واشنګټن ـــــ په افغانستان کې د طالبانو حکومت په 2022م کال کې هم په دې بریالی نه شو چې نړیوال ملاتړ تر لاسه کړي. که څه هم چین، روس، پاکستان او ترکمنستان د طالبانو سفارتکاران منلي خو تر یو کال زیاتې مودې واکمنۍ وروسته هم لا د نړۍ هیڅ هېواد د دوی حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.
سره له دې چې طالبان غواړي له نړۍ سره زیاتې اړیکې ولري، خو واکمنانو یې توندروه تګلارو ته دوام ورکړی او تر شپږم ټولګي پورته د نجونو پر تعلیم له بندیز سره سره د ټولشموله حکومت جوړېدو نړیوالې غوښتنې هم نه دي منلې.
د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند بلال کریمي په روانه میاشت کې ځایي رسنیو ته وویل، "د ګوښه کولو پالیسي، دریځ او د فاصلو پیدا کولو کومه ښه نتیجه نه ده ورکړې. "
که څه هم ډېر هېوادونه د دې خبرې ملاتړ کوي چې د یو لوی بحران له ویرې باید طالبان یواځې نه کړل شي، خو نور بیا پوښتنه کوي چې ایا له دې سخت دریځه حکومت سره د نړیوالو اړیکې به د افغانانو لپاره د حالاتو په ښه کولو کې څه مرسته وکړي که نه.
امریکې، یورپي اتحاد او ملګرو ملتونو ټول پر طالبانو ټینګار کړی چې یو ټولشموله حکومت جوړ کړي، د بشري حقونو خصوصاً د ښځو د حقونو د خوندیتوب لپاره دې قوانین جوړ کړي او نړۍ ته دې دا ډاډ ورکړي چې افغانستان پر نورو هیوادونو د بریدونو لپاره د ترهګرو په پناه ځای بدل نه شي.
طالبانو د داعش خراسان غوندې ترهګرو ډلو د ځپلو لپاره یو څه دلچسپي ښوولې، خو پاکستان تور پورې کوي چې د تحریک طالبان پاکستان مشران په افغانستان کې دي او وسلوال یې تقریباً هره ورځ د پاکستان پر امنیتي ځواکونو بریدونه کوي.
په تېره جولای میاشت کې چې امریکې په کابل کې د القاعده ډلې مشر ایمن الظواهري په ډرون برید وواژه، دې پېښې د نړیوالې ترهګرۍ په خلاف د طالبانو د مبارزې پر ژمنو هم زیات شکونه راپورته کړل.
له بهرنیو ترهګرو ډلو سره د طالبانو له اړیکو پرته هم د دوی د حکومت پر جبري او سخت دریځه پالیسیو نیوکې کېږي. پر ښځو او نجونو له زیاتو بندیزونو سره سره یې احتجاجونه او د رسنیو ازادي محدوده کړې ده چې په هغه کې د وي او اې د ټیلیویژني خپرونو او ایف ایم رېډیو بندول هم شامل دي.
طالبانو په دې وروستیو کې په عام میدان کې د خلکو د په دار کولو او په دُرو وهلو لړۍ هم بیرته پیل کړې ده چې د 1990 په لسیزه کې یې د خپل لومړني حکومت په مهال تر سره کول.
د نړیوالو د شدیدو اندېښنو باوجود طالبان پر خپل دې عمل پښېمانه نه دي. د افغانستان لپاره د جرمني سفارت- چې اوس په دوحه او برلن کې دی- د طالبانو له خوا د خلکو ښکاره وهل ټکول "د انساني وقار ناوړه سرغړونه" بللې او پر ټویټر یې لیکلي:
"مونږ د انساني کرامت دغه ناوړه عمل په کلکه غندو، [د طالبانو] سرپرست حکومت مکلف دی چې د نړیوالو قوانینو او د شکنجې په وړاندې د ملګرو ملتونو پر کنونشن عمل وکړي".
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي د طالبانو د عامو سزاوو په اړه د جرمني سفارت تر غندنې وروسته د نازي جرمني ماضي ته اشاره وکړه او دغه سفارت یې نسلپالنې ته په وده ورکولو او اسلاموفوبیا باندې تورن کړ.
د بشري حقونو افغانې فعالې پرستو له وي او اې سره په خبرو کې پوښتنه وکړه چې نړۍ ته د طالبانو د جبر تاریخ معلوم دی چې حکومت په شرعي فرمانونو چلوي، نو بیا ولې په دې باور ده چې طالبان به تر نړیوالو فشارونو لاندې نرم شي:
"زه نه پوهیږم نړۍ ولې د طالبانو په اړه خپل چلند بدلوي. دا لومړی ځل نه دی چې طالبان واکمن شوي دي، دا دویم ځل دی".
طالبانو تر دویم ځل واکمنېدو وروسته له اووم تر دوولسم ټولګي پورې نجونې له سکولونو منع کړې دي. نړیوالو په وار- وار په مختلفو نړیوالو غونډو کې د نجونو د سکولونو د بیرته پرانیستو غوښتنه ځنې کړې، خو طالبانو ویلي د نړیوالو فشارونو ته به غاړه کښېنږدي.
د ګالپ په یوه تازه سروې کې 98 فیصده افغانانو د طالبانو په واکمنۍ کې د خپل ژوند حالات له "عذابه ډک" بللي دي او تر 65 فیصده زیات خلک یې بشري مرستو ته اړتیا لري.
په طالبانو کې دننه هم ډېر کسان د نجونو پر تعلیم د بندیز مخالف دي. د طالبانو د بهرنیو چارو مرستیال وزیر شېر محمد عباس ستانکیزي د روان کال په پیل کې په کابل کې په یوه عامه غونډه کې د نجونو د تعلیم ښکاره ملاتړ وکړ او ویې ویل: "د نجونو پر زدکړه په اسلام کې هیڅ بندیز نه شته."