دپاکستان ددفاع وزیر خواجه اصف منلې ده چې هیواد یې دیوالیه شوی دی او وایي "مونږ د یو دیوالیه هیواد اوسېدونکي یو".
د خالي- شنبې په ورځ په سیالکوټ ښار کې د یو شخصي کالج له لوري راجوړې شوې دستورې ته خپله وینا کې ددفاع وزیر دچا له نوم اخستو پرته ویلي یو نیم کال وړاندې ترهګر خپلې خاورې ته راوستی شول او دلته اباد کړی شول.
ښاغلي اصف دهیواد ددیوالیه کیدو دا اعتراف په داسې حال کې کړی چې دپاکستان کې یو وارې بیا نه یوازې دترهګرۍ بهیر چټک شوی بلکې اقتصادي بحران هم پکې ورځ تر بلې کړکیچن کیږي.
دامهال دپاکستان دبهرنیو اسعارو زیرمې تر دریوؤ اربو ډالرو هم په ښکته تللي دي اؤ څېړونکي وایي اؤ په راتلونکو څو میاشتو کې به پاکستان ته د اصل قرضو او د سود تر نهو اربو ډالرو زیاتې پیسې ستنول وي.
ددفاع وزیر دستورې ته د وینا په مهال وپوښتل "چا داسې لوبه وکړه چې ترهګري زمونږ نصیب جوړ شو؟ "اؤ دکراچۍ ترهګریزې پېښې ته یې په اشارې سره وویل پرون هم ټوله شپه امنیتي ځواکونو په مقابله کې تېره کړې ده.
د پاکستان دننه په پوځ اؤ دعمران خان په پخواني حکومت دې نیوکو زور نیولی چې تېرکال یې طالبانو سره مذاکرات وکړل اؤ هغوئ یې بېرته پاکستان ته راوګرځول چې له امله یې نن یو وارې بیا پاکستان کې دترهګرۍ بهیر چټک شوی دی.
د خارجه چارو وزیر بلاول بوټو تېره میاشت ویلي وؤ عمران خان طالبانو ته په پښو کې ناست و اؤ دامن سوالونه یې ورته کول اؤ دهغوئ مهم کمانډران یې له جېلونو خوشي کړي چې نن دغه ګامونه پاکستان کې دترهګرۍ د ودې سوب ګرځیدلي دي.
عمران خان پخپله هم منلې ده چې هغه پخپله واکمنۍ کې افغانستان څخه د زرګونو وسله والو د بېرته راستنولو په پروګرام کار کولو خو ددې ترڅنګ هغه وایي دترهګرۍ ذمه واري دده په تېر حکومت ځکه نه شي اچول کیدای چې که ترهګر بیا منظم کیدل نو دهیواد پوځ اؤ استخباراتي ادارې چرته وې اؤ د دوي مخه یې ولې نه نیوله؟
ددفاع وزیر خواجه اصف ویلي "نن چې زمونږ دهیواد کوم حالات دي نو مونږ د یو دیوالیه هیواد اوسیدونکي یو،تاسو به اوریدلې وي چې هیواد دیوالیه کیږي ، خو په اصل کې دیوالیه شوی دی"
دهغه وینا وه چې مونږ دخپل کور انګڼ ته ترهګري پخپله راوړې ده.
"یو نیم کال وړاندې هغوي(ترهګر) دهیواد خاورې ته په دې وینا یو وارې بیا راوستی شول چې دا امن خوښي خلک دي اؤ دپاکستان دایین اؤ قانون لاندې به ژوند کوي"
نوموړي وویل خو نن هیواد کې یو وارې بیا دترهګرۍ بهیر چټک شوی دی اؤ حتی تېره شپه هم امنیتي ځواکونو ترهګرو سره په مقابله کې تېره کړې ده