په سوات کې د ایلم په نامه یوه خیریه بنسټ د تېرو شپږو کالو راهیسې د روژې په میاشت کې هره ورځ شاخوا ۱۲۰۰ روژه تیانو ته خواړه ورکوي.
ددغه بنسټ مشران وايي، په هېواد کې د وروستۍ ګرانۍ له امله ټول خلک په روژه کې مناسب خواړه نشي اخېستلای نو ځکه دوی ورسره په دې برخه کې مرسته کوي.
فیاض ظفر پرې نور حال راکوي.