کابل کې په یوه ورځ دپاکستان په سفارتخانه اؤ پاکستان ته په نزدې ګڼل کیدونکي دحزب اسلامي افغانستان ګوند دمشر ګلبدین حکمتیا په دفتر بریدونه شوي خو دپاکستان دسفارتي مشن مشر اؤ ګلبدین حکمتیار دواړه په دې بریدونو کې روغ پاتې شوي دي.
رپورټونه وایي دپاکستان په ناظم الامور شوي برید کې دهغه یو ساتونکی درې ډزه لګیدلی اؤ سخت ژوبل شوی دی چې دعلاج لپاره روغتون ته رسول شوی دی.
دپاکستان وزیراعظم شهباز شریف دپاکستان په سفارت شوی برید دافسوس وړ ګرځولی اؤ افغان دولت نه یې په سمدستي ډول ددې پېښې دپلټنو اؤ پېښه کې دککړو کسانو دنیولو اؤ دقانون منګولو ته د راکش کولو غوښتنه کړې ده.
څېړونکی اؤ خبریال طاهر خان وي او ای ډیوه ته وایي دپاکستان په سفارت له برید وړاندې کابل کې د روسیې دسفارت مخې ته ځانمرګي برید شوی ؤ اؤ که په افغانستان کې دطالبانو په حکومت کې سفارتونه خوندي نه دي نو ضرور به دطالبانو دامنیت په دعوؤ پوښتنې راولاړیږي.
دپاکستان دخارجه دفتر له لوري په یوه اعلامیه کې ویلي شوي چې دجمعې په ورځ کابل کې دپاکستان دسفارتخانې په ودانۍ برید شوی چې هدف یې دپاکستان دسفارتي مشن مشر عبیدالرحمان نظاماني په نخښه کول وؤ خو له نیکه مرغه هغه په معجزانه ډول دې برید کې خوندي پاتې شوی دی.
بیان کې ویلي شوي چې برید کې دپاکستان دناظم الامور یو ساتونکی اسرار محمد سخت ژوبل شوی دی.
سرچینو وی او ای ډیوه ته ویلي دناظم الامور ساتونکی درې ډزه لګیدلی اؤ په سخت ټپي حالت کې روغتون ته رسول شوی دی.
دپاکستان دخارجه وزارت اعلامیه کې ویل شوي چې دپاکستان حکومت ددې پېښې په سختو ټکو غندنه کړې ده اؤ دافغانستان دچارسمبالي حکومت نه یې دپلټنو اؤ ککړو کسانو ته دسختې سزا ورکولو غوښتنه کړې ده.
اعلامیه کې دطالبانو په حکومت افغانستان کې دپاکستان دسفارتي مامورینو اؤ عامو وګړو دامنیت باوري کولو غوښتنه هم شوې ده .
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت دا پېښه غندلې ده، د وزارت ویاند عبدالقهار بلخي پر ټویټر لیکلي دي:
"د ا. ا. ا. په کابل کې د پاکستان د سفارت پر لور د ډزو او ناکامه برید هڅه په کلکو ټکو غندي او یوه امنیتي زخمي شوي کس ته عاجله شفا غواړي. ا. ا. به هیڅکله مغرضو کړیو ته اجازه ورنه کړي چې په کابل کې د دیپلوماتيکو ماموريتونو امنيت وګواښي".
اخوا د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ اسلامي حزب په یوه اعلامیه کې چې د دغه ګوند اړوند د شهادت ورځپاڼې په ټویټر پاڼه خپره شوې ویلي، چې د اسلامي حزب په مرکزي دفتر د جمعې په ورځ غرمه مهال دوه تنو وسله والو برید کړی دی.
اعلامیه کې راغلي چې دواړه بریدکوونکي خپل هدف ته د رسیدلو وړانډې د امنیتي ساتوونکو له خوا له وژل شوي دي.
دحزب اسلامي ګوند مشر ګلبدین حکمتیار پاکستان ته نزدې ګڼل کیږي اؤ په هغه داسې تورونه هم لګول شوي چې ګنې افغانستان کې دپاکستان دګټو لپاره کار کوي خو ګلبدین حکمتیار اؤ دهغه دګوند مشرانو مدام داسې تورونه رد کړي دي اؤ وایي یوازې دافغانستان ملي ګټو ته ژمن دي.
وياو ای پښتو ته داسلامي حزب نزدې سرچینو ویلي، چې دوو تنو وسله والو نن د جمعې په ورځ شاوخوا یوه نیمه بجه غوښتل د کابل ښار په شپږمه حوزه کې د اسلامي حزب مرکزي دفتر جومات ته ځانونه ورسوي، چې د امنیتي ساتوونکو له خوا پیژندل شوي او د امنیتي ساتونکو په متقابلو ډزو کې دواړه بریدګر وژل شوي دي.
همداشان په دې نښته کې د اسلامي حزب د مشر ګلبدین حکمتیار دوه ساتوونکي هم ټپیان شوي دي.
د اسلامي حزب په اعلامیه کې ویل شوي، چې په دې برید کې د ګلبدین حکمتیار په ګډون د دغه حزب هیڅ کوم چارواکي ته زیان نه دی رسېدلی.
اسلام اباد کې میشت په افغان چارو ژور نظر لرونکی خبریال طاهر خان وایي دا دافغان حکومت مسولیت دی چې دوي باید معلومه کړي چې دپاکستان په سفارت برید چا کړی دی؟
هغه وایي دپاکستان وزیراعظم اؤ خارجه وزارت دواړو ددې برید په اړوند رسمي بیانونه ورکړل خو تر اوسه دطالبانو دحکومت دیو استازي لخوا دپاکستان په سفارت دبرید په هکله بیان مخې ته نه دی راغلی.
طاهر خان وایي دا ننۍ پېښه دطالبانو لپاره یو ستر چیلنج هم دی اؤ طالبان چې دخپل واک ،کنټرول اؤ امنیت دتامین کومې دعوې کوي په هغې هم پوښتنې راولاړوي.
هغه وایي داسې یې اوریدلي چې تر دې پېښې وروسته دکابل نه دپاکستان سفارتي مامورین اؤ ناظم الامور هیواد ته بېرته راستنیږي اؤ که داسې وشي نو دا به دنورو هیوادونو دسفارتخانو لپاره هم اندېښنې زیاتې کړي.
دطاهر خان په خبره "څو ورځې وړاندې د روسیې دسفارت مخې ته ځانمرګي برید وشو چې پکې روسي سفارتکاران هم وژل شوي وؤ اؤ دا په داسې حال کې ده چې طالبان پرله پسې په کابل دخپل کنټرول کلکې دعوې کوي،خو که چرې سفارتونه هم په کابل کې خوندي نه وي نو نړۍ خو به تپوس کوي چې دا څنګه ستاسو کنټرول دی؟"
هغه وایي په ګلبدین حکمتیا چې هم کوم برید شوی تر اوسه دا هم نه ده معلومه چې دهغې پشا څوک دي خو دا برید هم دطالبانو دحکومت ناکامي په ګوته کوي.
خبریال طاهر خان وایي په کابل کې ډیر مهم سیاسي مشران لکه ګلبدین حکمتیار، حامد کرزی ، ډاکټرعبدالله اؤ نور پاتې دي اؤ دهغوئ دامنیت ساتنه دطالبانو دحکومت مسولیت دی اؤ چې په دومره مهمو شخصیاتو او بهرنیو سفارتخانو داسې بریدونه کیږي نو خلک به ارو مرو دطالبانو په امنیتي نظام پوښتنې راولاړوي.