اسحاق ډار: آی اېم اېف غواړي چې پاکستان د سریلنکا په څېر شي اؤ بیا ورسره مذاکرات وکړي

د پاکستان د خزانې وزیر ښاغلي اسحاق ډار ویلي آی اېم اېف د دوی وخت ضایع کوي اؤ په ظاهره پاکستان بلیک میل کوي.

د زیارت/پنجشنبې په ورځ د پاکستان د سینیټ د خزانې قایمه کمیټۍ ته د احوال ورکولو په وخت ښاغلي اسحاق ډار ویلي آی اېم اېف غواړي چې پاکستان د سریلنکا په څېر شي اؤ بیا ورسره خبرې وکړي.

اسحاق ډار وویل د آی اېم اېف خواهش دی چې "مونږ دې بیخي یوې څانګې ته هم په ټیکس کې رعایت ورنه کړو."

نوموړي وویل: د یو خپلواکه هیواد په توګه مونږ ته دومره حق خو وي چې یو څه ټیکس پریږدو.

د خزانې وزیر وویل که ټیکس کې استثنا نه ورکول کیږي نو د نمو شرحه به څنګه سیوا کیږي اؤ چې هیواد ته ګټه وټه نه راځي نو هیواد به څنګه پرمخ ځي؟

د هغه وینا وه چې د آی اېم اېف په وینا ځوان کول ته د آی ټي په څانګه کې په رعایت ورکولو بندیز نه شو لګولی.

خو د دې ترڅنګ د خزانې وزیر د سینیټ قایمه کمیټې ته دا ډاډ هم ورکړی دی چې آی اېم ایف سره د پاکستان خبرې اترې روانې دي اؤ هم په روانه میاشت کې به نهمه ارزونه سرته ورسیږي.

تر دې وړاندې د تېرې میاشتې په پائ کې د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف هم ویلي وؤ چې هیواد یې د آی اېم ایف ټول شرطونه ټکي په ټکي پوره کړي دي اؤ اوس داسې هیڅ نه دي پاتې چې ایي ایم ایف سره د تړون مخې ته خنډ شي.

د پاکستان د پخواني وزیراعظم عمران خان حکومت کال2019م کې ایي ایم ایف سره د6 اربو اؤ 50 کروړو ډالرو د پور تړون لاسلیک کړی ؤ خو د دغه پیسو نه اوس هم پاکستان ته نزدې 2 اربه اؤ 70 کروړه ډالر نه دي ورکړل شوي چې د دې پیسو معیاد روانه میاشت ختمېدونکی دی.

د آی اېم اېف لخوا پاکستان ته د قسط جاري کولو لپاره د مامورینو په کچه تړون د تېر نومبر د میاشتې راهسې د ځنډ ښکار دی اؤ پاکستان د تېرې فرورۍ د پیل راهسې آی اېم اېف سره د یو ارب اؤ 10کروړه ډلرو لپاره خبرې اترې کوي خو په دې خبرو کې هیڅ کامیابي نه ده موندل شوې.

څېړونکي وايي په پاکستان کې راغلې سياسي بحران او ګډوډۍ د خراب اقتصادي صورتحال سره مخ د دې هېواد د نړیوالې مالياتي ادارې آی اېم اېف سره د قرض د لوظنامې پرځای کېدو هيلې ختمې کړي دي.

د اقتصادي چارو کارپوهه عابد قيوم سلهري د وي او ای ډیوه خبریال ارشد حسین ته ویلي،پاکستان دا وخت د کمزوري اقتصادي صورتحال سره مخ دی او د سقوط په څنډه ولاړ دی.

هغه ویلي دې هېواد ته به بهرنۍ قرضې ستنول وي او که د آی اېم اېف سره د سټاف په کچه لوظنامه نه کېږي نو بیا به اقتصادي کړکیچ لا پسې سیوا کیږي ځکه چې د نړيوال بینک او اېشايي سټرکچر 700 میلیونه ډالرې هم نه دي راغلي او هغوی د دې ورکول هم د نړیوال مالياتي ادارې د معاهدې سره تړلي دي.