خېبر پښتونخوا لپاره پينځلس کسیزه نګران کابینه ټاکل شوې خو سختې نیوکې پرې روانې دي

په خیبر پښتونخوا صوبه کې دنګران حکومت لپاره پینځلس کسیزه کابینه اعلان کړل شوې ده خو دپښتونخوا ستر سیاسي ګوند پاکستان تحریک انصاف، خبریالانو اؤ څېړونکو په دې کابینه کلکې نیوکې کړي اؤ وایي کابینه کې زیاتره هغه کسان اخستل شوي چې یا خو پیسه دار دي اؤ یا ورته دجمعیت علماء اسلام ګوند ملاتړ ترلاسه دی.

دچهارشنبې په ورځ دخیبر پښتونخوا صوبې ګورنر دپینځلس کسېزې نګران کابینې اعلامیه جاري کړې ده چې پکې دعبدالحلیم قصوریه،سید مسعود شاه،حامد شاه،سوال نظیر ایډوکیټ،بخت نواز، فضل الهي،عدنان جلیل، صفي الله خان،شاهد خان خټک ،غفران،خوشدل خان ملک،تاج محمد اپریدي،محمدعلي شاه، جسټس (ر)ارشاد قیصر اؤ منظور خان اپریدی نومونه شامل دي.

په سمدستي توګه لا دغو نګران وزیرانو ته محکمې نه دي ورکړل شوي خو په ټولنیزو رسنیو کابینه کې په شاملو وزیرانو کلکې نیوکې شوي اؤ ویل شوي چې زیاتره هغه کسان کابینه کې د وزیرانو په نوم اخستل شوي چې یا خو پیسه لري اؤ یا دسیاسي اؤ بارسوخه کسانو دکورنیو غړي دي.

په خېبر پښتونخوا کې دتېر واکمن ګوند پاکستان تحریک انصاف ویاند شوکت یوسفزئ دنګران کابینې په اړه خپل غبرګون کې ویلي داپوزیشن مشرانو خپلوان کابینه کې شامل کړل شوي چې له دې امله دبې پلوه ټاکنو عمل اغېزمن کیدای شي.

هغه ویلي ددوي ګوند تحریک انصاف سره دکابینې په ټاکنه کې هیڅ مشوره نه ده شوې اؤ وایي په دې کابینه کې بیوروکریټس،ټیکنو کریټس اؤ بې پلوه خلک اخستل پکار وؤ .

خبریال لحاظ علي دګورنر لخوا دنګران کابینې خپره شوې اعلامیه په ټویټر خبره کړې ده اؤ لیکلي یې دي چې په دې کابینه کې یو تن هم کروړ پتي نه شته بلکې ټول ارب پتیان دي.

خبریال فدا عدیل په ټویټر لیکلي دنګران کابینې غړی پخوانی دپولیسو مشر سید مسعود شاه دنګران وزیراعلا اعظم خان خیښ یا خپلوان دی اؤ دکابینې بل وزیر حاجي غفران دپخواني ګورنر سردار مهتاب احمد خان خیښ اؤ د پخواني ایم پي ای سردار شمعون خسر دی.

څېړونکي اؤ خبریال عرفان خان بیا پخپل ټویټ کې لیکلي چې ددې کابینې جوړښت کې پیسې خپل کار ښودلی دی اؤ پوښتنه یې کړې ده چې دا نګران کابینه ده که دسرحد یا وفاقي چیمبراف کامرس عهداران دي؟

خبریال طارق وحید بیا صوبه کې نګران حکومت ته دجمعیت علماء اسلام ګوند دغیراعلانیه نګران حکومت حکومت دجوړښت نوم ورکړی اؤ وایي په صوبه کې ګورنر دجمعیت علماء اسلام دی، نګران وزیراعلا هم ددې ګوند په سپارښتنه ټاکل شوی اؤ اوس په پینځلس کسیزه کابینه کې هم نیم غړي دجمعیت علماء اسلام په سپارښتنه اخستل شوي دي.

دخېبر پښتونخوا ګورنر یا جمعیت علماء اسلام ګوند تر اوسه په نګران کابینه شوؤ نیوکو ته څه ځواب نه دی ویلی اؤ نه هم مرکز کې واکمن ایتلاف پي‌ ډي ایم په دې هکله خپل دریځ روښانه کړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې صوبه کې دتحریک انصاف ګوند له لوري دخپل حکومت ختمولو نه وروسته تېره ورځ الیکشن کمیشن دخیبر پښتونخوا ګورنر ته یو لیږل شوي لیک کې سپارښتنه کړې ده چې داپریل په میاشت کې باید دصوبایي پارلیمان لپاره دټاکنو عمل ترسره کړي.

دپاکستان دایین ترمخه دصوبایي اسمبلۍ له ماتېدو وروسته الیکشن کمیشن ذمه واري لري چې په دریوؤ میاشتو کې انتخابات وکړي خو په پاکستان کې ځېنې څېړونکي داسې اندېښنې هم ښایي چې کیدای شي دمختلفو وجوهاتو په بنیاد په پنجاب اؤ خیبر پښتونخوا صوبو کې دنګران حکومتونو مودې وغځول شي.