څېړونکي: افغانستان کې د داعش بریدونه د طالبانو لپاره ستر چېلنج اؤ د ګاونډیانو لپاره ګواښ جوړ شوی

څېړنکاران وايي په افغانستان کې د داعش ډلې له خوا د زياتېدونکو ترهګریزو فعاليتونو مخه نيول نه يوازې د طالبانو حکومت دپاره لویې چېلنج جوړ شوی بلکې دغه مخ په زياتيدونکي خطر د افغانستان ګاونډي هيوادونه هم د اندېښنو سره مخ کړي دي ۔

ددفاعي چارو دڅېړنکاربريګډير (ر) سېد نذير په وینا ، ښکاري داسې چې دغه خطر ورځ تر بلې نور هم په زياتېدو دی او ددې دپاره به پکار وي چې د طالبانو حکومت يې د مخ نيوي دپاره موثره سټراټېجي خپله کړي

سېد نذير ويل دداعش دغه ترهه ګریز فعاليتونه د داعش خراسان په افغانستان کې دخپلو اهدافو په نخښه کولو لپاره دهغوئ توان څرګندوي.

نوموړی وي او ای ډیوه ته وایي ددې ترهه ګریزو فعاليتونه اثرات د افغانستان د سرحدونو نه بهر هم وتلي دي ،او په خصوصي توګه دغه اثرات بيا د پاکستان دپاره تر ټولو زيات ليدل کيږي ۔

دهغه په وینا "که داسي ډول نور فعاليتونه هم وشي لکه د ترکمنستان ډله او يا د تحریک طالبان ډلې چې هم فعاله شوي دي او ټې ټي پي خو خپله اوربند هم ختم کړی ، نو په داسې حال کې د طالبانو څخه به په يقيني توګه د هغه څه غوښتنې کيږي د کوم چې ضمانت ورکړل شوی دی او پکار ده چې طالبان دغه غوښتنو ته کتنه وکړي او دې ترهګریزو بريدونو کې کمي راوستو دپاره عمليات وکړي"

تېره ورح د افغانستان پلازمينه کابل کې په يو داسې مېلمستون يا هوټل بريد شوی چې يوه چينايي کاروباري زنانه يي چلوي او دغلته زیاتره د چين سوداګرپاتې کېږي.

تر دې وړاندې د دسمبر په دويمه نېټه د پاکستان په سفارت هم يو بريد تر سره شوی و او هم په دغه ورځ په دويمه پېښه کې داٖفغا نستان دپخواني وزير اعظم ګلبدين حکمتيار دفتر په نخښه شوی و چې په دغو کې دپاکستان په سفارت د بريد پړه داعش منلې وه ۔

د داعش خراسان ډلې له خوا په افغانستان کې دترسره شوؤ وروستيو زياتره بريدونو پړه هم منل شوې ده او دغه بريدونو کې زيات هغه دي چې په ډېرو حساس ځايونو کې شوي دي۔

ماهران وايي دغه بريدونه ښايي چې د طالبانو حکومت ته د داعش چېلنج نور هم قوي شوی او ددې مخنيوي دپاره د طالبانوپه سټراتېجي هم پوښتنې را وچتييږي ۔