د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري افغانستان ته په اشاره ویلي دي "هېڅ یو هغه هیواد زمونږ دوست نه شي پاتې کیدای چې د ټي ټي پي سره اړیکې ساتي".
د جرمني خبري شبکې ډویچې ویلې سره مرکه کې هغه ویلي ترڅو چې ګاونډي هیواد کې د ترهګرو پرضد ګامونه نه وي اخستل شوي، تر هغې به پاکستان کې امنیت ته ګواښونه پېښ وي.
بلاول بوټو زرداري ویلي د افسوس خبره ده چې د ځېنو تګلارو له امله پاکستان یو ځل بیا د ترهګرۍ د بهیر سره مخ دی خو وایي هیواد به یې په دې وضعیت قابو ومومي.
هغه ویلي "زمونږ ګاونډي هیواد (افغانستان) کې لنډ مهاله حکومت باید داسې تنظیمونو ته اجازه ورنه کړي چې هغوی د دوی خاوره استعمال کړي او داسې (د ترهګرۍ) فعالیتونه وکړي".
نوموړي ویلي ګاوندی هیواد باید د ټي ټي پي پرضد اقدام وکړي ځکه که داسې نه کوي نو پاکستان کې به امنیت ته ګواښ متوجې وي.
بلاول بوټو زرداري د یوې پوښتنې په جواب کې ویلي "د ټي ټي پي په بیا راپورته کیدو کې د پخواني حکومت د هغه پالیسۍ هم کردار شته چې غوښتل یې طالبانو سره دوستي وکړي، خو زمونږ دریځ دا دی چې کوم هیواد د ټي ټي پي سره دوستي کوي هغه زمونږ دوست نه شي کیدای."
د بهرنیو چارو وزیر ویلي چې د پاکستان د مرستیالې خارجه وزیرې حناء رباني کهر افغانستان ته د خپل سفر په مهال طالب چارواکو سره دا معامله راپورته کړې وه چې تندلاریتوب او ترهګري د دواړو هیوادونو اړیکې اغېزمنې کولی شي.
نوموړي هیله څرګنده کړې ده چې افغان طالبان به ددې (ترهګرو) ډلو پرضد اقدام وکړي او ویلي یې دي که طالبان داسې نه کوي نو افغانستان کې د داعش په څېر ترهګرې ډلې شتون لري چې هغه د دوي(افغان طالبانو) لپاره هم ګواښ جوړیدای شي اؤ طالبان ددغو ترهګرو ډلو پرضد د قاطع اقدام بشپړ توان هم نه لري.
ټي ټي پي سره د مذاکراتو په اړوند دیوې پوښتنې ځواب کې خارجه وزیر ویلي کوم تنظیمونه چې ترهګري ،ترهګري نه ګڼي، جرمونه ته جرمونه نه وایي داسې ډلو سره مذاکرات د هیواد اؤ قام په ګټه نه دي.
تر دې دوه ورځې دمخه هم د مونیخ امنیتي کنفرانس کې بلاول بوټو زرداري ویلي و چې نړېوال دې د ترهګرۍ خلاف مبارزه کې په طالبانو ټینګار وکړي چې خپلې وعدې پوره کړي.
هغه ویلي وؤ د کابل د سقوط وروسته، په پاکستان کې ترهګریز فعالیتونه سېوا شوي او نړېواله ټولنه بايد د افغان طالبانو حکومت قانع کړي چې د ترهګرۍ له ګواښ سره مقابله وکړي او خپله اراده وښيي.
خو د بلاول بوټو دې وینا ته خپل غبرګون کې د افغان طالبانو حکومت د ښاغلي بلاول بوټو زرداري دا څرګندونې له حقیقته لرې بللې وې.
د طالبانو خارجه وزارت په یو بیان کې ویلي وؤ "د پاکستان وروستۍ ناامني نوې نه ده بلکې د تېرو شلو کالو تسلسل دی".
د طالبانو بیان کې ویل شوي وؤ دوی په عمل کې ثابته کړې چې "هیچاته یې اجازه نه ده ورکړې چې د افغانستان خاوره د چا پر ضد وکاروي."
د سربکف مومند په نوم تن چې ځان د تحریک طالبان پاکستان د مومند ډلې مشر ګڼي د بلاول بټو دا دعوه رد کړې ده چې وایي ټي ټي پي په افغانستان کې فعالیت کوي او وایي دوی ته اړتیا نه شته چې په بل هېواد کې فعالیت وکړی.
سربکف مومند وي او اې ډیوه ته په را لېږلو خبرو کې ویلي، چې ټي ټي پي د پاکستان په ټولو صوبو او قبایلي ضلعو کې خپل ځایونه لري او وایي د پاکستان چارواکي د خپل کمزوري اقتصاد له کبله له غرب څخه "د ډالرو تر لاسه کولو" لپاره دا تورونه پورې کوي چې ټي ټي پي په ګاونډي هېواد کې ده:
"موږ په پاکستان کې موجودیت لرو او موږ ثابته کړې ده چې کوم کارونه [بریدونه] موږ کړي دي دا مو په پاکستان کې دننه کړي دي".
بلاول بټو زرداري تور لګولی چې تير د عمران خان په حکومت کې د تحریک طالبان پاکستان سره بغير د وسلې اېښودې د شرط نه مذاکرات پېل کړی شوي وو او د هغې له امله د پاکستان د ترهګرۍ ضد تګلاري ته زيان اوښتی دی، خو څيړونکي د بلال بټو دغه دريځ سياسي بيان بولي او وايي د حکومت سره به ټولو رياستي ادارو ته د يوي واضحه او کوټلي پاليسۍ لاندې د ترهګرۍ ضد يو کېدل وي.