د ښځو نړیواله ورځ: پاکستان د ښځو حقونو ته ژمنتیا ښودلې خو په سوونو افغان مېرمنې یې زندانونو ته اچولې

دښځو په نړیواله ورځ دپاکستان وزیراعظم ښاغلي شهباز شریف ژمنه کړې ده چې دده حکومت به دمېرمنو دحقونو ورکړه اؤ تحفظ باوري کوي خو وزیراعظم بیا دپاکستان زندانونو کې دبندي دهغو سلګونو افغان مېرمنو په اړه هیڅ نه دي ویلي چې دپاکستان زاندانونو کې بې سرنوشته پرتې دي.

دپاکستان دقامي اسمبلۍ دباندینیو چارو د کمیټې مشر ښاغلی محسن داوړ وایي دسیند حکومت سره یې دغه صوبه کې په جیلونو کې دپرتو افغان مېرمنو اؤ ماشومانو په اړوند خبرې کړې دي خو په نن ورځ وزیراعظم شهباز شریف ته هم پکار وه چې په بېګناه ډول جیلونو کې د اچول شوؤ افغان مېرمنو دخوشې کولو امر یې کړی وی.

څېړونکي وایي که دمېرمنو په عالمي ورځ دپاکستان حکومت دخپل هیواد دننه دغیرقانوني سفر په جرم د نیول شوو سلګونو افغان مېرمنو دخوشې کولو اعلان کړی وی نو دې سره به یو خو دافغانستان اؤ پاکستان په اړیکو خوشکواره اغېزې اثرات شوي وؤ اؤ بل به دښځو مقام ته د درناوي په اړه دپاکستان دعوې رېښتونې ثابت شوې وې.

کال2021م داګست میاشت کې چې افغانستان یو وارې بیا دطالبانو لاسونو ته ولویدو نو ددغه هیواد نه په زرګونو افغانان چې مېرمنې اؤ ماشومان پکې هم شامل دي، پاکستان ته دسرپناه وړلو په هڅه کې په داسې حال کې دپاکستان دننه نیول شوي چې ویزې یا نور سفري دستاویزات نه لري.

وزیراعظم شهباز شریف دښځو دنړیوالې ورځې په اړوند خپل پیغام کې ویلي دښځو نړیواله ورځ په نړیواله کچه ټولنه کې دښځو دمهم کردار پېژندنې اؤ دانساني تهذیب په ارتقا کې د دوي داعتراف ورځ ده.

هغه ویلي تاریخ ددې خبرې ګواهي کوي چې انساني ټولنه کې پرمختیا د ښځو د تعمیري کردار ادا کولو پرته شونې نه وه.

هغه ویلي چې اسلام 14سوه کاله وړاندې ښځو ته دهغوئ په حقونو ورکولو ټینګار کړی اؤ د مور دقدمونو لاندې یې جنت اېښی اؤ هم یې لور د کور رحمت ګرځولې ده.

شهباز شریف ویلي چې په یوویشتمه پېړۍ کې ټوله نړۍ کې ښځې دسړو سره اوږه په اوږه دانساني تهذیب په پرمختیا کې برخه اخلي اؤ زیاته کړې یې ده دده حکومت ښځو ته دهغوئ ټولو انساني،جمهوري اؤ ټولنیزو حقونو اؤ تحفظ ورکولو ته ژمن دی.

خو وزیراعظم شهباز شریف بیا پخپل دې پیغام کې د هغو سوؤنو افغان میندو،مېرمنو اؤ لوڼو په هکله هیڅ نه دي ویلي چې په دې وروستیو کې دپاکستان بیلابیلو سیمو کې نیول شوي اؤ زندانونو ته اچول شوي دي.

دپاکستان په قامي اسمبلۍ کې دباندینیو چارو د کمیټې مشر ښاغلي محسن داوړ وي او ای ډیوه ته ویلي،دافغانستان دسقوط نه وروسته چې کومې افغان مېرمنې پاکستان ته راغلې دي هغوئ کې ګڼ شمیر دسیند صوبې دننه نیول شوي اؤ زندانونو ته اچول شوې دي.

محسن داوړ وایي "ما پرون هم دسیند حکومت سره خبره کړې ده،دې کې ځینې کیسونه داسې دي چې ججانو پکې دڅلورو،څلورو میاشتو قید اورولی دی، ورپسې روژه راروانه ده، ما ورته ویلي که دا افغانان بېرته لیږئ نو بیا د دوي دبند دومره اوږدولو اؤ د دوي د ځورولو څه ضرورت دی"

هغه وویل دسیند حکومت ورته ډاډ ورکړی چې دقانوني ماهرانو سره په مشوره بوخت دی اؤ دبندي افغانانو په خوشې کولو کې به داسانتیا برابرولو ګام واخلي.

دمحسن داوړ په خبره دښځو په عالمي ورځ وزیراعظم شهباز شریف اؤ دټولو صوبو حکومتونو ته پکار ده چې په ګرد هیواد دبندي افغان مېرمنو اؤ سړیو دخوشې کولو امر وکړي.

هغه وایي دبشري حقونو دکیمټې له لارې یې حکومت ته سپارښتنه کړې ده چې باید د14فارن ایکټ دفعې لاندې دافغانانو بیرته هیواد ته دشړلو عمل ترڅه مودې وځنډوي اؤ باید ددغه دفعې په اساس هیڅوک ونه نیول شي.

دافغانستان اؤ پاکستان په اړیکو ژور نظر لرونکی خبریال ښاغلی طاهر خان وي او ای ډیوه ته وایي پاکستان که هرکال په مهمو ورځو دبندیانو په بند کې دنرمۍ یا بخښلو اعلان کوي نو په ننۍ ورځ ورته دهاغو سلګونو افغان مېرمنو دبخښې هم اعلان پکار ؤ چې دسفري دستاویزانو نه لرلو په جرم دا وخت دپاکستان جیلونو کې پرتې دي.

نوموړي وویل دا افغانان له ښې ورځې پاکستان ته نه دي راغلي بلکې دمجبوریت له امله یې دلته سرپناه راوړې ده خو دا چې پاکستاني چارواکي وړومبی افغانان دپیسو په بدل کې پخپلو پولو راپږیږدي اؤ بیا یې دلته پولیس ونیسي اؤ سره د مېرمنو اؤ ماشومانو یې زندانونو ته واچوي نو دبشري حقونو څخه سخته سرغړونه ده.

د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې خبریال حق نواز خان هم وایي پاکستان دښځو دحقونو په اړه دملګرو ملتونو سره په ټولو تړونونو لاسلیک کړی اؤ نن چې دښځو عالمي ورځ نمانځل کیږي نو پاکستان هغه په سوونو مېرمنې جیلونو ته اچولي دي چې افغانستان کې طالبانو دحکومت راپدیخوا دسرپناه په تکل کې پاکستان ته راغلي دي.

ډيوه سره خبرو کې هغه وویل هرڅوک په دې پوهیږي چې په افغانستان یوه بده ورځ راغلې ده،هلته دچا سرونه خوندي نه دي، ولږه اؤ غربت دی ، روزګار نه شته نو په داسې حالاتو کې به خامخا دافغانستان نه ښځې اؤ ماشومان دسړیو سره سره سم دهیواد نه د وتلو هڅه کوي خو دا چې دغه بې وزله اؤ مجبور افغانان بیا دلته پولیس نیسي اؤ زندانونو ته یې اچوي نو ددې غیر انساني عمل چې هرڅومره غندنه وشي کمه به وي.

حق نواز خان وایي دا مهال تر ټولو زیاتې افغان مېرمنې دسیند ایالت دکراچۍ ،سکر اؤ حیدر اباد په زندانونو کې قید دي چې کره شمیره یې مخې ته نه ده راغلې .

دهغه په وینا په ننۍ ورځ پاکستان ته پکار وه چې دیو خواخوږي اسلامي اؤ ګاونډي هیواد په توګه یې نه یوازې دخپلو جیلونو څخه دافغان مېرمنو دخوشې کولو اعلان کړی وی بلکې هغوئ ته یې پاکستان کې داستوګنې لپاره انتظام هم برابر کړی وی.

دخبریال طاهر خان په وینا دښځو دنړیوالې ورځې په اړوند دپاکستان صدر، وزیراعظم ،خارجه وزیر اؤ نورو چارواکو خپلو پیغامونو کې دښځو حقونو ته د درناوي‌ ژمنې کړې دي خو یوازې بیانونه کفایت نه کوي باید پاکستان دښځو دحقونو په اړوند عملي ګامونه واخلي.

"افغانان دلته زمونږ میلمانه دي،دا زمونږ خپل خلک دی،نو دهغوئ زنانه چې څومره هم په جیلونو کې بندې دي،هغه که په کراچۍ کې دي اؤ که دملک په نورو برخو کې ،چې نور ستر جرمونه یې نه وي‌ کړي اؤ‌ یوازې دسفري دستاویزانو نه لرلو له امله نیول شوي باید له زندانونو خوشې کړل شي"

هغه وویل که پاکستان داسې وکړي نو دا به دافغانانو په ځانګړي ډول افغان مېرمنو لپاره یو ښه پیغا وي.

د پاکستان په سیند صوبه او ځانګړي ډول کراچۍ ښار کې د تېر کال د نيمايۍ راهسې د افغانانو نيولو لړۍ پېل شوې او د افغان استازو په وينا د ښځو او ماشومانو په ګډون د 2000 پورې افغانان نيول شوي او بندي کړی شوي وو.

په کراچۍ کې د طالبانو دحکومت کونسل جنرل عبدالجبار روانه میاشت د وي او اې ډیوه خبریال فضل عزیز ته ویلي وؤ چې یوازې دکراچۍ په زندانونو کې اوس هم قابو 550 افغانان بندي دي چې ښځې اؤ ماشومان هم پکې شامل دي

د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره [يو اېن اېچ سي ار] وايي، پاکستان کې 13 لکه افغان کډوال مېشت دي چې په پاکستان کې د پاتې کېدو دپاره قانوني اسناد لري او يو اېن اېچ سي ار يې مرستې کوي،

په دوېم نمبر کې اته نيم لکه نور کډوال دي څوک چې د پاکستان حکومت په کال 2017 کې رجسټرډ کړي دي، او درېم د پاکستان حکومت وايي، د درېو نه تر پينځه لکو پورې هغه افغانان دي چې اسناد نه لري او څلورم د پاکستان د حکومتي شمېرو ترمخه په افغانستان کې د طالبانو په واک کې د راتلو وروسته پاکستان ته دوه نيم لکه نور افغانان راغلي دي.