د پاکستان مرکزي حکومت کې دشریک پاکستان پیپلز ګوند خیبر پښتونخوا څانګه وایي ترهګرو ته دبیا راستنیدو لاره دعمران خان په حکومت کې ورکړل شوې اؤ دصدرعارف علوي لخوا په بخښنې ورکولو د ټي ټي پي مهم ترهګر له بنده خلاص کړل شوي دي ځکه نو دپېښور دترهګریز برید مقدمه باید په پخواني وزیرعمران خان اؤ دهیواد په صدر عارف علوي درج کړل شي.
دپیپلز ګوند دخیبر پښتونخوا ویاند اؤ دصوبایي پارلیمان پخواني غړي ښاغلي امجد اپریدي ویلي دي نن چې تحریک انصاف ګوند دامن غوښتنه کوي نو پوښتنه دا راولاړیږي چې دوي امن دچانه غواړي ځکه چې دبدامنۍ خورولو لپاره خو پخپله دتحریک انصاف په حکومت کې ترهګرو سره تړونونه اؤ مذاکرات کیدل.
خو دتحریک انصاف ګوند مشر اؤ پخواني وزیراعظم ښاغلي عمران خان بیا موجوده حکومت دترهګرۍ دخوریدو ذمه وار بللی دی اؤ ویلي یې دي شهباز شریف تر خپلې پوزې لاندې ترهګرۍ خوریدو ته اجازه ورکړې ده.
دخالي په ورځ پېښور پریس کلب کې یو مطبوعاتي کانفرنس ته خپله وینا کې دپیپلز ګوند دخیبر پښتونخوا ویاند ښاغلي امجدخان اپریدي دپېښور پولیس لاین په جومات دشوي هغه برید ذمه وار پاکستان تحریک انصاف ګوند ګرځولی چې دچارواکو په وینا 84نمونځ ګزار پکې وژل شوي اؤ تر دوؤ سوؤ زیات ژوبل شوي دي.
دهغه وینا وه چې دعمران خان په واکمنۍ کې دکال 2013نه تر2019م خیبر پښتونخوا کې دترهګرۍ په پېښو کې 692 کسان وژل شوي اؤ په زرګونو نور ژوبل شوي دي.
نوموړي وویل خیبر پښتونخوا کې دترهګرۍ دچټک شوي بهیر دمخنیوي لپاره په نیشنل ایکشن پلان عمل کول ضروري شوي دي اؤ دترهګرو دچقولو لپاره سختو ګامونو اخستو ته اړتیا ده.
ویاند وویل پرون چې کله په ملک کې دتحریک انصاف حکومت ؤ نو دخیبر پښتونخوا صوبې دحکومتي ویاندبیرسټر سیف په مشرۍ کابل کې دټي ټي پي دترهګرو سره دسولې مذاکرات اؤ تړونونه کیدل اؤ عمران پخپله منلې ده چې هغه دقابو اوو زرو ترهګرو هیواد ته دبیا راستنولو لپاره کار کولو.
هغه وویل دعمران خان اؤ صدر عارف علوي پرضد باید دپېښور دچاودنې مقدمه درج کړل شي اؤ هم دې ددې حقیقت معلومولو لپاره دپلټنو یو ګډ پلاوی جوړ کړل شي چې دعمران خان په حکومت کې تحریک طالبان پاکستان سره مذاکرات دچا په وینا کیدل.
خو پخواني وزیراعظم عمران خان په ټویټر خپل یو بیان کې دترهګرۍ دموجوده پېښو پړه په موجوده حکومت ور اړولې ده او ویلي یې دي هغه حیران دی څنګه موجوده حکومت دخپلې پوزې لاندې دترهګرۍ خوریدو اجازه ورکړې ده.
تر دې وړاندې هم عمران خان په هغه دحکومت لخوا کیدونکو نیوکو ته غبرګون کې ویلي وؤ دهغه په حکومت کې ترهګري کنټرول وه دا چې اوس یې موجوده حکومت نه شي کنټرول کولی ددې جواب باید دموجوده واکمنانو نه وغوښتل ښي.
کله چې وي او ای ډیوه پر دغه مهال دښاغلي امجد اپریدي نه وپوښتل اوس چې دپیپلز ګوند مشر بلاول بوټو دهیواد خارجه وزیر دی نو دپاکستان خارجه پالیسي یې تر کومې داسټیبلشمنټ داثر نه خلاصه کړې ده؟ ،هغه وویل پیپلز اوس دهیواد خارجه پالیسي دترهګرو نه بلکې دهیواد دګټو نه چاپیره چورلي .
هغه وویل خارجه وزیر بلاول بوټو زرداري په هر فورم دامن خبره کوي اؤ لکه دعمران خان دترهګرو په پښو کې ناست نه دی بلکې په ډاګه دترهګرۍ مخالفت کوي.
ډیوه چې کله سیندصوبه کې د واکمن پیپلز ګوند دخیبر پښتخواڅانګې له ویاند وپوښتل که دموجوده مرکزي حکومت په پالیسیو داسټیبلشمنټ اثر نه شته نو بیا ولې دکراچۍ په زندان کې بندي دپاکستان دقامي اسمبلۍ غړی علي وزیر دعدالت لخوا دضمانت باوجود هم له بنده نه راخوشې کیږي؟ نو ښاغلی امجد اپریدی ددغه پوښتنې جواب ته لاجوابه پاتې شو اؤ وي ویل په دې اړه هیڅ نه شي ویلی اؤ نه ورته معلومات شته.
تر دې وړاندې دپيپلز ګوند مشر اؤ دهیواد خارجه وزیر بلاول بوټو هم نیغ په نیغه په پخواني وزیراعظم عمران خان نیوکې کړې وې چې هغه دخپلې واکمنۍ په موده کې له ویرې دترهګرو په پښو کې ناست ؤ هغوئ ته یې بهتې اؤ پیسې ورکولې اؤ دترهګرو مهم کمانډران یې له زندانونو خوشې کړې دي.
خو عمران خان دې تورونو ته په ځواب کې ویلي هغه دسولې اؤ امن له خاطره غوښتل افغانستان نه دپینځوؤ زرو نه نیولي تر اوو زرو جنګیالي راستانه کړي ترڅو هغوئ دلته دپاکستان دایین اؤ قانون لاندې سوله ییز ژوند پیل کړي.
د پاکستان تحریک انصاف ګوند مشر او مخکني وزیراعظم عمران خان د کال 2021 د اکتوبر په لومړۍ نېټه د ترکي له ټي آر ټي ورلډ ټیلي ويژن سره په مرکه کې ويلي وو"د ټي ټي پي مختلفې ډلې دي چې په هغوی کې ځینې یې غواړي د سولې لپاره زمونږ له حکومت سره خبرې وکړي. مونږ له دوی سره په خبرو اخته یو، دا د روغې جوړې او پخلاینې مرحله ده".
له عمران خان څخه پوښتنه شوې وه چې له پاکستاني طالبانو به غواړي چې وسلې کښېږدي؟، ده یې په جواب کې وویل "هو، بیا به مونږ دوی وبخښو او دوی به عادي وګړي شي".
د يادو خبرو په لړ کې د ټي ټي پي سره خبرو دپاره د پاکستان نه کابل ته پلاوي تللي خو د دغو خبرو کومه نتيجه مخې ته نه وه راغلې او تير کال د نومبر په مياشت کې بيا ټي ټي پي د پاکستان د حکومت سره کړې ډز بندي ختمه کړې او بريدونه يې پېل کړي چې تراوسه دوام لري.