د امریکا د ولسمشر مرستیاله کاملا هېریس د افریقا دریو هېوادونو ته د سفر پر مهال په لومړي پړاو کې ګانا ته رسېدلې ده.
ددغه سفر موخه د افریقا له لویې وچې سره د امریکا د اړیکو پیاوړي کول ښودل شوي.
که څه هم امریکا او ګانا د ۱۹۵۷ کال راهیسې نېږدې ملګرتیا پالي خو دا مهال چین له امریکا زیات له ګانا سره سوداګري کوی.
د ډیوه همکار ارباب محمود علي د اکره نه د خبریال کینټ منسا رپورټ تاسو ته وړاندی کوي.