افغانستان کرکټ بورډ د پاکستان پرضد د ټي20 نړیوالو سیالیو د لړۍ مهال وېش جاري کړو

ددې سیالیو وړومبۍ لوبه به په شارجه سټيډیم کې په 25،دویمه په 27 اؤ دریمه به په 29م مارچ ترسره شي

د افغانستان کرکټ بورډ د پاکستان پرضد د ټي 20 کرکټ د دریوؤ سیالیو د لړۍ مهال وېش اعلان کړی چې له مخې به یې دا سیالۍ د25 مارج نه متحده عرب امارات کې پیل کیږي.

دافغان کرکټ بورډ داعلان له مخې د ددې سیالیو وړومبۍ لوبه به دمتحده عرب امارات په شارجه سټيډیم کې په 25م مارچ ترسره شي.

دویمه سیالي به 27 اؤ دریم به په 29م مارچ هم دشارجه په میدان کې کیږي.

افغان کرکټ بورډ دسیالیو دې لړۍ لپاره لا خپله لوبډله نه ده اعلان کړې اؤ پاکستاني رسنۍ وایي هیله ده دپاکستان لخوا به هم دیادو سیالیو د لړۍ لپاره خپله لوبډله راتلونکې اوونۍ کې اعلان کړل شي.

دپاکستان کرکټ بورډ دسرچینو له خولې رسنیو ویلي چې افغانستان سره دمقابلې لپاره به دپاکستان لوبډله دکپتان بابراعظم په مشرۍ د22م مارچ په ماښام شارجه ته روانیږي.

دپاکستان دکرکټ بورډ مشر ښاغلي نجم سیټي هم دفرورۍ په پینځمه دپاکستان اؤ افغانستان ترمنځ دټي20 کرکټ دسیالیو دلړۍ پیل کیدو اعلان کړی ؤ اؤ په ټویټر یې لیکلي وؤ هغه ددې اعلان په کولو خوښ دی چې دپاکستان دکرکټ ملي لوبډله به دافغانستان پرضد دمارچ په وروستیو کې په شارجه کې دټي 20 درې نړیوالې سیالۍ ولوبوي.

نجم سیټی ویلي وؤ دپاکستان اؤ افغانستان دلوبډلو ترمنځ دسیالیو ددې لړۍ مقصد داسټریلیا له لوري دافغانستان پرضد د دوه اړخیزه سیریز یا لړۍ نه دلاس اخستو له امله د رامنځته شوي زیان ازاله کول دي.

دجنورۍ په میاشت کې اسټریلیا په افغانستان د واکمنو طالبانو له لوري په میرمنو دلګول شوؤ بندیزونو پرضد متحده عرب اماراتو کې دافغانستان سره مارچ کې دکیدونکو یو ورځینو سیالیو دلړۍ نه دلاس پسر کیدو اعلان کړی ؤ.

د دواړو لوبډلو ترمنځ دسیالیو ټاکل شوې دا لړۍ د ایي سي سي سپر لیګ برخه وه چې اسټریلیا دلوبډلې هند ته له سفر وروسته به په مارچ کې کیدله.

ددې سفر دځنډول کیدو پرمهال خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي وؤ چې داسټریلیا کرکټ بورډ له لوري دا پرېکړه دطالبانو له لوري دښځو په کارونو اؤ دنجونو په زده کړو دبندیز اؤ پارکونو اؤ جمونو ته دمیرمنو په تګ دلګول شوؤ بندیزونو له اوسني اعلان نه وروسته شوې ده.