د پاکستان او افغانستان په ګډون نن د نړۍ په ګڼ شمیر هیوادونو کې د مورنۍ ژبې نړېواله ورځ په داسې حال کې نمانځل کیږي چې څېړونکو د روانې پیړۍ تر پای نړۍ نه د 1500 ژبو د ورکېدو اندېښنې ښودلې دي.
څېړونکي دا هم وایي چې د ژبو په شخړه مات شوی پاکستان نن هم د وړو ژبو وجود منلو ته تیار نه دی.
خو د څېړونکو په اند، پاکستان کې د ریاست لخوا وړو ژبو سره کیدونکي ناروا سلوک واړه قامونه هم د خپلو ژبو د بقاء جنګ ته چمتو کړي او د نور کله په پرتله اوس پښتانه، بلوڅان، سراییکیان او نور واړه قامونه د خپلو مورنیو ژبو پالنې ته زیات بېدار ولاړ دي.
په پاکستان، په ځانګړي توګه خېبر پښتونخوا او بلوچستان ایالتونو کې نن په 21مه فرورۍ ګڼ شمیر سیاسي ګوندونو، ولسي تحریکونو، ادبي تنظیمونو او مدني ټولنې د مورنۍ ژبې پښتو په پلوۍ د غونډو، سیمینارونو او مباحثو تابیا کړې ده.
پښتو د پاکستان دویمه لویه ژبه
پښتو په پاکستان کې دویمه لویه او د 18.24 فیصد خلکو مورنۍ ژبه ده. په اوله شمېره پنجابي ده چې د پاکستان بیورو آف سټیټسټکس د شمېرو ترمخه د 38.87 فیصدي پاکستانیانو مورنۍ ژبه ده.
اردو، چې دپاکستان قومي ژبه ټاکل شوي ده، د پنجابۍ او د پښتو نه وروسته په پینځمه درجه ده چې 7.08 فیصد خلک یې د مورنۍ ژبې په توګه وايي خو د دې باوجود هم د پاکستان پښتون میشتو سیمو کې اردو د مکتب او دفتر ژبه ده او پښتو د مکتب، دفتر او د روزګار د ژبې حیثیت نه لري.
پاکستان کې مورنۍ ژبې پښتو، سندهي، بلوڅي او آن تر دې چې د پنجابي قام مورنۍ ژبه پنجابي هم په دفتر او سکول کې د اردو مقابله نشي کولى بلکې دغه ټولې ژبې د اردو په مقابله کې د خپلې بقاء په جګړه بوختې دي.
پاکستان کې د تېرې څه مودې راهسې د مورنیو ژبو د ژوندي ساتلو تحریکونه ګړندي شوي او پښتانه بیا په ځانګړي ډول د حکومت نه پرله پسې غوښتنې کوي چې پښتو دې د مکتب، دفتر او کاروبار ژبه شي، خو تر اوسه یې دې غوښتنې ته غوږ نه دی اېښودل شوی.
د ژبې په شخړه د پاکستان ماتېدل
په 21مه فرورۍ کال 1952 کې د ختیځ پاکستان (اوسنۍ بنګله دیش) په پلارمینه ډهاکه کښې د طالب علمانو لخوا بنګالۍ ژبې ته د قامي ژبې د درجې ورکولو لپاره راجوړ شوي لاریون باندې د پوځ لخوا ډزې شوې وې چې ګڼ شمیر طالب علمان پکې وژل شوي او ژوبل شوي وو.
په دغه پېښه کې د وژل شوو او ژوبل شوو طالب علمانو قربانۍ ته د درنښت ورکولو په موخه وروسته ملګرو ملتونو 21مه فروري د مورنیو ژبو د نړیولې ورځې په توګه اعلان کړه.
څېړونکي او سیاسي فعال ښاغلي اشفاق وزیر په ټولنیزه رسنۍ فیس بک د پخواني ختیځ پاکستان د دغې تاریخي پېښې یادونه کړې ده او لیکلي یې دي چې دا پېښه د بنګله دیش د ازادۍ او د پاکستان د ماتیدو پیلامه وګرځیدله خو بدبختانه نن هم ریاست د پښتو، بلوڅي، سرایکی، پنجابی او نورو مورنیو ژبو وجود منلو څخه ډډه کوي.
هغه لیکلي ساینسي تحقیق څخه ثابته ده چي مورنیو ژبو کښي زده کړي دانسانی ذهني استعداد لوړوي.
تاریخ پوهه او څېړونکی حیات روغانی وايي د پاکستان د آیین په اتلسم ترمیم کې صوبو ته اختیار ورکړی شوی دی چې د مورنیو ژبو د پرمختګ لپاره به ځانګړي ګامونه پورته کوي.
ډیوه سره خبرو کې هغه ویلي نن هم دنړیوالو قوانینو، ساینسي اؤ علمي اصولو برعکس پاکستان کې د وړو قامونو نه دهغوی د ژبو تروړل کیدو هڅې روانې دي چې دغندنې وړ خبره ده.
هغه وایي پښتونخوا کې اکثریت د پښتنو دی نو پکار ده چې پښتو دلته دنصاب اختیاري نه بلکې لازمي مضمون وي اؤ هم دې ددفتر اؤ روزګار ژبه پښتو وي .
نړۍ نه کومې ژبې ورکیږي؟
دا مهال په ټوله نړۍ کې د ویل کیدونکو ژبو ژبو کره شمېره معلومه نه ده، خو د کارپوهانو په وینا د رسمي پیژندل شویو ژبو شمېر شاوخوا8000 ده، چې 1500 ژبې پکې د ورکېدو په درشل کې دي.
په دې وروستیو کې اسټریلیا کې د ژبپوهانو لخوا شوؤ پلټنو کې چې پایلې یې دحیاتیاتو اؤ پرمختیا په هکله سائنسي مجله" نیجرایکولوجي اینډ ایولوشن" کې مخې ته راغلي دي، کارپوهانو ویره ښکاره کړې ده چې په نړۍ کې د ورکیدو دخطر سره مخ دا 1500 ژبې به د روانې پیړۍ تر پایه له منځه لاړې شي ځکه چې هیڅوک به پاتې نه شي چې په غو ژبو خبرې وکړي.
دکارپوهانو په وینا هغه ژبې چې د ورکېدو ګواښ سره مخ دي خپلو کې دخبرو اترو ژبې دي خو رسم الخط نه لري، ددې ژبو ویونکې ډیر کم پاتې شوي دي اؤ دهغوئ اولادونه پخپلو مورنیو ژبو مروجه ژبو ته ارزښت نه ورکوي.
د اسټرالیا څیړونکي وايي لکه څنګه چې په ټوله نړۍ کې د سړکونو جال یا شبکه پراخه کیږي او ښارونه د لیرې پرتو سیمو سره نښلول کیږي دغسې په ښارونو کې ویل کېدونکې پرمختللې ژبې لکه دبېلګې په ډول انګریزي یا نورې کلیوالو سیمو کې په ویل کیدونکو ژبو پرله پسې د بره کیږي اؤ له دې امله دسیمه ییزو ژبو دبقاء لارې ورځ تربلې تنګیږي.
څېړونکي وايي، د مورنۍ ژبې د ورکېدو د خطر يو بل لامل دا دی چې په تعليمي ادارو کې په دوؤ ژبو د زده کړو دود پرېښودل شوی او يوازې پرمختللو ژبو ته اهميت ورکول کېږي، چې له امله يې وړو ابادیو کې ویل کیدونکو ژبو ته زيان رسېږي.