کراچۍ: د سزا په پوره کولو 56 افغانان له بنده اېله شوي خو پولیسو په تازه عملیاتو کې نور افغان کډوال نیولي

د اسناد نه لرلو په تور د کراچۍ زندان کې بندي نور 56 افغانان له بنده خوشي کړل شوي او بيرته د چمن د لارې افغانستان ته ليږل شوي دي.

په عین حال کې پاکستاني رسنۍ وایي دخالي/شنبې په ورځ یو ځل بیا پولیسو د لټون عملیاتو کې د کراچۍ ښار نه نهه افغان کډوال نیولي اؤ دهغوی پرضد یې پاکستان کې د غیرقانوني استوګنې له امله مقدمې درج کړي دي.

کراچۍ کې د طالبانو د حکومت کونسل جنرال د نورو افغان کډوالو د نیول کیدو نه بې خبري ښودلې ده.

د اپريل په 29مه د شنبې په ورځ د پاکستان دغټ صنعتي ښار کراچۍ د زندانونو نه د 24 ماشومانو په ګډون 56 افغانان چې د بند سزاګانې يې پوره شوې وې، خوشي کړی شوي او بيرته خپل هيواد ته ليږل شوې دي.

په کراچۍ کې د طالبانو د کونسلګرۍ مشر مولوي عبدالجبار وي او اې ډيوه ته وويل ، پرون چې کوم 56 افغانان له بنده خوشي شوي دوی په بسونو کې د چمن د لارې افغانستان ته ولېږل شول.

مولوي عبدالجبار وويل "له دې مخکې هم د اسناد نه لرلو په تور نيول شوي 2220 کسان چې ښځې او ماشومان په کې شامل وؤ خوشي کړی شوي او بيرته افغانستان ته ليږل شوي دي.

هغه وویل دوی خپلې هڅې دوامداره ساتلي چې زندانونو کې پراته نور افغان کډوال هم زر راخوشي کړي او بيرته يې افغانستان ته ستانه کړي.

مولوي عبدالجبار زياته کړې دا وخت هم د سيند صوبې په بيلابيلو زندانونو کې نزدې 331 افغانان د اسنادو نه لرلو په تور بنديان دي.

بل لوري د پاکستان ايکسپريس رسنۍ خبر ورکړی چې تيره شپه د پوليسو او رينجرز ځواکونو په ګډو عملياتو کې نور 9 افغانان د کراچۍ سایټ سپرهایي وی سیمې نه د غیرقانوني استوګې په تور نيول شوي دي.

خو په کراچۍ کې د افغان کونسلګرۍ مشر مولوي عبدالجبار نه ډيوه سره خبرو کې دنورو افغان کډوالو دنیول کیدو نه بې خبري ښودلې اؤ وایي "په دې هلکه زه تر اوسه کره معلومات نه لرم".

د نيول شوو افغانانو وکيلې منيزه کاکړ وي او ای ډیوه ته ویلي په دې ورستيو کې ډيرې داسې قضيې د دوي مخې ته راغلي چې اسناد لرونکي افغانان د پوليسو له خوا نيول شوي او پيسې ترينه اخستل شوې دي.

د منيزه کاکړ په خبره"په کراچۍ کې د افغانانو پر ضد عمليات په هره دویمه ورځ کيږي - چرته چې دوي مزدوري يا کار کوي هلته يې پوليس ځوروي او پيسې ترينه غواړي او چا سره چې اسناد وي هغه هم نه پريږدي".

بلخوا په کراچۍ کې ميشت افغانان هم دا خبره تاييدوي چې داسناد لرونکو افغانانو د نيولو لړۍ که څه کمه شوې خو افغان کډوال اوس هم د پولیسو لخوا د پېسو دپاره تنګول کيږي او پېسې ترې اخستل کیږي.

خو د پولیس دپولیسو یو لوړپوړي چارواکي څه مونده وړاندې وي او ای ډيوه ته ويلي وو که دوي ته دغه ډول شکايت ترلاسه شي نو د هغو پوليسو پرضد به قانوني کارروايي کوي څوک چې بې ځايه تنګول کوي.

په کراچۍ او د سيند صوبې په بېلابيلو برخو کې د تېر کال راهسې د افغانانو نيولو لړۍ پېل شوې وه، او تر 2500 نه زيات افغانان سړي ,ښځې او ماشومان د قانوني اسناد نه لرلو په تور نيول شوي وو.

د سيند صوبايي حکومت او پوليس چارواکو وي او اې ډيوه ته ويلي وو چې دوی هغه کسان نيسي او بيرته یې ليږي څوک چې قانوني اسناد نه لري.

په افغانستان کې واکمنو طالبانو ويلي د افغانانو د نيولو مسله یې د پاکستان سره شريکه کړې ده.