د پېښور برید؛ د پلټنو ډله وایي د ځانمرګي تن په اړه مهم معلومات په لاس ورغلي

دپېښور دځانمرګي برید په پلټنو بوختې ډلې دعوه کړې ده چې دپېښې په پلټنو کې یې زیات پرمختګ کړی اؤ دځانمرګي تن په اړه مهم معلومات په لاس ورغلي دي.

په عین حال کې دپښتونخوا پولیسو اعلان کړی چې که دپېښور برید کې دلاس لرونکو په اړه څوک پولیسو ته کره معلومات ورکړي نو لس میلیونه یا یو کروړ روپۍ انعام به ورکول کیږي.

د نهې- سه شنبې په ورځ دپولیسو مهمو سرچینو وي او ای ډیوه ته ویلي چې په 30مه جنورۍ دپېښور په پولیس لاین جومات کې دشوي ځانمرګي برید په پلټنو بوختې ډلې ته مهمې کامیابۍ په لاس ورغلي اؤ ډیر زر به ددې برید ترشا ککړ کردارونه دقانون منګولو ته راکش کړل شي.

سرچینې دتحقیقاتي ډلې له خولې وایي چې دوي ته دپلټنو په مهال دې برید کې د وژل شوي ځانمرګي تن زوړ ریکارډ په لاس ورغلی دی چې دهغې له مخې دغه ځانمرګي تن ایاز مومند نومیدو اؤ دمومند قبایلي ضلعې دحلیم زو تحصیل سره یې تعلق لرلو .

په پلټنو کې روښانه شوې ده چې یاد تن له دې وړاندې هم دمومند ضلعې دسرښار غلنۍ په کرکټ لوبغالي کې دوه کسان وژلي وؤ.

دپلټنیزې ډلې په وینا ددغو دوؤ کسانو له وژنې وروسته سیمه ییزې قبایلي جرګې دایاز مومند دکور ړنګولو پرېکړه کړې وه اؤ ځایي انتظامیې اؤ دایف سي ځواکونو دهغه کور ړنګ کړی ؤ.

خو پلټنو کې راغلي چې ځایي جرګې ایاز مومند قانون ته نه ؤ سپارلی اؤ هغه له دغې پېښې وروسته افغانستان ته تښتېدلی ؤ.

دپلټنو له مخې افغانستان ته له تښتېدو وروسته ایاز مومند دتندروه وسله والو دډلې جماعت الاحرار په لیکه کې شامل شوی ؤ اؤ بیا په کال 2012م کې دپاکستان امنیتي ځواکونو نیولی هم ؤ.

خو پلټنې وایي چې له نیول کیدو وروسته هغه په کال 2018م کې عدالت په ضمانت خوشې کړی ؤ.

دا ټول معلومات که هرڅو دپېښور دځانمرګي برید په پلټنو بوختې ډلې په رسمي ډول مخې ته نه دي راوړي خو پېښور کې دجنایي جرمونو په اړه یو وتلی خبریال خالدالرحمان وایي چې دپلټنو ډلې سره تر دې ور اخوا نور هم زیات معلومات شته خو هغه لا فعلاً مخې ته نه راوړي.

ډیوه سره خبرو کې ښاغلي خالد الرحمان وویل دپلټنو ډله خپل معلومات په برخو،برخو کې رسنیو ته د سرچینو له قوله ورکوي اؤ هغه وایي چې ددې پېښې نه سمدستي وروسته دپلټنو ډله بریالۍ شوې وه چې دپېښې ترشا مهمو کردارونو ته دځان رسولو لپاره لاره هواره کړي.

دا په داسې حال کې ده چې پرون د دوشنبې په ورځ دخیبر پښتونخوا پولیسو دپېښور ځانمرګي برید کې دککړ ځان وژونکي عکس هم خپور کړی اؤ دهغه په اړوند معلوماتو ورکوونکو لپاره یې د لسو میلیونو روپو دانعام اعلان کړی دی.

په 30مه جنورۍ دپېښور پولیس لاین په جومات کې په ترسره شوي دې ځانمرګي برید کې وړومبی حکومت د102 کسانو د وژل کیدو پخلی کړی ؤ خو وروسته بیا دخیبر پښتونخوا دپولیسو مشر معظم جاه انصاري وویل پېښه کې84 کسان وژل شوي دي.

پولیسو دې پېښه کې د وژل شوي ځانمرګي تن سي سي ټي وي فوټیجز یا ویډیوګانې هم رسنیو ته جاري کړې دي چې پکې لیدل کیږي دغه ځانمرګي تن دپولیسو دریشي اغوستې اؤ په یو موټر سایکل پولیس لاین ته ځان رسوي.

په پلټنو کې دا هم ویل شوي چې هغه په کوم موټر سایکل پولیس لاین ته تللی ؤ دغه موټر سایکل تیرکال ددسمبر اؤ سږکال دجنورۍ په میاشتو کې دوه ځله د پېښور په سرکۍ بازار کې خرڅ شوی دی.

پولیس سرچینې وایي چې په پلټنو بوختې ډلې د موټر سایکل خرڅونکي هم نیولي دي اؤ وایي دې کې یو هغه تن هم شامل دی چې ددې موټر سایکل له خرڅولو پینځه ورځې وروسته یې دپاسپورټ جوړولو هڅه کړې ده.

دپولیسو په وینا دغه نیول شوی تن مزدور دی اؤ دپولیس لاین په کوم جومات کې چې دا چاودنه شوې په هغې کې یې دیاړي هم کړې ده.