جماعت اسلامي: د ګوند په امير سراج الحق باندې په ځانمرګي بريد کې ککړ خلک دې ونيول شي
د بلوچستان په سرحدي ښارګوټي چمن کې جماعت اسلامي په احتجاجي جلسه کې د صوبې په خراب امن و امان او سخته ګرانۍ انديښنه ښودلې.
احتجاج کونکو په ژوب کې د ګوند په مشر سراج الحق باندې په ځانمرګي بريد کې د ککړو کسانو د نيولو غوښتنه کړې.
تفصيل د نعمت سرحدي په رپوټ کې