واشنګټن (اېسوشیټډ پرس) - په افغانستان کې د ملګرو ملتونو یو جګپوړي چارواکي د اتوار/یکشنبې په ورځ د طالبانو د نایب وزیراعظم سره کتلي چې په غیردولتي ادارو (اېن جي اوز) کې د ښځو د کارکولو د بندیز په باره کې ورسره خبرې وکړي.
طالبانو په دې وروستیو کې ټولې ښځې په غیردولتي موسسو کې د کار کولو نه منعه کړې او دلیل یې دا ویلی چې ګني هلته کې د اسلامي حجاب خیال نه ساتل کېده.
په غیردولتي موسسو کې د ښځو په کار باندې د طالبانو د حکومت بندیز د دې سبب شو چې یو شمېر لویې نړېوالې امدادي ادارې په افغانستان کې خپل فعالیتونه ودروي. د ښځو په کار باندې پابندي، دا یرې هم پیدا کړې چې خلک به د خوراکي موادو، تعلیم، د صحت خدماتو، او نورو اهمو خدماتو نه محرومه وګرځي، ځکه د افغانستان د نیمایي نه زیاته آباتي فوري بشري امداد ته ضرورت لري.
امدادي ادارو خبرداری ورکړی چې د هغو د زنانه کارکوونکو منعه کېدل به تباه کنه نتایج ولري او د لاکهونو او زرګونو په شمېر کې افغانان به د طالبانو د دې فیصلې په اثر، مړه شي.
د ملګرو ملتونو د نمایندګۍ (یوناما) نایب مشر مارکوس پوټزل په کابل کې د طالبانو د وزیراعظم مرستیال، مولوي عبدالسلام حنفي سره وکتل چې هم د دې موضوع په اړه، او هم پوهنتونونو ته د ښځو/جينکو د نه پرېښودلو په موضوع باندې ورسره خبرې وکړي.
یوناما په یو بیان کې ویلي دي چې: "په غیردولتي تنظیمونو کې د ښځو په کار کولو پابندي، د تعلیم او روزنې نه د جینکو او ښځو محرومه ګرځول په افغانستان کې په میلینونه شمېر کسانو ته نقصان رسوي او افغان نارینه، ښځینه، او ماشومانو ته د اهمو مرستو د رسېدو مخنیوی کوي."
د پوټزل نه مخکې هم د ملګرو ملتونو چارواکو طالبانو سره په دې مسئلو خبرې کړې وې. تېره هفته د ګل/دوشنبې په ورځ د یوناما د دفتر نګران مشر رامیز الاکباروف د طالبانو د اقتصاد وزیر قاري دین محمد حنیف سره کتلي و.
دین محمد حنیف د ډسمبر په ۲۴مه نېټه په غیردولتي تنظیمونو کې د افغان ښځو د کار نه کولو امر جاري کړی و او دعوه یې کړې وه چې ګني ښځې په هغو ادارو کې د اسلامي حجاب خیال په سمه توګه نه ساتي. هغه دا هم ویلي و چې که هر تنظیم یا امدادي ادارې دا امر ونه منلو، په افغانستان کې به یې د کار جاري ساتلو جواز لغوه شي.
په همدې حال کې ټاکل شوې ده چې د ملګرو ملتونو د امداد د برخې مشر مارټین ګرېفېټ د افغانستان په سفر ولاړ شي او د پابندیو په اړه طالبانو سره خبرې وکړي.
په افغانستان کې بشري المیه ورځ تر بلې زیاتیږي او هغه کسان چې په داسې حالاتو کې سخت امداد ته ضرورت لري، همدا غیردولتي تنظیمونه ورته بنیادي خدمات او مرستې رسوي.
کله چې په ۲۰۲۱ کال کې طالبانو په افغانستان قبضه ولګوله او د امریکا او نېټو ځواکونه د شل کلن جنګ نه پس افغانستان نه ووتل، د افغانستان اقتصاد سخت راولوېد، ملینونه کسان د سختې غریبۍ او لوږې سره مخ شول، او بهرنۍ مرستې هم اکثره یو دم بندې شولې.
بل اړخ ته په طالبان مشرانو باندې چې کومې پابندۍ لګېدلي، د بنکونو لېن دېن بند شوی، او د افغانستان په بلینونو ډالره خارجي زرمبادله په بهر کې کنګل پاته شوې ده، دې ټولو د افغانستان رسایي نړېوالو ادارو ته هم بنده کړې ده.
بل پلو د ملګرو ملتونو د یوې سروې ترمخه، افغانستان کې د ښځو په مشرۍ د غیردولتي موسسو یو په درېیمه برخه دې ته مجبوره شوې چې د طالبانو له خوا د لګول شوې پابندۍ په بنیاد خپل فعالیتونه اویا فیصده راکم کړي او یو په درېیمه بله برخه یې خپل کارونه بالکل معطله کړي دي.
د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې د چارواکو وینا ده چې په افغانستان کې د سروې شوو ۱۵۱ غیردولتي ادارو له منځه، شپږاتیا فیصده ٪۸۶ یې یا خپل کارونه بالکل درولي، او یا یې عرضي معطل کړي دي.