کابل کې د پاکستاني سفارتخانې په ناظم الامور د شوي برید پړه داعش په غاړه اخستې ده

داعش خراسان دجمعې په ورځ کابل کې دپاکستان دسفارتخانې په ناظم الامور دشوي هغه برید پړه پغاړه اخستې چې پکې ناظم الامور عبیدالرحمان نظاماني خوندي پاتې شوی خو دهغه یو ساتونکي سخت ژوبل شوی دی.

په عین حال کې رسنیو دسفارتي سرچینو له خولې دعوه کړې ده چې دطالبانو حکومت ددې برید په تړاؤ یو تن نیولی اؤ دهغه د ولکې څخه یې وسلې اؤ چاودیدونکي مواد هم ترلاسه کړي دي خو پخپله طالبانو په رسمي توګه په دې اړوند څه نه دي ویلي.

وسله والې ډلې داعش خراسان ته یوې نزدې رسنۍ په ټیلګرام خپور کړي یو بیان کې ویلي چې دپاکستان په ناظم الامور برید د وسله والې ډلې داعش خراسان یو غړي کړی دی.

دجمعې په ورځ کابل کې دپاکستان دسفارتخانې په ناظم الامور عبیدالرحمان نظاماني هغه مهال ناتاره ډزې شوې وې چې نوموړي قدم وهنه کوله خو له دغه برید پخپله لوړ پوړی پاکستانی سفارتکار ژوندی وتلی ؤ اؤ دهغه یو ساتونکی درې ډزه په سینه لګیدلی اؤ‌ سخت ژوبل شوی ؤ.

ملګرو ملتونو، امریکې اؤ پاکستان په دې برید دافسوس څرګندونه کړې اؤ دطالبانو له حکومت یې غوښتي چې باید دبهرنیو ډپلوماټانو تحفظ باوري کړي.

په عین حال کې پرون دشنبې په ورځ میډیا دسفارتي سرچینو په حواله رپورټونه ورکړي دي چې دپاکستان په ناظم الامور شوي برید کې ککړ تن دطالبانو حکومت نیولی دی.

په رپورټونو کې ویل شوي چې دغه تن دپاکستان دسفارت سره دنزدې یوې ودانۍ د اتم پوړ څخه نیول شوی خو دهغه پېژندګلو پټه ساتل شوې ده.

دمیډیا رپورټونو کې دعوه شوې ده چې دنیول شوي تن څخه وسلې اؤ چاودیدونکي مواد هم ترلاسه شوي دي