په خېبر پښتونخوا کې د موسیقۍ د هنر سره تړلي سازمان موسیقار هنري ټولنې پېښور کې د وسله وال تنظیم داعش لخوا تېره اوونۍ د وژل شوي سیکهـ تاجر دیال سنګهـ د وژنې پرضد احتجاج کړی او دحکومت نه یې غوښتي دي چې پښتونخوا کې میشت اقلیتونو ته دې تحفظ ورکړل شي.
د خالي/شنبې په ماسخوتن د پېښور پریس کلب مخې ته د احتجاج لپاره راټولو شوؤ دغو هنرمندانو دامن زمزمې کړي او د بدامنۍ پرضد یې شعارونه ورکړي دي.
د پېښور اوسیدونکی سیکهـ تاجر ديال سنګهـ په ٣١م مارچ د پېښور دیر کالونۍ سیمه کې په موټرسايکل سورو نامعلومو کسانو وژلی ؤ چې وروسته یې د وژنې ذمه واري داعش خراسان په غاړه اخستې وه.
د موسیقار هنري ټولنې مشر ډاکټر راشدخان یوسفزی د دې احتجاجي مظاهرې راجوړولو مقصد پښتونخوا کې د میشت لږکیو سره پیوستون او یووالی ښودلی او ویلي یې دي چې د دیال سنګهـ د بېګناه وژنې پرضد هیچا د احتجاج غږ پورته نه کړو نو ځکه دوی (هنرمندان) په دې سختو شرایطو کې میدان ته راووتل او د دې وژنې پرضد یې دا مظاهره راجوړه کړه.
رسنیو سره خبرو کې ښاغلي راشد خان یوسفزي ویلي چې پېښور یوازې د مسلمانانو نه بلکې د هر مذهب د منونکو او هرې ژبې د ویونکو ښار دی او د دې ښار په امنیت ویجاړیدو فنکاران فکرمند دي.
هغه وویل دیال سنګهـ یو غریب تاجر ؤ چې د روژې په میاشت کې یې د بشر دوستۍ په اساس په ارزانو نرخونو په مسلمانانو سودا خرڅوله او دا چې دغه تاجر په بېګناه ډول ووژلی شو نو د اقلیتونو ترڅنګ یې فنکاران هم په وژنه خفه دي او د دې ناحقه وژنې په سختو ټکو غندنه کوي.
مظاهره کې شریک د شهکار په نوم یو زلمي پخپلو خبرو کې وویل اوس د پښتنو په خاوره روانه دا جګړه د هرچا لپاره یو شان په زیان ده ځکه چې په دې کې یوازې مسلمانان نه بلکې غیرمسلمه هم وژل کیږي .
هغه وویل هیڅوک اوس په دې وژنو غلي نه شي پاتې کیدالی ځکه چې "که نن یې زه مړ کړم، سبا تا وژني نو ښه داده چې نن ټول په یو غږ د دې بد امنۍ پرضد راپورته شي"
ښاغلي شهکار وویل له دې جګړې نه مسلم په امن پاتې دی اؤ نه غیر مسلم ،حجره ،جومات،مندر او ګوردواره یو شان په نخښه کیږي ځکه نو احتجاج به هم ټولو ته په شریکه وي.
احتجاج ته راټولو شوؤ فنکارانو په دې موقعه د وژل شوي دیال سنګهـ په یاد کې شمعې روښانه کړې اؤ دامن سندرې یې زمزمه کړې.
په خېبرپښتونخوا کې داقليتونو په حق کې دفنکارانو له لوري شوى دا دخپل نوعيت لمړى احتجاج ؤ.
دديال سنګهـ دوژل کيدو وروسته د هغه د کورنۍ غړو بیلابیلو رسنیو سره خبرو کې دهغه په وژنه دسخت افسوس څرګندونه کړې وه او ويلي يې وو چې هغوي اوس په خېبرپښتونخوا کې ځان غيرمحفوظ احساسوي او دځانونو دتحفظ لپاره پنجاب ته کډې کوي.
پخپله د ديال سنګهـ کورنۍ دهغه دوژنې وروسته دڅه قسمه احتجاج نه کولو فيصله کړې وه او ويلي يې وو چې هغوي دسکهانو سره مخې ته راغلو تيرو پېښو پشان په دې پېښه کې هم دپوليس او حکومت نه دڅه رقم انصاف اميد نه لري خو دپېښور فنکارانو دهغه په وژنه احتجاج کړى او سکهـ ورورولۍ ته يې ديو والي پيغام ورکړيدى.
دفنکارانو ټولنې په دې موقعه په اقليتونو دظلم، خراب وضعيت او ټولنيزو رويو مبني شاعري په ترنم کې يولې او شمعې يې بلې کړيدي.
د خېبرپښتونخوا فنکارانو دحقونو تنظيم هنري ټولنې له مخې دپېښور پريس کلب مخې ته دراټولو شوو فنکارانو شميره شپيتوو څخه زياته وه، مظاهره چيانو دمختلفو پيغامونو بينرې پورته کړې وې.
د هنري ټولنې صدر راشد احمد خان ويلي ديال سنګهـ نرخويه او دبهترين اخلاقو مالک و، چې په هره روژه کې به يې په کم نرخ سامان خرڅولو، خو هغه چې ووژل شو نو مونږ وليدل چې دهغه لپاره څوک هم بهر راونه وتل.
د دیال سنګهـ کونډې سرجیت کور رسنیو ته ویلي وؤ پروسکال دسربند په بټه تل بازار کې دهغې ورور رنجیت سنګهـ نامعلومو وسله والو وژلی ؤ اؤ لا یې دهغه غم هیر نه ؤ چې اوس یې میره بېګناه بې خطا ووژل شو.
په پېښور کې د اقلیتونو د حقونو مبارز صاحب سنګهـ په دې وروستیو کې ډیوه ته ویلي وؤ د هغه د راټولو کړو شمېرو په اساس، په پېښور کې د2009 م کال راهیسي شاوخوا 21 سکهان وژل شوي دي.
په خېبر پښتونخوا کې د لږکیو د حقونو مبارز هارون سربديال وايي په صوبه کې نزدې پينځه لکه دعيسایي مذهب لرونکي، اوياؤ زرو پورې هندوان او نزدې پينځلس زره سکهان ژوند کوي،
وي او ای ډيوه سره خبرو کې هغه وایي تر ټولو زيات سکهان په پېښور کې اوسيږي، د خېبر،کرمې ، اورکزو او نورو قبائېلي ضلعو نه د ترهګرۍ ضد جګړې په وخت ګڼ شمېر سکهان پېښور ته راغلې وو، خو اوس په دې علاقو کې هم د دوي هدفي وژنې کيږي، چې ورسره ټول لږکي بيا ځان غېر محفوظ ګڼې۔
د سیکهانو ورورولي وایي چې خېبر پښتونخوا کې په سیکهانو دپرله پسې بریدونو له امله یو شمیر سیکهانو د هیواد بیلابیلو برخو ته کډې کړې دي.
دوی وایي چې پېښور کې تر دې وړاندې ډیر زیات سیکهان میشت وؤ چې دلته یې خپل کاروبارونه کول خو وایي په دې وروستیو کې ګڼ شمیر سیکهانو تاجرانو خپل کاروبارونه پنجاب ته منتقل کړي دي.