په پاکستان کې د مې په نهمه له شویو احتجاجونو وروسته د عمران خان د ګوند د یو شمېر کسانو نیول پیل شوي
دا مهال یو شمېر کسانو د تحریک انصاف ګوند د پرېښودلو اعلان هم کړی چې د دې ګوند د راتلونکې په اړه یې یو شمېر پوښتنې راپورته کړي.
څېړونکي وايي، په پاکستان کې د سیاسي ګوندونو د جوړېدو او ماتېدو خبره نوې نه ده ځکه اسټبلېشمنټ نه غواړي چې یو سیاسي ګوند هم په بشپړه توګه واکمن شي.
تفصیل د اورنګزېب خان په راپور کې.