چین وایي هیله لري چې افغانستان به دایسټ ترکستان اسلامي غورځنګ اؤ نورو ترهګرو ډلو پرضد ګامونه واخلي

چین دافغانستان په اړه د 11ؤ نکتو په اعلامیه کې هیله ښودلې ده چې افغانستان به دایسټ ترکستان اسلامي غورځنګ په ګډون دټولو ترهګرو ډلو پرضد ګټور ګامونه واخلي اؤ د وګړو،ادارو،دچین اؤ نورو هیوادونو دپروژو ساتنه به باوري کړي.

دچین دبهرنیو چارو وزارت تېره ورځ دافغانستان په اړه د11ؤ نکتو یوه اعلامیه "په افغان کشاله دچین دریځ" په عنوان خپره کړې ده اؤ په اعلامیه کې یې ویلي چین دهغو ټولو پلانونو اؤ ګامونو ملاتړ کوي چې دافغان کشالې سیاسي هواري ته لاره هواروي.

دچین اعلامیه چې په مطبوعاتو کې چاپ شوې هیله ښودل شوې ده چې دافغانستان لنډمهاله حکومت به دښځو، ماشومانو، لږکیو اؤ نسلي ډلو په ګډون دټولو وګړو اساسي حقونه اؤ ګټې خوندي کړي.

اعلامیه زیاتوي دافغانستان حیثیت باید دبیلابیلو هیوادوو ترمنځ دجیو پولیټکل دلوبې پرځائ دهمکارۍ دیو فورم په توګه وي.

اعلامیه کې ویل شوي چې چین دافغانستان ازادۍ،خپلواکۍ،سیمه ییز امنیت ،دافغان ولس ازادانه ټاکنو اؤ دافغانستان مذهبي عقیدو اؤ ملي عنعناتو یا رسمونو رواجونو ته درناوی لري اؤ هیڅکله به دافغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه ونه کړي.

چین ویلي چې دوي به نه خو افغانستان کې دخودغرضۍ اؤ نه هم په دغه هیواد کې دخپل نفوس یا اثر سیوا کولو هڅه وکړي.

افغانستان کې داعتدال خوښي حکومت ملاتړ:

اعلامیه کې ویل شوي چې چین افغانستان کې دیو اعتدال خوښي اؤ دانشمندانه طرز حکومت ملاتړ کوي اؤ هیله کوي چې افغانستان به یوه داسې جامع سیاسي ځاندره وټاکي چې هغه په اعتدال خوښۍ اؤ دور اندېشۍ اډاڼه کورنۍ اؤ بهرنۍ تګلارې جوړې کړي.

پخپله اعلامیه کې چین زیاته کړې ده چې دافغانستان خپلواکه اؤ دایمي پرمختیا کې دکومک په خاطر به چین دافغانستان په بیا جوړونه اؤ پرمختیایي چارو کې خپلو کوټلو هڅو ته دوام ورکوي اؤ افغانستان سره د کومکونو په اړوند به خپلې ژمنې سرته رسوي.

داګست کال2021 نه چې طالبانو افغانستان کې په اقتدار قبضه کړې ده چین د خپل مغربي ګاونډي افغانستان سره پرله پسې د اقتصاي مرستو ژمنې کړې دي او د طالبان نه یې غوښتي چې هغوي باید د ویغور وسله والو خلاف ګامونه واخلي ترڅو نړیوال یې په رسمیت ومني.

تېرکال د اکټوبر په میاشت کې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي وؤ چې د افغانستان په اقتصادي پرمختګ کې چین یو اهم کردار لوبولی شي.

افغانستان سره دچین ژمنې:

دچین په اعلامیه کې ویل شوي چې بیجنګ به کابل سره اقتصادي وده،تجارت اؤ سرمایه ګزارۍ کې پرله پسې پرمختګونو ته وده ورکوي اؤ د روغتیا په چارو،دبې وزلۍ په ختمولو، کرکېلې ته په وده ورکولو، دقدرتي افتونو دمخنیوي اؤ نورو ستونزو په کمولو کې به افغانستان سره کوټلې مرستې کوي.

اعلامیه زیاتوي چې چین په "بیلټ اؤ روډ" پروژه کې دافغانستان ګډون ته هرکلی وایي اؤ په سیمه ییزه اقتصادي همکارۍ اؤ تماسونو کې دافغانستان د ورګډیدو ملاتړ کوي اؤ دا به افغانستان د "زمکې سره دپیوست هیواد" په ځائ "زمکه کې په تړل شوي" هیواد بدل کړي>

په دې اعلامیه کې چین په نړیواله ټولنه ټینګار کړی چې په دوه اړخېزو اؤ ګڼ اړخیزو کچو دترهګرۍ دمخنیوي لپاره امنیتي همکاري لا پسې پیاوړې کړي اؤ افغانستان ته په دې اړوند ضروري سامانونه،الات اؤ تکنیکي مرستې ورکړي.

چین پخپله اعلامیه کې نړیوالې ورورولۍ نه دترهګرۍ،بیلتون خوښۍ اؤ اطرافیت پرضد دافغانستان دجګړې دملاتړ کولو، دترهګرو دمالي سرچینو وچولو،دترهګرو لیکو کې د وسله والو دجذب کیدو اؤ دپولې پورې غاړې ته دفعالیتونو مخنیوي لپاره دګامونو اخستو غوښتنه هم کړې ده.

افغانستان کې چین ته ورپېښې ویرې:

پروسکال دجولای په میاشت کې د اقوام متحده امنیتي شورا یا سېکیورټي کونسل ته وړاندې کړل شوي یو رپورټ وېل شوي وؤ چې دچین د ویغور مسلمانانو تنظیم ترکستان اسلامي غورځنګ یا ټي ايي پي، چې ویغور وسله والو په جلاوطنۍ کې جوړ کړی دی، د افغانستان په شمالي بغلان ولایت کې خپل لویې مرکز بیا قایموي.

په دغه رپورټ کې ویل شوی وؤ چې ، ویغور ډلي د افغانستان په بدخشان ولایت کې مرکزونه جوړ کړي ، فعالیتونه يې پراخه کړي او وسله یې اخیستې په دې مقصد چې د ترهګریزو فعالیتونو دپاره خپل صلاحیت زیات کړي.

چین ټي ايي پي د اېسټ ترکستان اسلامک موومنټ، ايي ټي اېم، په نامه هم یادوي.

چین پخپله اعلامیه کې په امریکا ټینګار کړی چې باید افغانستان سره خپلې ژمنې اؤ مسولیتونه پوره کړي.

همدا شان چین ټینګار کړی چې دنړۍ هیوادونه باید افغانستان کې د دایمي امن اؤ ثبات لباره افغانستان یا دافغانستان ګاونډیو هیوادونو کې دپوځي تنصیباتو لګولو نه ډډه وکړي.

افغانستان کې د یغور مسلمانانو په فعالیتونو چین څه اندېښنې لري:

نړیوال مطبوعات وایي چې د چین چارواکو په افغانستان کې د معدنیاتو په برخه کې د سرمایه کارۍ په اړه د طالبانو سره پخوا خبرې کړي او بیجنګ د طالبانو نه دا تمه هم لري چې یغور مسلمانانو ته دې په افغانستان کې د ترهګرو فعالیتونو اجازت نه ورکوي.

د ملګرو ملتونو د رپورټ له مخې ايي ټي ایم په افغانستان کې په سلګونو غړي لري. امریکې اي ټي اېم د 2020م د نومبر په میاشت کې د ترهګر تنظیم د فهرست نه لرې کړو او د اقوام متحده د ترهګرو په فهرست کې یې اوس هم نوم شته.

په واشنګټن کې د بروکنګز انسټېټوشن فېل باب براون وايي په افغانستان کې د ویغورو په موجودګۍ چین مایوسي څرګنده کړې او په وار وار یې کابل سره رابطې کړي چې طالبان دې ویغور بېجینګ ته وسپاري.

دفېل باب براون له خولې وی او ای تېرکال داګست په میاشت کې پخپل یو رپورټ کې ویلي وؤ د ویغورو په اړه د طالبانو تګلاره هم لکه د نورو خارجي وسله والو په څېر ده، چې طالبان په افغانستان کې د ویغورو د موجودګۍ خبره ردوي او دا خبره هم ردوي چې نوي ویغور افغانستان ته ورغلي دي او څنګه چې امریکایانو ته وېل کېږي چین ته هم طالبان دا خبره کوي چې د افغانستان خاوره به د چین خلاف نه استعمالېږي.

څېړونکي وایي که څه هم طالبان په دې خبر دي چې چین په افغانستان کې د امریکې ځای نه شي نیولی خو بیا هم افغانستان سره د چین اقتصادي مرسته طالبانو د هیلو نه کمه ده.