د ټیکسونو لوړېدو سره به پاکستان کې د کومو شیانو بیې لوړې شي؟

په پاکستان کې مرکزي حکومت دبجټ نه وړاندې د350 څخه په زیاتو شیانو د سیلز ټیکس کچه د17 فیصدو څخه 18 فیصدو ته سیوا کړې ده اؤ په سګریټو لګیدلې مالیا یې هم دنیمایي نه زیاته سېوا کړې ده چې ورسره به د ورځنۍ اړتیا دګڼ شمیر شیانو بیې په بره لاړې شي.

دامدنۍ مرکزي بورډ یا ایف بي ار د اضافه شوي سیلز ټیکس اؤ ایف ای ډي‌ وصولي هم پیل کړې ده اؤ په دې اړه یې بیلابیلې اعلامیې خپرې کړې دي.

دپاکستاني مطبوعاتو له مخې په ډبو کې بندو په ټولو شیانو دخرڅون ټیکس د17 نه 18 فیصدي ته لوړه کړل شوی چې له مخې به یې خوراکي تیل، بسکټ،دمیک اپ سامانونه،صابونونه،شیمپوان،ټوټ پیسټ،دماشومانو دلوبو شیان،چاکلیټونه ،نوډلز اؤ کریم ګرانیږي.

ددې سیلز ټیکس سیوا کیدو له وجې به د ویښتانو د رنګ،لیپ ټاپونو،موبایل فونونو،ټي وي ګانو،ایل ائ ډیز،جوسرو،دحجامت دسامان اؤ سوونو نورو الیکټرونکس شیانو بیې په بره ځي.

همدا شان د پرفیوم اؤ برانډډ عطرو ، دګاډو د شیمپوانو اؤ د ګاډو ځلولو د کریمو بیې به هم د سیلز ټیکس لوړولو سره سیوا کیږي.

دپاکستان دخزانې وزیر ښاغلي اسحاق ډار د چهارشنبې په ورځ پارلیمان ته دنوؤ د170 اربو روپو دنوؤ ټیکسونو لګولو مني یا وړوکی بجټ وړاندې کړی دی.

دعام بجټ نه وړاندې دا وړوکی بجټ وروسته له هغې حکومت مخې ته راوړی چې دپاکستاني روپۍ نرخ زیات وغورځېدو اؤ دپاکستان مرکزي بینک سره دبهرنیو اسعارو پرته ذخیره هم د دریوؤ اربو ډالرو نه په ښکته لاړه .

په نهمه فرورۍ دپاکستان مرکزي بینک ویلي وؤ ددغه هیواد داسعارو ذخیره دتېرو نهو کالو اؤ دریوؤ میاشتو تر ټولو ټیټې کچې ته راغلې اؤ دا مهال پاکستان یوازې د دوؤ اربو،96 کروړو اؤ 30لکو ډالرو ذخیره په لاس کې لري.

څېړونکي وایي پاکستان ته به راتلونکو پینځوؤ میاشتو کې د نهو ته تر لسو اربو ډالرو پورې بهرنۍ قرضې ستنول وي چې په ظاهره یې پاکستان د ستنولو توان نه لري.

پاکستان د سقوط ګواښونو سره دمخ خپل اقتصاد سمبالولو په غرض نړیوالې مالیاتي ادارې ائ ایم ایف نه دپور دپاتې پیسو ترلاسه کولو هڅې کوي اؤ ایي ایم ایف ورته دشپږ بیلینه ډالرو د پور دپاتې پیسو ورکولو لپاره دټیکسونو دلمنې پراخولو اؤ په یو شمیر شیانو د رعایتونو ختمولو شرطونه ایښودي دي.

تر دې دمخه حکومت دګیس ،بجلۍ اؤ پټرولو نرخونه هم سیوا کړي دي اؤ څېړونکي وایي چې ددې په نتیجه کې به دپاکستان دننه ګراني په راتلونکي وخت کې نوره هم زیاته شي