رپورټ:دپاکستان دننه دریوؤ میاشتو کې 6921عملیات شوي، 142 ترهګر پکې وژل شوي،1700 نیول شوي دي

دپاکستان د دولتي خبري ادارې ای پي پي په رپورټ کې ویل‌ شوي چې امنیتي ځواکونو د تېرو دریوؤ میاشتو په مهال په ګرد هیواد کې دترهګرو پرضد 6921 عملیات کړي چې پکې 142 ترهګر وژل شوي اؤ 1700 نیول شوي دي.

په ډان ورڅپاڼه کې دای پي پي دخپور شوي رپورټ له مخې امنیتي د دریوؤ میاشتو په مهال خېبر پښتونخوا صوبه کې 1960 عملیات کړي چې پکې 98 ترهګر وژل شوي اؤ 540 نور ژوندي نیول شوي دي.

رپورټ کې دعوه شوې ده چې په دې موده کې دهیواد دننه د ترهګرو ګڼ شمیر بریدونه هم شنډ کړل شوي دي.

همدا شان بلوچستان ایالت کې 3414 ترسره شوؤ عملیاتو کې د40 ترهګرو د وژل کیدو اؤ 112 دنیول کیدو دعوه شوې ده.

رپورټ زیاتوي په سیند صوبه کې 752 عملیات شوي چې پکې درې ترهګر وژل شوي اؤ 344 نور نیول شوي دي.

په پنجاب صوبه کې دترسره شوؤ عملیاتو شمېره 165 ښودل شوې چې اؤ رپورټ‌ وایي په دریوؤ میاشتو کې دغه صوبه کې یو ترهګر وژل شوی اؤ 11نیول شوي دي.

دولتي خبري ادارې دا شمیرې په داسې حال کې مخې ته راوړي چې دپاکستان دننه په دې وروستیو کې یو وارې بیا دترهګرۍ بهیر چټک شوی اؤ دتېرې جمعې په ورځ کراچۍ کې دپولیسو په دفتر دتحریک طالبان پاکستان د وسله والو په یو برید کې درې عسکر، یو عام تن اؤ درې ترهګر وژل شوي وؤ.

تر دې وړاندې په 30مه جنورۍ پېښور پولیس لاین کې دجومات دننه ترسره شوي ځانمرګي برید کې 84کسان وژل شوي اؤ تر200زیات نور ژوبل شوي وؤ.

ددغه برید پړه هم دتحریک طالبان پاکستان یوې ډلې پغاړه اخستې وه.

تحریک طالبان پاکستان تېرکال ګرد هیواد کې تر 100 د زیاتو بریدونو ترسره کولو دعوه کړې وه .

په اګست کال 2021م کې افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ رامنځته کیدو وروسته پاکستان دافغان طالبانو په منځګړتوب ټي ټي پي سره مذاکرات پیل کړي وؤ خو دغو مذاکراتو څه نتیجه ورنه کړه اؤ پروسکال په 28م نومبر ټي ټي‌ پي دپاکستان سره دخپل اوربند ختمولو اعلان وکړو اؤ تر هغې راپدیخوا یې پاکستان کې په امنیتي ځواکونو دچټک بریدونو لړۍ پیل کړې ده.

دامنیتي چارو دڅېړنيزې ادارې پاکستان انسټیټیوټ فار کنفلکټ اېنډ سيکورټي سټډيز د رپورټ له مخې یوازې د تېرې جنورۍ میاشت کې په ټول هېواد کې شوو 44 ترهګریزو حملو کې 134 کسان وژل شوي دي چې تر ټولو زیاته شمېره پکې د پولیسو ده.

دپاکستان خارجه وزیر بلاول بوټو زرداري اوړمه ورځ د جرمني خبري شبکې ډویچې ویلې سره مرکه کې ویلي وؤ ترڅو چې ګاونډي هیواد(افغانستان) کې د ترهګرو پرضد ګامونه نه وي اخستل شوي، تر هغې به پاکستان کې امنیت ته ګواښونه پېښ وي.

بلاول بوټو زرداري د یوې پوښتنې په جواب کې ویلي "د ټي ټي پي په بیا راپورته کیدو کې د پخواني حکومت د هغه پالیسۍ هم کردار شته چې غوښتل یې طالبانو سره دوستي وکړي، خو زمونږ دریځ دا دی چې کوم هیواد د ټي ټي پي سره دوستي کوي هغه زمونږ دوست نه شي کیدای."

خو د سربکف مومند په نوم تن چې ځان د تحریک طالبان پاکستان د مومند ډلې مشر ګڼي د بلاول بوټو دا دعوه رد کړې ده چې وایي ټي ټي پي په افغانستان کې فعالیت کوي او وایي دوی ته اړتیا نه شته چې په بل هېواد کې فعالیت وکړی.

سربکف مومند تېره وزځ وي او اې ډیوه ته په را لېږلو خبرو کې ویلي، چې ټي ټي پي د پاکستان په ټولو صوبو او قبایلي ضلعو کې خپل ځایونه لري او وایي د پاکستان چارواکي د خپل کمزوري اقتصاد له کبله له غرب څخه "د ډالرو تر لاسه کولو" لپاره دا تورونه پورې کوي چې ټي ټي پي په ګاونډي هېواد کې ده: