دپاکستان پخواني وزیراعظم اؤ دحکومت مخالفه ګوند پاکستان تحریک انصاف مشر عمران خان خبرداری ورکړی چې که چرې حکومت د انتخاباتو په هکله د سپریم کورټ فیصله ونه مني نو هغه به قام یو ځل بیا د احتجاج لپاره سړکونو ته راوباسي.
خو د کورنیو چارو وزیر رانا ثناء الله وایي داسې نه ښکاري چې په 14م مئ به الیکشن وشي ځکه چې وایي عدلیه، پوځ اؤ الیکشن کمیشن لا انتخاباتو ته جوړ نه دي.
د سپریم کورټ د مشر قاضي عمر عطا بندیال په مشرۍ درې کسیزه بینچ په 14م مئ دپاکستان تر ټولو ستره صوبه پنجاب کې دانتخاباتو کولو حکم کړی دی خو ددې ترڅنګ یې دا هم ویلي دي چې که چرې سیاسي مشران خپلو کې دانتخاباتو په نېټه متفق شي نو بیا عدالت دانتخاباتو نېټه کې ګنجایش پیدا کولی شي.
د خالي- شنبې په ورځ دلاهور په زمان پارک کې دخپل ګوند فعالینو ته وینا کې عمران خان تور ولګولو چې حکومت دسپریم کورټ فیصله نه مني اؤ که چرې داسې وشوه نو دی به قام سړکونو ته راوباسي.
هغه واضحه کړه چې څه وخت هم په ولس سړکونو ته د راوتلو اؤ احتجاج پیل کولو لپاره غږ کولی شي.
عمران خان وویل هغه په هیواد کې دانصاف اؤ قانون واکمني غواړي اؤ دحقیقي ازادۍ جګړه یې ددې لپاره پېل کړې ده چې ټول دقانون تابع کړي
پاکستاني میډیا وایي پرون عمران خان دخپل ګوند دپنجاب اؤ خېبر پښتونخوا صوبو د سیمه ییزو مشرانو یوه غونډه هم رابللې وه اؤ په دغه غونډه کې یې هغوئ سره دالیکشن په کمپین اؤ په انتخابي جلسو کې دخپل ګډون په اړه مشورې کړې دي.
رسنۍ وایي دغې غونډې ته عمران خان دګوند مشرانو ته ویلي چې پنجاب کې دالیکشن کمیشن باید هم د14مئ په اساس پیل کړي ځکه چې انتخابات به هم په دغه نیټه دسپریم کورټ دفیصلې مطابق کیږي.
خو دکورنیو چارو وزیر رانا ثناء الله په فیصل اباد کې رسنیو سره خبرو کې ویلي هغه ته داسې نه ښکاري چې انتخابات به په 14مئ وشي.
رانا ثناء الله وویل حکومت دانتخاباتو په نېټه پي ټي ایي سره خبرو لپاره له خپله اړخه یوه ډله ټاکلې ده اؤ هڅه کوي چې په 26م اپریل تحریک انصاف سره په دې اړوند خبرې وکړي .
خو دکورنیو چارو وزیر وویل دعمران خان فطرت دمذاکرات کوونکو نه دی اؤ ددې رویه هیواد دکوم لویې ناورین سره مخ کولی شي.
پاکستاني رسنۍ وایي دجمعې په ورځ دمرکزي حکومت استازو سردار ایاز صادق،خواجه سعد رفیق اؤ نورو مشرانو دمخالف ګوند د مهم مشر اؤ دقامي اسمبلۍ پخواني اسپیکر اسد قیصر سره تماس نیولی اؤ هغه ته یې ویلي چې حکومت یې د دوي دګوند سره په رسمي ډول خبرې کول غواړي.
ددې تماسونو په هکله که هرڅو حکومت یا تحریک انصاف ګوند کومه رسمي اعلامیه نه ده خپره کړې خو پاکستاني رسنۍ د سرچینو له خولې وایي چې اسد قیصر دحکومتي تماس نه دخپل ګوند عمومي سکتر اسد عمر هم خبر کړی اؤ دواړه خواوې په دې سلا شوي چې په26م اپریل به یې استازي خپلو کې رسمي لیدنه کوي.
دپاکستان سپریم کورټ پنجاب صوبه دمئ په 14مه نیټه دانتخاباتو کولو امر کړی خو حکومت غواړي چې ټول هیواد کې باید په یوه ورځ انتخابات وشي اؤ ددې لپاره ددفاع وزارت اؤ الیکشن کمیشن سپریم کورټ ته خواستونه هم کړي وؤ خو سپریم کورټ دغه خواستونه نه دي منلي.
دسپریم کورټ مشر قاضي عمرعطا بندیال د اوریدنې په مهال ویلي چې عدالت پنجاب کې دانتخاباتو دنیټې په اړه خپله فیصله نه شي بدلولی خو ویلي یې وؤ چې که چرې سیاسي ګوندونه دانتخاباتو په نیټه خپلو کې متفق شي نو بیا عدالت ګنجایش پیدا کولی شي.
دپاکستان په مرکز کې د واکمن سیاسي ایتلاف مشرانو مولانا فضل الرحمان اؤ بلاول بوټو زرداري دمذاکراتو په اړه دچیف جسټس په وینا یا ریمارکس سختې نیوکې کړې وې اؤ ویلي یې وؤ مذاکرات دسیاسي ګوندونو خپل معامله ده اؤ څوک پرې د ټوپک په زور مذاکرات نه شي کولی.
دپاکستان سپریم کورټ کې به په یوه ورځ دانتخاباتو کولو دقضیې راتلونکې اوریدنه په 27م اپریل کیږي .
دسپریم کورټ مشر قاضي په تېره اوریدنه کې ویلي وؤ چې که پنجاب کې دانتخاباتو په اړوند دسپریم کورټ امر ونه منل شي نو ددې سختې نتیجې مخې ته راتلی شي.