د 10 روپو نورې اضافې سره پاکستان کې د پټرولو بیعه د تاریخ تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلې ده

دپټرولو نرخ کې ددې نوې اضافې سره پاکستان کې دیو لیټر پټرولو بیعه 282 روپو ته رسېدلې ده.

دپاکستان حکومت دتېلو بیعې نورې خیژولي اؤ د یو لیټر پټرولو په نرخ کې یې 10 روپۍ اضافه کړې ده.

دپټرولو نرخ کې ددې نوې اضافې سره پاکستان کې دیو لیټر پټرولو بیعه 282 روپو ته رسېدلې ده.

دخزانې وزیر اسحاق ډار د خالي په ماښام ویلي د پټرولو ترڅنګ خاورو تیلو نرخ کې هم دیو لیټر پسر د5 روپو اؤ 78 پیسو اضافه شوې ده چې ددې سره اوس پاکستان کې یو لیټر دخاورو تیل په 186 روپۍ اؤ 7پیسې خرڅېږي.

دخزانې وزیر سپینه کړې ده چې دتیلو نرخونو کې دا نوې اضافه به د دوؤ اوونیو لپاره وي.

د روان کال په اوږدو کې دپاکستان حکومت تر دې مهاله دپټرولو په نرخ کې دیو لیټر پسر د67.2 روپو اضافه کړې ده اؤ د پټرولو اوسنۍ بیا دپاکستان دتاریخ تر لوړو لوړې کچې ته رسېدلې ده.

حکومت مخالف ګوند پاکستان تحریک انصاف دپټرولو نرخ کې په اوسنۍ اضافه کلکې نیوکې کړي دي اؤ دا یې په ولس د ګرانۍ یو بل برید یاد کړی دی.

د تحریک انصاف ګوند یو مرکزي مشر اؤ سنېټر فیصل جاوید خان د پټرولو نرخ کې په اضافه خپل غبرګون کې په ټویټر لیکلي د 10 روپو د اضافې پرځاي پټرول 50 روپۍ راکمول پکار وؤ.

هغه ویلي په نړیوال مارکیټ کې دتیلو نرخونه راغورځېدلي دي خو پاکستان کې پرله پسې په بره روان دي چې دا د ولس سره ښکاره زیاتی دی.

د مارچ په میاشت کې دپاکستان پټروليم ډويژن ویلي وؤ د پټروليم ليوي مرکزي ټېکس په مد کې ملک ته د 175 اربه روپو تاوان اوړي او په دې کې د روان مالي کال په اووه مياشتو کې 20 فيصده کمی شوی دی نو ځکه دتېلو بیعې به لوړولی شي.

پټروليم ليوي د مرکزي حکومت لخوا د تېلو په مصنوعاتو [پټرولو او ډيزلو] ټېکس اخستل کيږي او دا ټېکس نېغ په نېغه د مرکزي حکومت خزانې ته ځي صوبو ته پکې برخه نه ورکول کيږي.

اقتصاد پوهه طاهر امين ډیوه ته ویلي، د نړیوالې مالياتي ادارې [ايي اېم اېف] سره پاکستان دا منلي دي چې پټروليم ليوي به 50 روپۍ ليټر ته سېوا کوي.

دهغه په وینا د پاکستان مرکزي حکومت روان کال په بجټ کې د پټروليم لیوي ټېکس په مد کې د 750 اربه روپو ترلاسه کولو هدف ټاکلی وو، خو بيا دا هدف 855 اربه روپو ته سېوا کړل شو، او په پاکستان کې د ګرانۍ او روپۍ د قدر د کمي د وجې په هدف ترلاسه کېدو کې 20 فيصده کمی راغلی دی.

د روانې میاشتې په پیل کې په پاکستان کې د شمیرو دولتي ادارې هیواد کې د روانې ګرانۍ نوې شمیرې مخې ته راوړې وې چې دهغې ترمخه پاکستان کې دګرانۍ کچه 35.37فیصدي ته رسیدلې ده.

دغه شمیرې ښایي چې یوازې دمارچ په میاشت کې ګراني 3.72 فیصدي ختلې ده.

ډان ورځپاڼې دسرمایه کاره کمپنۍ عارف حبیب کارپوریشن په حواله لیکلي چې دا دجولایي کال 1965 نه راپدیخوا هیواد کې دګرانۍ تر ټولو لوړه کچه ده.