امنیتي سرچینو دعوه کړې ده چې دخېبر پښتونخوا په لکي مرت سیمه کې پوځ اؤ پولیسو دترهګرو پرضد ګډ عملیات کړي چې پکې لږ تر لږه 12 ترهګر وژل شوي دي.
دشورو یا چهارشنبې په ورځ دسیمې نه امنیتي سرچینو ډیوه ته ویلي د وژل شوؤ ترهګرو تعلق دتحریک طالبان پاکستان د اظهر الدین ډلې سره دی .
دپاکستان پوځ په رسمي توګه ددې عملیات په اړه څه نه دي ویلي اؤ نه هم دټي پي پي له لوري کوم غبرګون مخې ته راغلی دی.
سرچینې وایي دټي ټي پي داظهرالدین ډلې وسله وال د دسه شنبې اؤ پنجشنبې په منځ شپه لکي مروت نه د ټانګ لوري ته په یو ګاډي کې روان وؤ چې پر دغه مهال یې دامنیتي ځواکونو سره نښته شوې ده.
دسرچینو وینا ده چې د وسله والو ډزو کې پوځ اؤ پولیسو ته کوم زیان نه دی اوښتی خو وایي پولیسو د ترهګرو ګاډی په راکټ لانچر ویشتلی چې په نتیجه کې یې 12 وسله وال وژل شوي دي.
دغه امنیتي سرچینې وي او ای ډیوه سره د وژل شوؤ ترهګرو عکسونه هم شریک کړي چې په هغې کې لیدل کیږي داکثرو وسله والو مړي سوځیدلي اؤ له پیژندګلو وتلي دي.
امنیتي چارواکو دعوه کړې ده چې د ټي ټي پي اظهرالدین ډله لکي مروت کې دپولیسو پرضد دترهګرۍ ګڼ شمیر پېښو کې ککړه وه اؤ دوئ تیرکال د دسمبر میاشت کې شپږ پولیس هم وژلي وؤ.
دا په داسې حال کې ده چې چارواکي وایي په لکي مروت کې د وسله والو ضد عملياتو سر ته رسولو سره لارې، سړکونه او دموبایل سروس یو ځل بیا پرانستل شوي دي، خو د 26مې جنورۍ څخه پېل شوو ددې عملياتو په اړه کوم تفصیل یې مخې ته نه دی راوړی.
په سیمه کې امنیتي چارواکو په وروستیو کې ویلي وو د لکي مروت ښار سره نزدې په احسان پور سیمه کې د وسله والو د شتون کره معلوت ترلاسه کړی شوي چې په دې سیمه کې پټې ځالې لري او له دغه ځایه د ناامنۍ منصوبې جوړوي.
خو دنهې په ورځ دلکي مروت پولیسو ویاند شاهد حمید وي او ای ډیوه ته ویلي،د «احسان پور» سیمه کې کامیاب عملیات شوي او ټوله سیمه امنیتي عسکرو په خپل واک کې اخستې ده.
هغه ویلي په عملیاتو کې ټوله سیمه پاکه کړل شوې او علاقې نه اضافي نفري واپس کړل شوې دہ.
تحریک طالبان پاکستان د دې عملیاتو په پایله کې پاکستاني پوځ ته د مرګ ژبلو اړولو دعوه کړې. خو دغه دعوه په ازاده کچه نه ده تصدیق شوې.
احسان پور د لکي مروت ښار سره نزدې د کورم سیند په غاړه په څو کلوميټرہ مشتمله زرخېزه سیمه ده.
د سیمې خلک وایي د عملیاتو پرمهال د دغه سیمې خلک په کورونو کې بند ساتل شوي او عملیاتو کې فصلونو او ونو بوټو ته زیان اوښتی دی.