د سوات زرعي ساینسدانانو په پاکستان کې اول ځل د خاورې بغیر د سبزیانو پېداوار کامیابه تجربه کړې ده او دوی وایي چې د خاورې نه بغېر کېدونکې دا سبزۍ به پاکې او د صحت دپاره ډېرې ښې وي. نور تفصیل زمونږ د خبریال فیاض ظفر په دې رپورټ کې:
د سوات سرښار مینګوره کې د ډېر وخت نه د ارزانه شیانو «جمعه بازار» لګيږي چې پکې د ژمي په موسم کې د بهر هېوادونو استعمال شوي د لنډي ګرمې جامې پیدا کېږي خو سږ کال دوکانداران او اخستونکي وایي د لنډي دا سامان هم ډېر ګران شوی دی. نور تفصیل زمونږ د خبریال فیاض ظفر په دې رپورټ کې:
د پښتونخوا په سوات کې د موسمي بدلون په حقله درې ورځنی سیمینار سر ته رسېدلی دی چې پکې د څلورو مذهبونو مشرانو د خپل ماحول د پاک ساتلو او د موسمي بدلون سره د مقابلې کولو د هڅې پیغام ورکړی دی. نور تفصیل زمونږ د خبریال فیاض ظفر په دې رپورټ کې:
د ژمي موسم چې راشي نو د یخو سیمو خلکو ته د سوات د سلامپور کلي د لاسو په کډیو یا کڼیو کې جوړېدونکي تاوده څادر ور یاد شي. دا څادر اوس د پاکستان د نورو ښارونو په ګډون بهر هېوادونو ته هم ځي. د سلامپور د ګرمو څادرو او پکولونو په حقله نور تفصیل د فیاض ظفر په رپورټ کې:
د «سټیم» نظام تعلیم په پاکستان کې شروع شوی او پوهان وايي پاکستان کې د سټیم نظام تعلیم عام کېدو سره به د تعلیم نظام ښه شي او زده کوونکي به نړيوال معیاري تعلیم زده کړي. په سوات کې د سټیم نظام تعلیم په حقله نور تفصیل د فیاض ظفر په رپورټ کې:
جرګې په شریکه فېصله وکړه چې ټول قام خپلې زمکې ورکولو ته تیار نۀ دی او یو انچ زمکه به په کروړ روپۍ هم څوک حکومت له نۀ ورکوي او کۀ حکومت په زور د زمکې اخستو هڅه وکړه نو د دې کلو د خلقو ردعمل به ډېر زیات سخت وي
سوات پوهنتون کې د هنرکده په مرسته د فاین آرټ او ډیزاین دوه نورې څانګې پرانستل شوې او د پوهنتون چارواکې وايي د څلور واړه صوبو، کشمیر او ګلګت بلتستان نه هلکانو او جینکو د داخلې دپاره فارمونه جمع کړي دي. نور تفصیل زمونږ د خبریال فیاض ظفر په رپورټ کې:
مالم جبه کې د بهرنيو هېوادونو د سفیرانو په قافلې د حملې د پلټنو دپاره صوبایي حکومت کمېټي جوړه کړې ده، د ملاکنډ ډویژن ریجنل پولیس افیسر او ډي پي او يې د عهدو نه لرې کړي دي او سبا د جمعې په ورځ به مینګوره ښار کې د ترهګرۍ خلاف امن مارچ کېږي. نور تفصیل زمونږ د خبریال فیاض ظفر په رپورټ کې:
د چاودنې وروسته د سوات قامي جرګې د بدامنۍ په ضد د را روانې جمعې په ورځ ماسپښين دوه بجې په نشاط چوک مینګوره کې د احتجاج اعلان کړی دی او د جرګې مشران وايي په سوات او پښتون وطن کې نوره هېڅ قسمه ترهګرې نه مني
د مېوو کور سوات کې د شفتالو اخري فصل تیار دی او د هېواد بېلابېلو منډیو ته د خرڅېدو دپاره روان دی، زميدار وايي د سوات اخري ۸ نمبر شفتالو ډېر خوږ وي خو وایي سږ کال یې پیداوار د ږلۍ او باران له کبله تر نورو کلونو کم دی. نور تفصیل د وي او اې ډیوه د خبریال فیاض ظفر په رپورټ کې:
د پښتونخوا له بحرینه تر کالامه پورې خلکو د سوات سیند په سورنګانو باندې د بندولو خلاف احتجاج کړی دی او غوښتنه کوي چې د سوات قدرتي حسن دې خراب نه کړی شي. نور تفصیل د فیاض ظفر په دې رپورټ کې:
د سوات د تايي کوانډو لوبغاړي عامر خان په بنکاک کې د تایي کوانډو په نړيواله لوبه کې د خپل ملک دپاره د سرو زرو تمغه ګټلې ده خو ګیله کوي چې په هوایي ډګر یې د هرکلي لپاره په حکومتي کچه هېڅوک نه وو ولاړ ځکه چې وایي پښتون دی. تفصیل د فیاض ظفر په رپورټ کې:
د سوات د سېلګرۍ د سړکونو د خراب حالت خلاف او د سړکونو جوړولو دپاره په مدین کې یو شمېر خلکو احتجاج کړی دی او له حکومته یې غوښتنه کړې ده چې د سېلګرۍ د سیمو سړکونه دې زر تر زره جوړ کړی شي. تفصیل د فیاض ظفر په رپورټ کې:
د سوات د سر ښار مینګورې د یوې دیني مدرسې مهتمم له خپلو سلګونو زده کوونکیو سره په ښار کې د ونو بوټو لګولو، دغه بوټو ته د اوبو ورکولو او خیال ساتلو کار کوي او وایي دوی په دې کار سره په خپله سیمه کې په موسمي بدلون کې څه کمی راوستل غواړي. تفصیل د فیاض ظفر په رپورټ کې:
سوات په پښتونخوا کې هغه سیمه ده چې تر بل هر ځای ښایسته ګڼل کیږي خو د دې سیمې ټېپ سيبان بانډه بیا د خپل ښایست له کبله ځانګړی شهرت لري چې نن سبا یې ګڼ شمېر خلک لیدو ته ورځي، خو په دې سیمه کې هوټلونه نه شته او سیلانیان له ځانونو سره خېمې وړي په هغه کې شپې کوي. تفصیل د فیاض ظفر په رپوټ کې:
د سوات د بحرېن تحصیل د ښکلې سیمې مانکیال د یو شپونکي اواز دومره خوږ دی چې کوک سټوډیو دغه زلمی کراچۍ ته غوښتی او په سیمه ییزه ژبه "توروالۍ" کې یې پرې ددغه سیمې یوه ولسي سندره ریکارډ کړې ده اؤ اوس دغه سندره کوډک سټوډیو خپره کړې هم ده. تفصیل د فیاض ظفر په رپوټ کې:
د پښتونخوا دير ولسي پاڅون صوبه کې د بدامنۍ، دیر کې تېره ورځ د امنیتي ځواکونو او توندلارو تر منځ نښتو او د عزمِ استحکام په نوم پوځي عملیاتو خلاف تېمرګره کې احتجاج کړی او وېلي یې دي دوی به د هر قسم پوځي عملیاتو مخالفت کوي. نور تفصیل د فیاض ظفر په دې رپورټ کې:
نور کتل