دتحریک انصاف د"زندانونو ډکولو"لړۍ نن پېل کېږي خو عمران خان به جېل ته لاړ شي؟

پاکستان کې حکومت مخالف ګوند پي ټي‌ ایي نن د شورو- چارشنبې د ورځې نه د زندانونو ډکولو تحریک پیلوي خو ددغه ګوند مشر اؤ‌ پخواني وزیراعظم لا نه ده واضحه کړې چې پخپله به هم زندان ته ځي که نا ؟

دګوند وینا ده چې په وړومبي پړاؤ کې به دګوند مرستیال مشر شاه محمود قریشي،درې نور مهم مشران اؤ دوه سوه فعالین ځانونه ګرفتارۍ ته وړاندې کوي.

دهیواد دکورنیو چارو وزیر رانا ثناء الله دتحریک انصاف ګوند د زندانونو ډکولو تحریک ته د ډرامې نوم ورکړی دی اؤ وایي یاد ګوند له دې لارې دمیډیا پام ځانته راګرځول اؤ سیاسي بې ثباتي رامنځته کول دي.

د نهې / شه شنبې په ورځ د تحریک انصاف ګوند مرستیال شاه محمود قریشي یو مطبوعاتي کانفرنس ته خپله وینا کې ویلي چې دګوند دمشر عمران خان داعلان په اساس هغوئ سبا په لاهور کې ځانونه ګرفتارۍ ته وړاندې کوي.

شاه محمود قریشي ویلي که چرې دی په لاهور کې ونه نیول شو نو بیا به لاهور ته ځي اؤ هلته به پولیسو ته ګرفتاري ورکوي.

دتحریک انصاف ګوند سرچینو ویلي چې دشاه محممود قریشي ترڅنګ به دپنجاب پخوانی ګورنر عمر سرفراز چیمه،سینیټر ولید اقبال اؤ مراد راس هم ځانونه ګرفتارۍ ته وړاندې کوي.

دتحریک انصاف ګوند د وتلي مشر فواد چوهدري وینا ده چې د دوي دګوند مشران اؤ فعالین به په مختلفو پړاؤنو کې ګرفتارۍ ورکوي.

د پي‌ ټي ایي لخوا د ګرفتاریو ورکولو دجوړ شوي شیډول له مخې به خیبر پښتونخوا صوبې نه ددغه ګوند یو پخوانی دقامي اسمبلۍ غړی، څلور پخواني دصوبایي اسمبلۍ غړي اؤ 100فعالین ځانونه ګرفتارۍ ته وړاندې کوي .

پخپله عمران خان یا دهغه دګوند نورو مشرانو لا په غوڅه توګه نه دي ویلي چې عمران خان به په دې تحریک کې ځان ګرفتارۍ ته وړاندې کړي که نا ؟

د زندانونو ډکولو تحریک پیل کولو ته خپل غبرګون کې دهیواد ددفاع وزیر خواجه اصف تېره اوونۍ ویلي وؤ عمران خان خو جیل ته دتګ له ویرې عدالتونو نه ضمانتونه کوي.

هغه ویلي وؤ که چرې دی پخپل اعلان کې ریښتونی وي نو وړومبی دی پخپله زندان ته لاړ شي ترڅو یې پلویانو سره هم یو دلیل خو په لاس کې وي چې مشر یې زندان ته لاړو.

دهیواد پخواني صدر اصف علي زرداري هم تېر کال د پخواني وزیر اعظم عمران خان جېل ته د تګ په اړه جیو ټي وي ته ویلي وو چې ښاغلی خان به جېل ته لاړ نه شي ځکه چې د هغه په وینا عمران خان په زندان کې د چرمخکۍ نه هم وېرېږي.

خو عمران خان وایي دوي زندانونو ته په اچولو څوک نه شي ویرولی اؤ په ولس یې غږ کړی چې زندانونو ته په تګ د ویرې بتان مات کړئ.

دتحریک انصاف ګوند مشر اؤ پخواني وزیراعظم عمران خان په دې وروستیو کې په خېبر پښتونخوا اؤ پنجاب صوبو کې خپل حکومتونه مات کړي اؤ هم یې دګوند غړو دقامي‌اسمبلۍ د غړیتوب نه استعفاګانې ورکړې دي اؤ اوس هیواد کې دنوو انتخاباتو غوښتنه کوي.

مرکزي حکومت وایي عامي ټاکنې به پخپل وخت کیږي خو دعمران خان په حکومت کې ټاکل شوي دهیواد صدر ډاکټر عارف علوي بیا په نهم اپریل پنجاب اؤ خیبر پښتونخوا کې دصوبایي اسمبلیو دټاکنو اعلان په داسې حال کې کړی چې الیکشن کمیشن وایي دانتخاباتو لپاره ورته حکومت دپیسو،عدلیې دخپلې عملې ا‌ؤ پوځ د عسکرو ورکولو نه انکار کړی دی.

دتحریک انصاف ګوند د زندانونو ډکولو تحریک پیل کولو ته خپل غبرګون کې دهیواد دکورنیو چارو وزیر رانا ثناء الله ویلي عمران خان مقصد دمیډیا پام ځانته راګرځول،دامنیت وضعه خرابول اؤ سیاسي بې ثباتي رامنځته کول دي.

د ګل- دوشنبې په ورځ د لوړې کچې دیوې غونډې پر مهال دکورنیو چارو وزیر قانون پځائ کوونکو ادارو ته لارښوونه کړې ده چې دقانون ماتوونکو پرضد ثبوتونه راغونډ کړي اؤ د ولس مخې ته یې راوړي.

هغه دا هم ویلي چې باید قانون نافذونکې ادارې د میرمنو اؤ‌ بې وزله فعالینو د نیولو نه ډډه وکړي.