وزیراعظم شهباز شریف د علي وزیر د بند په اړه پوښتنې ته ځواب کې خبره په بله اړولې ده

Ali Wazir 2

دپاکستان وزیراعظم شهباز شریف دپښتون ژغورنې غورځنګ دمخکښ مشر اؤ دپاکستان دقامي اسمبلۍ دغړي علي وزیر دبند په اړه له هغه نه شوې پوښتنې ته دځواب ویلو نه ځان رانغښتلی دی اؤ نه یې دي ویلي چې دهغه حکومت دعلي وزیر دبند نه دخلاصولو لپاره تر اوسه څه کړي دي؟

شهباز شریف دخپل مطبوعاتي کانفرنس په مهال دیو خبریال له لوري دعلي وزیر دبند په اړه دهغه نه شوې پوښتنې ته دځواب ویلو په وخت دعلي وزیر دنوم اخستلو نه هم ډډه کړې ده خو یوازې دومره یې ویلي دي چې" زمونږ کوشش په دې اړه روان دی"

دعوامي نیشنل ګوند دخیبر پښتونخوا صوبې عمومي سکتر سردار حسین بابک د وزیراعظم شهباز شریف دغه رویې ته خپل غبرګون کې وایي "دا عمل پښتنو سره د ریاست رویه په ډاګه کوي"

دپاکستان د وزیراعظم شهباز شریف نه اوړمه ورځ دیو مطبوعاتي کانفرنس‌ په مهال یو خبریال پوښتنه کړې وه چې علي وزیر د وزیراعظم په ټاکنه کې خپله رایې هغه(شهباز شریف) ته ورکړې وه خو نن چې علي وزیر په بند کې پروت دی، دده حکومت دهغه دخلاصون لپاره څه وکړل؟

په ټولنیزو رسنیو خپرو شوؤ ویډيوګانو کې لیدل کیږي چې وزیراعظم شهبار شریف دغه پوښتنې ته نیغ په نیغه دځواب ویلو په ځائ خبره په بله اړوي اؤ وایي دهغه حکومت دسیلاب ځپلو دبحالۍ لپاره په ځان شپه اؤ ورځ یوه کړې ده.

دپاکستان دقامي اسمبلۍ غړی اؤ دپښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ مشر علي وزیر دتېرو څه دپاسه دوؤ کالو راهسې دکراچۍ په زندان کې بندیوان دی.

هغه د 2020م کال د دسمبر پر 16مه په پېښور کې نیول شوی و او بیا له هغه ځایه کراچۍ ته لېږل شوی و.

په علي وزیر تور دی چې د پښتون ژغورنې غورځنګ په جلسو کې یې "د ریاستي ادارو خلاف" خبرې کړې دي او "خلک یې "د پاکستان په ضد" پارولي دي، خو د هغه وکیل دا تورونه رد کړي دي.

د وزیراعظم لخوا دعلي وزیر په معامله دخبرو نه د ډډې کولو عمل ته خپل غبرګون کې دعوامي نیشنل ګوند دخیبر پښتونخوا صوبې عمومي سکتر سردار حسین بابک وي او ای ډيوه ته وایي "دا دپښتنو سره د رویې دلته یو ښکاره مثال دی"

هغه وایي علي وزیر دپاکستان دمرکزي پارلیمان غړی دی، له کوره یې اتلس جنازې وتلي خو دا چې هغه په زندان کې پروت دی اؤ په نیونه یې دپاکستان پارلیمان،میډیا،عدلیه اؤ ټول اړونده اړخونه غلي دي نو دا په اصل کې په دې ریاست کې دننه دپښتنو سره یوه رویه په ګوته کوي.

هغه وایي "دا رویه چې په هرشکل ده خو دا رویه مونږ سره روانه ده ،دا ډير لویې ظلم دی، دا ډيره لویه ناانصافي ده اؤ نه ده پکار چې باید داسې وشي"

سردار حسین بابک وایي که دعلي وزیر په حواله څه داسې خبره وي چې هغه پرې له بنده نه شي راخوشې کیدای نو پکار ده چې هغه ته دعدالت اؤ میډیا موقعه ورکړل یا په اییني توګه پارلیمان ته راوستل شي چې هغه خپله خبره وکړي.

هغه وایي دا چې علي وزیر په ناحقه توګه په بند کې ساتل کیږي دا یوازې علي وزیر سره نه بلکې دټولو پښتنو سره ظلم دی اؤ دا ظلم روان دی "دا که ددهشت ګردۍ په شکل کې دی ،که په نړیوال تجارت دبندیز په شکل کې دی اؤ که دپاکستان دننه پښتنو ته داییني حقونو نه ورکول کیدو په شکل کې دی"

وي او ای ډیوه هڅه وکړه چې د وزیراعظم شهباز شریف لخوا دعلي وزیر په معامله دخبرو نه د ځان رانغښتلو په اړه دپښتون ژغورنې غورځنګ دمشر منظور پښتین نظر هم واخلي خو هغه په دې اړوند په واټسف د ډیوه لیږل شوې پوښتنې ته هیڅ ځواب ونه ویلو.

په علي وزیر تراوسه پورې شپږ مقدمې شوي، په يوه مقدمه کې په کراچۍ کې بري شوی، په څلورو مقدمو کې ورته د کراچۍ او د بنو یو عدالت ضمانتونه ورکړي، اوس پرې دوه مقدمې په خېبرپښتونخوا کې روانې دي، يو د ډېره اسماعيل خان او یوه په چارسده کې ده.