ورلډ کپ: مراکش په دوو ګولونو سره بلجیم ته حېرانوونکې ماته ورکړه

واشنګټن - د فټبال نړېوال کپ سیالیو کې د اتوار/یکشنبې په ورځ، د اېف ګروپ د دوو ټیمونو – بلجیم او مراکش – ترمنځ د لوبې نتیجې د فوټبال ټول مینه وال حېرانه کړل.

په دې لوبه کې د مراکش لوبډلې وکړی شول چې دوه د صفر په مقابل کې، د بلجیم لوبډلې ته ماتې ورکړي. بلجیم د یورپ یو د غښتلو او تکړه لوبډلو څخه شمېرل کیږي او داسې تمه نه وه چې د مراکش په وړاندې داسې ماته وخوري.

د مراکش د ټیم عبدالحمید صابیري په لوبه کې د یوې ډېرې تنګې زاویې نه ګول وواهه، او بیا دویم ګول، د مراکش بل لوبغاړي زکریا ابوالخلال وواهه چې په دې سره یې لوبه دوه د صفر په وړاندې د خپل ټیم په ګټه ختمه کړله.

مراکش په داسې وخت کې دویم ګول وواهه چې بلجیم سخت کوشش کولو لوبه برابره کړي.

د دې نه علاوه، مراکش ټیم یو بل ځل هم وکړای شول چې بال ګول ته دننه کړي، مګر د ریفري له خوا هغه آف سایډ اعلان شو.

د ورلډ کپ په یوه بله لوبه کې چې کوسټاریکا د جاپان په وړاندې سیالي وکړه، کوسټاریکا وکړی شول صرف د یو ګول په وهلو سره، جاپان ته ماتې ورکړي. تر دې وړاندې کوسټاریکا د هسپانیې (سپېن) په مقابل کې خپله یوه لوبه په ډېره شرمناکه نتیجه (۰-۷) بایللې وه.

جاپان ته اوس په ګروپي لوبو کې صرف یوه مقابله پاته ده او هغه هم د سپېن په وړاندې. که چېرته هغه لوبه وګټي، نو جاپان به ناک اوټ سټېج ته ووځي، او که ویې بایلي، نو دې سره به د سږکال په ورلډ کپ کې د جاپان لوبې ختمې شي.

د فټبال نړېوال کپ لوبې اوس په قطر کې په ګروپي پړاو کې روانې دي، یعنې دوه دېرش ټېمونه په اتو ګروپونو کې سره لوبې کوي او هر ټیم د درېیو لوبو چانس لري. د هر ګروپ، دوه ټیمونه چې ډېر پواینټونه یې ګټلي وي، ناک اوټ سټېج یا پړاو ته لاره پیدا کوي، او نورې لوبډلې خپلو ملکونو ته واپس ځي.

تر دې دمه، بل پړاو ته صرف د فرانس ټیم وتل یقیني شوي، ځکه تر اوسه یې چې دوه لوبې کړي، نو دواړه یې ګټلي او پخپل ګروپ کې شپږ پواینټونه لري.