امریکا: په اقتصادي توګه د پاکستان کامیابي اؤ د دغه هیواد ولس د امریکا اولینه ترجیح ده

د امریکې د بهرنیو چارو د وزارت ویاند میتهیو ملر وایي واشنګټن د آی اېم اېف اؤ پاکستان ترمنځ روانو خبرو اترو کې فریق نه دی خو پاکستان ته نړیوالې مالیاتي ادارې سره د هغې په اصلاحاتي پروګرام تعمیري انداز کې د خبرو اترو ترغیب ورکوي.

هغه ویلي په اقتصادي توګه د پاکستان کامیابي اؤ د دغه هیواد ولس د امریکا اولینه ترجیح ده.

داپه داسې حال کې ده چې د پاکستان د خزانې وزیر اسحاق ډار ویلي دوی د آی اېم اېف نه د پيسو ترلاسه کولو لپاره د مامورینو په کچه یو اهم تړون ته نزدې شوي اؤ هیله ده په راتلونکو څلېریشتو ساعتو کې دا تړون ترسره شي.

د خزانې وزیر اسحاق ډار د زیارت-پنجشنبې په ورځ خبري شبکې رایټرز ته ویلي "مونږ د آی اېم اېف سره د مامورینو په کچه په تړون لاسلیک کولو ته ډیر نزدې شوي یو".

پاکستان کال 2019م کې آی اېم اېف نه د 6.5 اربو ډالرو د پور ترلاسه کولو تړون کړی ؤ اؤ د دغو پیسو نه اوس 1.1 ارب ډالرو ترلاسه کولو لپاره آی اېم سره په خبرو بوخت دی خو دپروګرام بحالي دتېرو څو میاشتو راهسې دځنډ ښکار ده چې دې دپاکستان مالي مشکلات سیوا کړي دي.

دتېرې څه مودې راپدیخوا دپاکستان دخزانې وزیر اؤ نور حکومتي چارواکي نیوکه کوي چې آی اېم اېف سره یې د پور تړون د جیو پولیټکس یا جغرافیایي سیاست ښکار کیږي.

په پاکستان کې ځېنې اړخونه دا دعوې هم کوي پاکستان ته د آی اېم اېف نه د پور ورکولو په عمل کې امریکا ځکه هم خپل اثر رسوخ نه کاروي چې پاکستان چین ته زیات نزدې دی.

واشنګټن کې چې کله وایس اف امریکا د آی اېم اېف اؤ پاکستان ترمنځ د روانو مذاکراتو په اړوند د امریکې د نظر معلومولو لپاره د بهرنیو چارو د محکمې سره تماس ونیولو نو د دغه محکمې یو ویاند وویل دا مذاکرات د آی اېم اېف اؤ پاکستاني چارواکو خپل منځي معامله ده.

ویاند وویل "امریکا دې مذاکراتو کې فریق نه ده ،خو پاکستان ته آی اېم اېف سره د هغې په اصلاحاتي پروګرام تعمیري انداز کې د خبرو اترو ترغیب ورکوي".

امریکایي ویاند وویل په اقتصادي توګه د پاکستان کامیابي اؤ د دغه هیواد ولس د امریکا اولینه ترجیح ده اؤ مونږ به پاکستان سره د تکنیکي چارو، پرمختیایي امداد اؤ د خپل تجارتي اؤ سرمایه کارۍ د اړیکو پیاوړي کولو لپاره خپله شراکت داري دوامداره ساتو.

تر دې وړاندې آی اېم اېف پخپل یو وروستي بیان کې ویلي وؤ چې ددغه ادارې ډلې پاکستاني چارواکو سره خپلو خبرو ته دوام ورکړی ترڅو دقرض تړون ورسره زر ترسره کړي.