د پاکستان د شماریاتو اداره وایي، په اپرېل کې ګراني 36.4% ته زیاته شوې.
ځايي اوسېدونکي وایي، د ګرانۍ له امله مزدوري کمه شوې او نه شي کولی د خپلې کورنۍ اړتیاوې پوره کړي.
سوداګر وایي په کوم حساب چی ګراني زیاتیږی په هغه کچه د مزدورانو مزدوري نه ده زیاته شوې او دا چی ګراني تر هغی نه شی کمېدای تر څو چی پاکستان د خوراکي توکو درامدات راکم او برآمدات زیات کړي.
تفصیل له مردانه د ریاض حسین په رپوړټ کې.