لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د سوات پولیس وايي په سفارتکارانو د حملې په ځای کې يې د لټون عملیات شروع کړي دي


پولیس چارواکي په هغه خای کې تحقیقات کوي چېرته چې د سفارتکارانو د قافلې سره نږدې چاودنه شوې ده
پولیس چارواکي په هغه خای کې تحقیقات کوي چېرته چې د سفارتکارانو د قافلې سره نږدې چاودنه شوې ده

د خېبرپښتونخوا د سوات سيې پولیس ویلي تېره ورځ د غېر ملکي سفارتکارانو په قافله د بمې چاودنې نه پس يې د پېښې په ځای کې د لټون اپرېشن شروع کړی دی او د سوات قومي جرګې په علاقه کې د بې امنۍ په ضد د احتجاج اعلان کړی دی.

د اتوار، يکشنبې، په ورځ په سوات کې د بهرنيو سفيرانو د قافلې په تحفظ ګمارل شویو پولیس مامورینو موټر سره نږدې چاودنه کې يو پوليس اهلکار ووژل شو او ځینې نور زخمیان شول. بهرني سفيران روغ ووتل.

د سوات پولیس وايي تېره ورځ د سفارت کارو په قافله د بمې چاودنې نه پس يې په هغه سیمه کې د لټون اپرېشن شروع کړي دي.

د سوات پولیس ویاند وویل د اتوار، یکشنبې، په ورځ د ۱۱ هېوادونو سفیران د اسلام اباد د کاروباري خلقو سره د سوات مالم جبې ته راغلي وو او چې کله واپس تلل نو د جهان اباد په سیمه کې د دوي په حفاظت مامور د پولیسو په ګاډي حمله شوې ده چې پکښې یو پولیس ووژل شو څلور نور ژوپل شول. د سفارت کارو موټرې محفوظ پاتې شوې.

د سوات پولیس وايي د بوسنیا، روس، ویټنام، ایتهوپیا، روانډا، زمبابوی، انډونیشیا، ازبکستان، ترکمانستان، قازقستان، پرتګال او د ایران سفیران د سوات په دوره ورغلي وو. د چاودنې نه پس ټول سفارت کار اسلام اباد ته په خېریت رسېدلي دي.

د چاودنې وروسته د سوات قامي جرګې د بدامنۍ په ضد د را روانې جمعې په ورځ ماسپښين دوه بجې په نشاط چوک مینګوره کې د احتجاج اعلان کړی دی او د جرګې مشران وايي په سوات او پښتون وطن کې نوره هېڅ قسمه ترهګرې نه مني.

د سوات د قومي جرګي غړي ډاکټر خالد محمود خالد وویل د جمعې د ورځې جلسه به دهشتګردۍ خلاف او سوات کې د پايېدار امن قایمولو دپاره وي.

د سوات قامي جرګې مشران وايي چې د جمعې په ورځ په دغه احتجاجي غونډه کې به د ټولو سیاسي ګوندونو کارکنان او ځايي مشران، وکیلان، تاجران او د هر تنظیم کارکنان او مشران ګډون کوي.

د سوات یو سیاسي فعال او وکیل عطاالله جان د وي او ای ډیوه سره خبرو کې د سفارتکارانو د قافلې سره نږدې چاودنه د پاکستان د امنیتي او استخباراتي ادارو ناکامي وبلله. هغه وویل د سفارتکارانو په شان د اهمو خلکو دپاره امنیت نه شته نو عامو خلکو ژوند به څنګه محفوظ وي.

د پاکستان د وزيراعظم شهباز شریف دفتر په يو بیان کې د سوات د چاودنې غندنه وکړه او دا يې ترهګري وبلله.
په اسلام اباد کې د روس سفارتخانې ويلي، سفير یې په قافله کې د نورو سفيرانو سره شامل و او دوی د سوات د سېلګرۍ په دوره وو.

د خېبرپښتونخوا وزیراعلا علي امين ګنډاپور په مالم جبه روډ د پوليسو د ګاډي سره نزدې چاودنې د پېښې په اړه رپورټ غوښتی او د پوليس اهلکار په وژنه یې د افسوس څرګندونه کړې ده.

تراوسه پورې د دغه بريد زمه واري چا نه ده منلې.

په نږدې وختونو کې کالعدم تنظیم تحریک طالبان پاکستان، ټي ټي پي، د خېبرپښتونخوا په مختلفو برخو کې په پوځ او پوليسو د یو شمېر حملو ذمه واري منلې ده.

قریباً یوه اوونۍ وړاندې د سوات د پوليسو مشر زاهدالله وي او اې ډيوه ته ویلي وو، په دې کې شک نشته چې د سوات په لرې پرتو غرونو کې د وسله والو شتون شته، خو دوی قابو دي.

هغه ويلي وو، وسله وال د بونېر او شانګلې پورې غرييزه سيمو کې وسله وال ځای په ځای ښکاره کيږي خو په دې سيمه کې دوی دومره نه دي څومره چې په کال 2022م کې ښکاره شوي وو.

په سوات کې د کال 2022م د اګست په مياشت کې د وسله والو ښکاره کېدو خبرونه مخې ته راغلي، بيا د يو پوځي او پولیس افسر چې په ژوبل حالت کې وو، ويډيو په ټولنيزو رسنیو خپره شوې وه.

له دغې وروسته هم د دغه کال ستمبر په میاشت کې د سوات امن کمېټۍ د مشر ادريس خان په ګاډي چاودنه شوې چې پکې د امن کمېټۍ مشر سره د اته کسانو وژل شوی او د دغه پېښې دوه ورځې په يوه بله پېښه کې د امن کمېټۍ پخوانی پوخ عمره تن په وسله وال بريد کې وژل شوی وو.

د دغو دواړو پېښو زمه واري تحریک طالبان پاکستان منلې وه.

د خېبرپښتونخوا پوليسو او پوځ په خپله منلې وه چې په اګست 2022م کې د سوات او دير په لرې پرتو غرونو کې وسله وال ليدل شوي وو. او د دغې وروسته په سوات او صوبې په نورو برخو کې د ناامنۍ ضد او امن دپاره په غټه کچه لاريونونه او مظاهرې شوې وې.

دغه پېښې وروسته له هغې شوې چې د کال 2021م په 28 نومبر ټي ټي پي د پاکستان د حکومت سره ډز بندي ختمه کړې او د څو بريدونو زمه وارۍ یې هم منلې وې.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

د حماس له بنده آزاد شوي اسرائیلیان اوس په څه حال کې دي؟
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:47 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG