پي ټي اېم: د کراچۍ پولیسو د غورځنګ د سېند صوبې د مشر نورالله ترین په ګډون لس غړي نیولي

کراچۍ - د پشتون ژغورنې غورځنګ وايي، د کراچۍ پوليسو د غورځنګ د سيند صوبې مشر نورالله ترين او د دوی نهه نور فعالين نيولي او د سيند صوبې د جيکب آباد ضلعې جيل ته يې انتقال کړي خو پوليسو په دې اړه څه نه دي ويلي.

د پشتون ژغورنې غورځنګ د کراچۍ وياند رويدالله مسيد د نهې یا سې شنبې په ورځ وي او ای ډيوې ته ويلي چې د جولای په 15 مه نيټه نورالله ترين او د غورځنګ 9 نور غړي سهراب ګوټ تاڼه نه پوليسو نيولي وؤ۔

نوموړي وویل،

"د دريو ورځو پورې زمونږ کسان بې درکه وو. مونږ د کراچۍ په تاڼهو کې لټول خو نن راته خبر تر لاسه شوې چې نورالله ترين او ورسره 9 تنه نور ملګري د قانون دفعې 16 ايم پي او لاندې نيول شوي او د کراچۍ پوليسو جيکب اباد جيل ته منتقل کړي."

رويدالله مسيد زياته کړه نيول شوي فعالين نوراللہ ترین، عثمان عرف ساقب، نعمت اللہ عرف عادل شاہ، قسمت، مدیر عرف حقیار، حکمت اللہ، یار محمد، بخت اللہ، زلمی او عزیز د سهراب ګوٹ پوليسو تاڼه ته د څه مسلې په اړه خبرو يا معلومات اخيستلو ته ورغلي وو، خو د سهراب ګوٹ پوليسو دوي هلته په تاڼه کې نيولي.

د کراچۍ سهراب ګوټ تاڼې پوليسو په دغه اړه ځان نا خبره بللې.

وي او ای ډيوې د جيکب آباد جيل چارواکو سره د اړیکو نيولو هڅې هم کړي خو د پي ټي ايم د نيول شويو فعالينو په اړه پوليسو تر اوسه څه نه دي ويلي.

بلخوا د پشتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پشتين يوه ورځ وړاندې په خپلې ټویټر پاڼې باندې د نورالله ترين او د پي ټي ايم نورو فعالينو نيول کېدو خبر خپور کړی وو.

"پي ټي ايم سيند رابطه کار نورالله ترين د 6 ملګرو سره سهراب گوټ تاڼه نه پوځيانو اغوا کړي د. د شمالي وزيرستان نه د پي ټي ايم 4 زمه وار تر اوسه د پوځ په قيد کې دي او د دې مياشتې له تيريدو وروسته هم عدالت ته نه دي وړاندې کړل شوي"

منظور پشتين په موجوده حکومت نيوکې کړې دي چې تاريخ شاهد دې چې د بشري حقونو سرغړونې تر ټولو ډيرې په دغه اوسني حکومت کې روانې دي.

د پي ټي ايم مشر منظور پشتين له خوا لګول شويو تازه تورونو ته حکومت يا د پاکستان پوځ څه ځواب نه دې ويلی، خو د پاکستان پوځ پخواني وياند څه وخت وړاندې ويلي وو چې پي ټي ايم د‌ بهرنیو هيوادونو په ايجنډه کار کوي.

خو د پي ټي ايم مشر منظور احمد پشتين تل دغه ډول تورونه رد کړي او ويلي يې دي چې پي ټي ايم د پښتنو د حقونو دپاره پرامنه تحريک دې او که په دوي دغه تورونه ثابت شي نو رياست دې د خپلې خوښې سزاګانې ورکړي.

دا لومړی ځل نه دې چې په کراچۍ کې د پي ټي ايم غړي د پوليسو له خوا نيول شوي.

له دې نه وړاندې د جنوبي وزيرستان نه د قامي اسمبلې غړې پشتون ژغورنۍ غورځنک مخکښ علي وزير د رياست او رياستي ادارو پر ضد د وينا کولو په تور شاوخوا 26 مياشتې د کراچۍ په زندان کې بندي ساتل شوی و.

همداسې ګڼ شمېر د پي ټي ايم مشران او فعالين وخت په وخت د رياستي ادارو پر ضد وينا کولو او نورو تورونو په مقدمو کې نيول شوي او ترهګرۍ ضد عدالتونو کې د مقدمو پرې اوريدنې شوې دي.

د پشتون ژغورنې غورځنګ مشران وايي، حکومت د رياستي ادارو په وينا د يوې پالیسۍ لاندې د پي ټي ايم فعالينو د نيولو لړې پيل کړې خو زندانونه نه د دوي غږ بند‌ولی شي او نه د پښتنو د حقونو دپاره په روانه مبارزه کې دوي ته څه خنډ جوړولای شي.