دپښتون ملت پاله عوامي نیشنل ګوند دخیبر پښتونخوا صوبې مشر ایمل ولي خان دپښتونخوا خاوره د لانجې د زمکې په نوم یاده کړې ده اؤ وایي ترڅو چې د ډيورنډ دکرښې ستونزه هواره شوې نه وي نه په پښتونخوا کې امن راتلی شي اؤ نه په افغانستان کې.
پېښور کې راجوړې شوې یوې دستورې ته خپله وینا کې ایمل ولي خان ویلي دافغانستان اؤ دپښتونخوا دبدامنۍ دبدامنۍ علت هغه دکاغذ پاڼه ده کومه چې د ډیورنډ اؤ امیر عبدالرحمان ترمینځ لاسلیک شوې ده اؤ نن دیوې لانجې په توګه پاتې ده.
دپاکستان پوځي ویاند میجر جنرال بابرافتخار د روان کال په پيل کې( په پینځمه جنورۍ) ویلي وؤ افغانستان سره پوله نړیوال سرحد دی او دا باید د ډیورنډ لاین په توګه یاد نه شي.
خو افغانستان کې دطالبانو دحکومت ویاند انعام الله سمنګاني بیا وحدت سره خبرو کې دریځ خپل کړی چې د افغانستان دافغانستان حکومت دا مهال د اقتصاد ترڅنګ نورو لویو مسلو ته متوجه دی او پاکستان سره به د ډیورڼد کرښې په اړه په خپل "فرصت" خبرې کوي.
څېړونکي ددې جنجال ته څنګه ګوري؟
څېړونکي وایي په ډېورنډ د پاکستان ازادۍ وروسته مسلې روانې دي او د افغانستان اؤ پاکستان تعلقات هم پرې اغېزمن شوي دي اؤ دواړو هیوادونو ته به د ډیورنډ دکرښې پسر بلااخر خبرو ته کښېناستل وي.
د ډيورنډ کرښې لوظنامه په نولسمه پېړۍ کې د هغه وخت د افغان باچا امير عبدالرحمان خان او برتانوي هند ترمنځ لاسلیک شوې وه او امير عبدالرحمان خان په خپل ژوند لیک یا اټو بيوګرافي کې ليکلي چې هغه دا لوظنامه د برطانوي هند د حکومت د فشار لاندې کړې وه.
پاکستان دا کرښه افغانستان سره خپل متسقل سرحد ګڼي خو دافغانستان یو حکومت هم لا تر دې دمه دې کرښې ته دنړیوالې پولې په توګه منلو ته غاړه نه ده اېښې.
د پښتون ملت پاله عوامي نيشنل ګوند مرکزي وياند زاهد خان وي او ای ډيوه ته ویلي د امير عبدالرحمان او انګريزانو ترمينځه دا معاهده د 99 کاله د پاره شوې وه اؤ اوس دا تړون ختم شوی دی .
هغه وایي "اوس د دې قانوني حيثيت نشته، ولې چې دا د پښتنو تقسيم دی، طالبان دا پوله نه مني او طالبان نه که په افغانستان کې نور هم د چا حکومتونه راغلي هغوي دا د پولې په توګه نه ده منلې، په دې زمونږ د ګوند موقف دا دی چې د پښتنو تقسيم مونږ نه خوښوؤ د هغې خلاف يو"
دهغه په خبره" ټيک ده مونږ په پاکستان کې يو خو دا ډېورنډ لاين دی دا دوی نه شي بارډر کولې، معاهده په ډيورنډ لاين شوې ده نو بارډر پکې له کومې راغلی"
دمردان عبدالوالي خان پوهنتون د نړيوالو اړيکو د څانګې مشر ډاکټر عبدالشکور وي او ای ډيوه سره په دې وروستیو کې پخپلو خبرو کې ویلي وؤ چې د انګريزانو د هند څخه د تلو وروسته پاکستان دریځ لري چې د ډېورنډ کرښې معاهده د پاکستان په برخه کې رسېدلې ده.
"نړيوال قانون دا وايي چې يو رياست ختم شي يا ترې نور رياستونه جوړ شي نو په رياست کې چې کوم وراثتي رياستونه جوړ شي نو که نړيوالې معاهدې شوې وي نو هغه دوی ته په وراثت کې پاتې شي، نو زما په خيال د پاکستان دا پوزيشن واضحه دی"
د اسلام اباد اسلامک پوهنتون د نړيوالو اړيکو څانګې مشر ډاکټر منظور اپريدې هم ډيوه سره خبرو کې ویلي، په ډېورنډ د پاکستان ازادۍ وروسته مسلې روانې دي او د دواړو هېوادونو تعلقات هم پرې اغېزمن شوي دي خو ددې شخړې هواری پکار دی.
نوموړی ویلي"پاکستان او افغانستان په خپل مېنځ کې هم ددې حل راويستلی شي، او که د نړيوالو سرپرستي دې خبرو ته ترلاسه شي نو دا به نوره هم ښه شي"
په ډیورنډ د طالبانو دحکومت دریځ
سږکال چې دډیورنډ دکرښې په اړه دپاکستان اؤ طالبانو دحکومت ترمنځ په ډیورنډ کرښه جنجالونه پیدا شول نو په 7مه فرورۍ د افغان طالبانو مرستيال ترجمان انعام الله سمنګاني د ډيوه خبریال عبدالرزاق ته ویلي وؤ طالبان دا مهال د افغانستان د اقتصاد ترڅنګ نورو لویو مسلو ته متوجه دي او پاکستان سره به د ډیورڼد کرښې په اړه په خپل "فرصت" خبرې کوي.
دښاغلي سمنګاني وینا وه "دا خو يوه ډېړه زړه مسله ده او مونږه غواړو چې دغه شان موضوعاتو باندې په خپل فرصت سره او په خپل وخت سره خبرې وکړو.
په افغانستان کې مېشت د سياسي چارو کارپوهه او د پوهنتون استاد ناصر شفيق هم په دې وروستیو کې وي او ای ډيوه ته ویلي چې د ډېورنډ د کرښې تړون د دباو لاندې ترسره شوی او په نړيواله کچه اسناد هم نه لري ځکه د افغانستان واکمنو او ملت وخت په وخت د دې ترديد کړی دی.
هغه وایي"مونږ په دې باور يو چې ډېورنډ يوه فرضي کرښه ده او دا ځکه چې امير عبدالرحمان خان په افغانستان کې د داسې واکمنۍ حالت کې و چې هغه په ټول افغانستان بشپړه واکمني نه درلودله، او انګلستان له مخکې نه هم دې ته اړ کړی و چې دې مجبوره شي او يو داسې سند لاس ليک کړي چې د هغې له مخې ګوا کې ددغه برخه د زمکې یې خرڅه کړې ده نو دا يو نړيوال سرحد نه دی او نه په نړيوالو اسنادو کې د دې اسناد شتون لري".
د انګریزۍ ژبې ورځپاڼې فارن پالیسي پخپل یو وروستي راپور کې لیکلي دي چې پاکستان تل د افغان طالبانو ملاتړ پاتې شوی دی. خو دا وخت یې د کابل واکدارانو سره د دواړو هیوادونو تر مینځه په پوله د ازغن تار په لګولو لانجه پیدا شوې ده.
ورځپاڼه لیکي، پروسکال په ۱۹م دسمبر طالبانو ننګرهار ولایت کې د پاکستاني ځواکونو لخوا په پوله لګول کیدونکی ازغن تار خپله ولکه کې واخستو اوخبرداری یې ورکړو چې نور تار دې باید ونه غځول شي. بیا په ۳۰م دسمبر ورته پیښه نمروز ولایت کې هم تکرار شوه.
د تېر کال د دسمبر 20 مې نېټې وروسته په سوشل ميډيا کې داسې ويډيوګانې او انځورونه لیدل شوي چې د طالبانو سرتيري په ډيورنډ کرښه هغه اغزن تارونه راغونډوي چې د پاکستان پوځ لخوا په دغه پوله لګول کيږي.
د پیښور پوهنتون د ایریا سټډي سنټر پروفیسر ډاکټر محمد شفیع وایس اف امریکا ډیوه ته ویلي دا وخت دواړه ګاونډي هیوادونه اقتصادي ستونزو سره مخ دي.
هغه وایي پکار ده چې دواړه د غوره وخت انتظار وکړي اؤ بیا په سوله ایزه سفارتي طریقه دا ستونزه هواره کړي.
دهغه په وینا دا وخت چې د افغانستان خلک کوم تکلیف سره مخ دي. پاکستان هم اقتصادي ستونزې لري. ړومبی دا فکر پکار دی چې غټې مسلې کومې دي؟ د هغې د هواري نه وروسته دې دواړه هیوادونه سره کښیني او دا ستونزه هم د خبرو له لیارې هواره کړي.