هندوستان د وزیراعظم نرېندره مودي په اړه د بي بي سي په دستاوېزي فلم پابندي لګولې

نریندره مودي مخکې تر دې چې د هند وزیراعظم شي، د هغه هېواد د ګجرات صوبې وزیراعلا پاته شوی و

واشنګټن - د هندوستان حکومت د وزیراعظم نرېندره مودي په اړه د بي بي سي دستاوېزي فلم "پروپګېنډا" او "د هندوستان په ضد خځله" بللې او د فلم په ویډیوز او په ټوېټر يې د لنک په شریکولو پابندي لګولې ده.

ای اېف پي خبري اداره په خپل رپورټ کې وايي هندو قام پرست مودي چې هغه وخت د ګجرات ریاست وزیراعلا و، پولیس ته یې امر کړی و چې په ریاست کې د فساداتو نه سترګې بلخوا واړوي. په تشدد کې تر ۱۰۰۰ کسان وژل شوي و چې زیاتره مسلمانان و.

د هندي حکومت مشیر کېچان ګپتا د خالي/شنبې، په ورځ د ټوېټر د لارې وویل حکومت د ايي ټي قوانینو د لاندې بېړني اختیارات استعمال کړل او د بي بي سي په دستاوېزي فلم او په سوشل ميډیا باندې یې د دې ویډیوز په شریکولو پابندي ولګوله.

هغه وویل په يوټیوب هم دغه دستاوېزي فلم بند کړی شوی دی، او زیاته یې کړه چې دغه فلم "د دښمنۍ پروپګېنډا او د هندوستان په ضد خځله ده".

ټوېټر نه هم غوښتل شوي چې هغه ۵۰ ټويټونه بلاک کړي چې د یو ټیوب لنک په کې شریک کړی شوی دی.

ګپتا وویل

ای اېف پي وايي ټوېټر او نه هم یوټیوب د اتوار/يکشنبې، په ورځ څه تبصره وکړه.

ای اېف پي وايي د بي بي سي دستاوېزي فلم چې نوم يې انډیا د مودي کوېسچن دی په هندوستان کې چې د دنیا تر ټولو لوی جمهوریت دی، نه دی ښودل شوی خو ځینو برخو ته يې د اتوار/يکشنبې، په ورځ لاس رسی کېدلی شو.

د رپورټ ترمخه په کال ۲۰۰۲ کې په یو رېل ګاډي کې د اور لګېدو په پېښه کې ۵۹ هندو زایرینو د مرګ نه پس په ګجرات کې فسادات شروع شول. د دې پېښې په سر ۳۱ مسلمانانو ته د قتل او د مجرمانه سازش په الزاماتو سزاګانې ورکړی شوې.

د بي بي سي په دستاوېزي فلم کې د برطانيي د خارجه وزارت د خفیه رپورټ له قوله وېل شوي چې نا معلومه سرچینو ورته ویلي وو چې مودي د پولیس لوړ رتبه چارواکو ته امر کړی و د مسلمانو خلاف د انتها پسند هندو ډلو په تشدد کې دې مداخلت نه کوي.

د برطانيې خارجه وزارت رپورټ کې وېل شوي چې په ګجرات کې تشدد په سیاسي بنیادونو راپارول شوی و چې د هندوانو علاقې د مسلمانانو نه پاکول وو.

رپورټ وویل: په تشدد کې د نسل کشۍ نخښې نښانې موجودې دي، او دا فسادات په داسې ماحول کې ترسره شوی چې حکومت جوړ کړی و او نرندره مودي يې نېغ په نېغه ذمه وار دی.

په ګجرات کې د تشدد په سر امریکې په مودي د لږ وخت دپاره د سفر پابندي لګولې وه. مودي د ۲۰۰۱ نه تر د ۲۰۱۴ پورې د وزیراعظم جوړېدو نه مخکې د ګجرات وزیراعلا و.

د هندوستان سپریم کورټ د ګجرات په فساداتو کې د مودي او د نورو چارواکو کردار د تحقیقاتو دپاره خصوصي ډله ګمارلې وه. په کال ۲۰۱۰ کې دغې ډلې وویل داسې څه شواهد يې و نه موندل چې په بنیاد يې د مودي خلاف عدالتي قدامات کېدلی شي.

ګپتا وویل د هندوستان مختلفو وزارتونو د بي بي سي د دستاوېزي فلم کتنه کړې او دا یې موندلي چې دا د هندوستان په سپریم کورټ د ولس اعتماد کمزوری کوي، د هندوستان د مختلفو قومونو ترمنځ اختلافات پېدا کوي او بې بنیاده الزامات لګوي.

ګپتا زیاته کړه "د بي بي سي زهرجنه پروپګېنډا د هندوستان خپلواکي او سالمیت ته نقصان رسوي، نورو ملکونو سره د هندوستان تعلقات او د ملک دننه نظم او ضبط خرابولی شي."

یادونه: د دې خبر معلومات د ای اېف پي خبري ادارې د رپورټ نه اخیستل شوي دي