لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د سوات د مانکیال سیمې یو شپونکی زلمی خپل خواږه غږ تر"کوک سټوډیو"رسولی


د سوات د بحرېن تحصیل د ښکلې سیمې مانکیال د یو شپونکي اواز دومره خوږ دی چې کوک سټوډیو دغه زلمی کراچۍ ته غوښتی او په سیمه ییزه ژبه "توروالۍ" کې یې پرې د سیمې یوه ولسي یا فوک سندره ریکارډ کړې ده اؤ اوس دغه سندره کوډک سټوډیوخپره کړې هم ده.

توروالي په لويه کې د کوهستانۍ ژبې يوه بڼه ده او د پښتونخوا د ای اين پي او پيپلز ګوند په پخواني شريک حکومت کې کوهستاني د صوبې په پينځوؤ سترو ژبو کې سرکاري ژبه ګرځول شوې ده.

دا ۱۵ کلن ځوان نظام الدين د مانکیال په اوچت غر کې اوسي او خپلې ګډې بیزې څروي.

نظام الدین توروالي ژبه وایي او دا کومه شاعري یا سندره چې دۀ یاده کړې ده د سوونو کالو نه د دوي سیمه کې سینه په سینه راروانه اؤ د یوې پېړۍ نه بلې پېړۍ ته پاتې شوې ده.

نظام الدین چې کله خپلې ګډې بیزې څروي نو ورسره هم دا سندره وایي.

وي او ای ډیوه سره خبرو کې نظام الدین وایي "دې موسم کې زۀ دلته پاتې کېږم او خپل څاروي ساتم او ورسره دا سندره زمزمه کوم".

څۀ وخت مخکې څۀ ځوانان د نظام الدین د استوګنې سیمې مانکیال ته چکر له تلي وو او چې د نظام الدين دا ښایسته اواز یې واؤرېدو نو په موبایل کې یې ترې ریکارډ کړو او بیا ئې په سوشل میډیا دغه وېډیو خپره کړه چې هر چا زیاته خوښه اؤ له یو بل سره یې شریکه کړه.

د نظام الدین څخه په وړومبي ځل‌په موبایل فون ددغې سندرې ریکارډونکی ملک ابرار احمد اېډوکېټ ډیوه ته وایي"مونږ چې کله دا وېډیو اپلوډ کړه نو د کوک اسټوډیو نه زمونږ سره رابطه وشوه چې دا تن مونږ ته راورسوئ".

نظام الدین خپل ټول ژوند دغه غر کښې تېر کړی، هغ نۀ خو چرته بازار ته کوز شوی او نۀ چرته په ګاډي کې تللی نو د هغه دپاره د لاهور نه تر کراچۍ او په هوایي جهاز کې سفر هم د ژوند بیخي یوه نوې تجربه وه.

ملک ابرار احمد اېډوکیټ وایي،نظام الدین ته په ګاډي بیا په جهاز کښې یا په لفټ کې ختل ډېر عجیبه ښکارېدل او هر څيز ته به یې په غور ،غور کتل.

کوک سټوډیو که هر څو نظام الدین له د دې سندرې درنه معاوضه ورکړې ده خو نظام الدین بیا خپل غر ته تللی دی خپلې ګډې بیزې څروي او ورسره دغه د توروالۍ ژبې سندرې وایي.

نظام الدین وایي هغه به خپل ژوند د تېر په څېر بیا هم د خپلو ګډو بېزو د رمې شاته تېروي خو که بل چا پرې هم په توروالۍ ژبه سندرې ویل غوښتل نو دی به ورته انکار نه کوي اؤ سندرې به ووایي.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG