د افغانستان په شمال ختیځ ولایت تخار کې طالبانو د ښځو د حقونو یوه فعاله پریسا مبارز او دهغې ورور نیولي دي. طالبانو لا د هغوی د نیولو تایید یا تردید نه دی کړی.
دمیډیا رپورټونو له مخې په تخار ولایت کې د ښځو د حقونو د ژغورنې غورځنګ بنسټ ایښودونکې پریسا مبارز او دهغې ورور د شنبې په ورځ له خپل کور څخه نیول شوي دي.
افغانستان لپاره دملګرو ملتونو ځانګړي استازي رچرډ بینیټ اؤ دښځو دحقونو لپاره په مبارزه بوختو ګڼو نورو شخصیاتو دپریسا مبارز اؤ دهغې د ورور نیول کیده په کلکه غندلي اؤ په سمدستي توګه یې دهغوئ دخوشې کولو غوښتنه کړې ده
دنیول شوې پریسا مبارز خور مونسه مبارز رسنیو ته په لیږل شوي یو آډیو پیغام کې د خپلې خور اؤ ورور د خوشې کیدو غوښتنه کړې ده.
د ښځو اعتراضیه غورځنګ څه دباندې له یو کال راهیسې په افغانستان کې پر ښځو او نجونو د طالبانو د بندیزونو پر ضد مظاهرې کوي.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي ریچرډ بینیټ دغه نیونې په کلکه غندلي او په ټویټر یې خپل یو بیان کې د هغوی د سمدستي او په غیر مشروط ډول دخوشې کیدو غوښتنه کړې ده.
دبشري حقونو فعالې اؤ سیاسي څېړونکې شبنم نسیمي هم د پریسا مبارز اؤ دهغې د ورور نیول کیدل غندلي اؤ په ټویټر یې لیکلي پریسا مبارز افغانستان کې دنجونو پر زده کړو دبندیز خلاف دطالبانو پرضد لاریون وکړو چې له هغې وروسته طالبانو تخار کې دهغې په کور چاپه ووهله اؤ پریسا مبارز اؤ دهغې ورور یې ونیول.
هغې له خلکو غوښتنه کړې ده چې ددې نیونو پرضد غږ پورته کړي.
طالبانو لا په سمدستي توګه په دې اړوند څه نه دي نیولي اؤ نه یې هم دملګرو ملتونو داستازي څرګندونو ته څه غبرګون ښودلی دی.
په دویم ځل واک ته له رسیدو وروسته طالبان په افغان ښځو یو شمیر بندیزونه لګولي ،دنجونو ښوونځي اؤ پوهنتونونه یې تړلي دي ،ښځې یې پارکونو،حجامونو او جمونو ته تګ منعې کړي اؤ هم یې داین جي او ګانو کې دمیرمنو په کار کولو بندیز لګولی دی.
طالبانو دخپلو دغو اقداماتو پرضد دمیرمنو لخوا دتېرکال راهسې دکیدونکو احتجاجونو مخه هم په زوره نیولې ده.