کابل:طالبانو دکانکور ازموینه کې دنجونو په ګډون بندیز ولګولو

په افغانستان واکمنو طالبانو تر نامعلومې مودې پورې په خصوصي پوهنتونونو کې نجونو ته د داخلې په ازموینو کې د ګډون داجازې نه ورکولو امر کړی دی.

د طالبانو د لوړو زده کړو د وزارت ویاند ضیاء الله هاشمي د شنبې په ورځ امریکا غږ ته ومنله چې دوی د ټول هیواد په کچه خصوصي افغان پوهنتونونو ته یو لیک استولی چې د راتلونکي پسرلي سمستر لپاره دې دکانکور ازموینو کې د ښځینه زده کوونکو د ګډون مخه ونیسي.

د داخلې ازموینې به د فبروري په پای کې ترسره شي. په لیک کې خبرداری ورکړل شوی هغه پوهنتونونه چې دا فرمان پلي نه کړي له قانوني چلند سره به مخ شي.

اګست ۲۰۲۱م کې په حکومت له قبضې کولو وروسته طالبانو د ښځو پر حقونو او ازادۍ پراخ محدودیتونه لګولي، هغوی یې په ډېرو برخو کې له کارونو ویستلي او پارکونو، جیمونو او عامه حمامونو له تګ یې منعې کړي دي.

ددې ترڅنګ طالبانو انجونې له شپږم ټولګي ور په اخوا ثانوي ښوونځیو ته د تللو څخه منعې کړې دي.

تېره میاشت ستخت دریځه طالب واکمنانو په ناڅاپي ډول پوهنتونونه د ښځینه محصلینو پر مخ تړلي وو، او ښځې یې په ملي او نړیوالو غیر دولتي موسسو کې له کار کولو منعې کړې وې.

دطالبانو لخوا په ښځو لګیدلو دې وروستيو بندیزونو په نړیواله کچه دطالبانو پرضد غصه راپارولې او په سمدستي توګه ددې بندیزونو دلرې کولو غوښتنې زور نیولی دی.

د ملګرو ملتونو د بشردوستانه چارو مشر مارتین ګریفیتس دتېرې اوونۍ په پیل کې د افغانستان پلازمینې کابل ته سفر کړی ؤ ترڅو طالبان وهڅوي چې په ښځینه مرستندویه کارکوونکو لګیدلي بندیز لیرې کړي .

هغه پخپل دغه سفر کې خبرداری ورکړی ؤ چې دابندیزونه په جګړه ځپلي هیواد کې د اوږدې وچکالۍ په ترڅ کې بشري پروګرامونه کمزوري کوي.

تېره اوونۍ د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیاله آمنه محمد د یوه لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ افغانستان ته تللې وه او د طالبانو له لوړ پوړو چارواکو سره یې د ښځو او نجونو د حقونو په اړوند لیدنې کړې وې.

د بشري حقونو د اندېښنو او ښځو سره د طالبانو دناوړه چلند له امله تر اوسه دنړۍ یو هیواد هم دطالبانو حکومت په رسمیت نه دی منلی.

اؤ څېړونکي وایي په ښځو دطالبانو لخوا ورځ تر بلې دلګول کیدونکو بندیزونو یو مقصد دا هم دی ترڅو له دې لارې طالبان دنړۍ هیوادونه دیته مجبور کړي چې د دوي حکومت په رسمیت ومني