بلوچستان:د خان محمد مري مېرمن ګران ناز اؤ پنځه بچي یې له شخصي زندانه راخلاص کړل شوي

تر دې وړاندې دکوهي نه د راویستل شوې میرمنې په مړي شک کیدو چې ګنې هغه د خان محمد مري میرمن ګران ناز ده .

دبلوچستان په بارکهان سیمه کې دیو کوهي یا څاه نه دیوې میرمنې اؤ دوؤ ماشومانو دمړو ترلاسه کیدو وروسته امنیتي سرچینو دعوه کړې ده چې دخان محمد مري نومې تن میرمنه ګران ناز اؤ دهغې څلور زامن اؤ یوه لور یې دترسره شوؤ عملیاتو په پایله کې له شخصي زندان نه راخلاص کړي دي.

تر دې وړاندې دکوهي نه د راویستل شوې میرمنې په مړي شک کیدو چې ګنې هغه د خان محمد مري میرمن ګران ناز ده .

دلیویز ځواکونو سرچینو د چهارشنبې په شپه ویلي چې د امنیتي ځواکونو په شخصي بند کې دپرتو کسانو د راخلاصولو لپاره په ختیځ بلوچستان اؤ جنوبي پنجاب کې عملیات کړي دي اؤ دخان محمد مري میرمن ګران ناز ،څلور زامن اؤ یوه لور یې د سرحدي سیمې بارکان نه راخلاص کړي دي.

سرچینو دا نه دي ویلي چې راخلاصه کړل شوې میرمن اؤ دهغې بچي دچا په شخصي زندان کې پراته وؤ خو ویلي یې دي چې په عملیاتو کې هیڅوک نه دي نیول شوي اؤ نه هم تښتوونکو د ګرفتارۍ نه دځان بچ کولو په خاطر دمزاحمت هڅه کړې ده.

دا په داسې حال کې ده چې په تېرو ورځو کې د ګران ناز نومې میرمنې یوه ویډیو په ټولنیزو رسنیو خپره شوې وه چې هغې پکې قران په لاس کې نیولی ؤ اؤ د بلوچستان په یو صوبایي وزیر سردار کیتران یې تور لګولی ؤ چې دا اؤ ددې بچي یې پخپل شخصي زندان کې ساتلي دي.

په ټولنیزو رسنیو ددې ویډیو خپریدو نه وروسته دخان محمد مري د دوؤ زامنو اؤ یوې نامعلومې میرمې مړي د بلوچستان په باراکان سیمه کې له یو کوهي یا څاه ترلاسه شوي وؤ اؤ په ټولنیزو رسنیو دعوې مخې ته راغلې وې چې موندل شوی مړی د ګران ناز دی.

تېره ورځ دکوهي نه دترلاسه شوؤ مړو په پوسټ مارټم کې معلومه شوې ده چې ترلاسه شوې مړی د یوې پیغلې جینۍ دی.

دپاکستان جیو ټيلي ویژن د پولیس دسرجنې ډاکټرعایشه فیض له خولې ویلي چې دکوهي نه ترلاسه شوې مړی د17 یا 18 کالو په عمر دیوې پیغلې دی چې له جنسي تیري وروسته وژل شوې ده.

هغې ویلي چې دغه پیغله پسر درې ډزه ویشتل شوې ده اؤ دمخ څهره یې په تېزابو سوځول شوې ده ترڅو ونه پېژندل شي.

دپولیس سرجنې دا هم ویلي چې وژل شوې میرمنه ګران ناز نه ده خو احتمال لري چې دهغې لور وي.

ګران ناز اؤ دهغې دبچو د ترغمالولو اؤ وژلو تورونه د بلوچستان په یو صوبایي وزیر عبدالرحمان کیتران لګول شوي وؤ چې تر دغو تورونو لګول کیدو وروسته پولیسو عبدالرحمان کیتران نیولی هم دی خو هغه په ځان لګیدلي تورونه په سخته رد کړي دي اؤ وایي یو زوي یې دده دبدنامولو په خاطر دا ډنډوره کړې ده.

عبدالرحمان کېتراڼ د سه شنبې- نهې په ورځ له وي او اې ډيوه سره په خبرو کې ویلي وؤ دا لومړی ځل نه دی بلکې مخکې هم په ده داسې تورونه پورې شوي دي.

هغه ویلی وؤ د دې پېښې پر وخت دی په لاهور کې و او بيا کوټې ته تللی ؤ اؤ ددې پېښې سره هیڅ تړاؤ نه لري.

خو داغېزمنې کورنۍ دریځ و چې له تېرو څو کالو راهيسې سردار عبدالرحمان د اغېزمنې کورنۍ اته تنه په شخصي جېل کې بند کړي وو، چې ياد درې تنه يې وژلي او پينځه لا هم د هغه په جېل کې بند دي،

ددې پښې په تړاؤ دباراکان په پوليس تاڼه کې د نامعلومو کسانو پر ضد درج شوې مقدمه کې ليکل شوي، د جنورۍ پر 20مه نیټه ورته معلومه شوې چې د باراکان د حاجي کوټ په ويرانه سيمه کې په کوهي کې درې تنه مړي پراته دي، پوليسو را ايستلي وو چې يوه يوه ګولۍ پر سر ويشتل شوي او په بدن يې د تشدد نخښې وې.

په درج شوې مقدمه کې ليکل شوي چې د اغېزمنې کورنۍ څوک نه دي ورغلي ځکه پوليس په خپل مدعيت کې مقدمه درج کړې ده۔

ددې پېښې پر ضد په مرکزي ښار کوټه کې د صوبې د ګورنر او وزير اعلا د کور مخ ته احتجاجي پرلت هم شوی ؤ او د وژل شوو درېواړو کسانو مړي هم په دغه احتجاج کې ايښول شوي وؤ.