یاده جینۍ خپلو وروڼو وړومبی ذبح کړې اؤ بیا یې دهغې د وجود نه اندامونه هم غوڅ کړي دي.
په پاکستان اؤ په ځانګړي ډول خیبر پښتونخوا کې په دې وروستیو کې دغیرت په نوم د وژنو لړۍ زیاته چټک شوې اؤ تر دې وړاندې د روانې نومبر میاشتې په نهمه نیټه دسیند ایالت په کراچۍ ښار کې هم یو تن خپله میرمنه اؤ دماما زوئ دغیرت په نوم وژلي وؤ.
همدا شان تیره میاشت په 11م اکتوبر دخیبر پښتونخوا دسوات په سیدو شریف سیمه کې یو تن دغیرت په نوم پخپله میرمنه اؤ یو بل تن ډزې کړې وې چې پکې دجان زاده په نوم یو تن وژل شوی اؤ میرمنه یې سخته ژوبل شوې وه.
په 18م اګست هم د پېښور داودزو سیمه کې یو تن دغیرت په نوم دخپلو دوؤ خویندو په ګډون درې میرمنې وژلې وې .
رپورټونه ښایي چې پاکستان کې دغیرت په نوم د وژنو ترڅنګ دښځو په ضد دتاؤ تریخوالي لړۍ هم چټک شوې ده اؤ ګڼ شمیر میرمنې د ذهني اؤ بدني تشدد سره هم مخ شوې دي.
په پاکستان کې يو غېر دولتي تنظيم سسټېن اېبل سوشل ډوېلپمنټ ارګنایزېشن په خپل رپورټ کې ويلي چې سږکال دجولایي په مياشت کې په هېواد کې 133 ښځې تښتول شوي او د 85 څخه زياتې ښځې د جنسي زياتي او تشدد ښکار کړی شوي دي.
رپورټ کې ويلي شوي چې د جولایي په مياشت کې 108 ماشومان د جنسي زياتي ښکار شوي، 82 ماشومان تښتول شوي او دې مهال نزدې 22 ماشومان وژل شوي هم دي.
راپورټ کې ویل شوي د جولایي مياشت کې په ښځو د جسماني حملو لږ تر لږه 133 پېښې رپورټ شوي دي.
په رپورټ کې راغلي چې په ټول هېواد کې 133 ښځې تښتول شوي هم دي چې په کې په پنجاب کې 93، سند او اسلام اباد کې په ترتيب وار ډول 20 او 15 ښځې تښتول شوي دي. بلوچستان او خېبر پښتونخوا کې د ښځو د تښتولو دوه او درې پېښې رپورټ شوي دي.
د ورلډ اکنامکس فورم د رپوړټ تر مخه په پاکستان کی هر کال 5000 کسان د غیرت په نوم وژل کیږي او دپاکستان دننه د ښځو د حقونو د خوندي ساتلو اداره عورت فاونډیشن وایې 70فیصدي ښځې کورنی تشدد سره مخ دي خو پاکستان کې د ښځو د تحفظ دپاره په مرکزي او صوبایي کچه قوانین هم جوړ دي چې ښځې د کورني او جنسي تشدد څخه بچ وساتي.