مککال: له طالبانو سره د امریکايي استازو د ليدنو بندېدل پکار دي

د امریکې د استازو اېوان د بهرنیو اړیکوکمېټۍ ویلي، د امریکايي استازو په افغانستان کې د واکمنو طالبانو سره ليدنې کتنې بندېدل پکار دي. او په ملګرو ملتونو کې د امریکا استازې ویلي، امريکا د طالبانو په رسمیت پېژندلو په لټه کې نه ده.

د استازو د اېوان د بهرنيو اړیکو د کمېټۍ مشري د ريپبلکن ګوند مایکل مککال کوي.

کمېټۍ د چهارشنبې په ورځ دغه څرګندونې د افغان مېرمنو او جينکو او بشري حقونو دپاره د امریکا د بهرنيو چارو د وزارت د ځانګړې استازې رينا اميري د بيان په غبرګون کې کړي دي.

کمېټۍ د مککال له قوله ویلي، "د کله نه چې رينا امیري دفتر سمبال کړی، د افغان مېرمنو او جينکو ضد ظالمانه فرمانونه نور سېوا شوي دي. افغانان د امریکا نوره ښکېلتيا نه غواړي ځکه دا نه د مېرمنو او جينکو مرسته کوي او نه طالبان عادي کوي. دا ليدنې بندېدل پکار دي".

په 31 جولايۍ د امریکې د بهرنيو چارو وزارت ویلي وو د افغانستان دپاره د امریکا ځانګړي استازي تهامس ويسټ، رینا اميري او په دوحه کې د امریکا لخوا د افغان مشن مشري کوونکې کېرن ډېکر د طالبانو د مشرانو استازو سره ليدلي وو.

رينا امیري د دغو ليدنو په اړه ويلي وو، "موږ په ګډه او په وار-وار په افغانستان کې د بشري حقونو د حالت د سمون پر بیړنۍ اړتیا ټینګار وکړ، موږ د ښځو او نجونو پر وړاندې د محدودیتونو د لیرې کولو، تعلیم او کار ته د لاسرسي، د بندیانو خلاصون، د جسمي مجازاتو ختمول، په رسنیو او بیان آزادیو د فشار ختمول وغوښتل".

هغې زياته کړې وه، "موږ ټینګار وکړ چې د امنیت، اقتصادي پرمختیا او ثبات د ترلاسه کولو لپاره، د هیلو او بشري پانګو ساتلو او له نړیوالې ټولنې سره د دریځ په ښه کولو کې، بشري حقونو ته درناوی اساسي ارزښت لري".

د وي او اې اشنا ترمخه د رينا اميري د څرګندونو په غبرګون کې د افغان مېرمنو د اعتراضي خوځښتونو ايتلاف په يوه اعلاميه کې ويلي وو، د افغان مېرمنو دغه خوځښتونه، چې د نزدې دوو کلنو راهیسې د افغانستان د خلکو په ځانګړي ډول د ښځو د بشري حقونو لپاره نه سټړې کیدونکی مبارزه کوي هیڅکله یې طالبانو سره مخامخ تعامل غوښتنه نه ده کړې.

دغو معترضو میرمنو ویلي، د هیچا او هیڅ هیواد سره په کتنو کې د طالبانو سره د مخامخ تعامل غوښتنه نه ده کړې او زياته کړې یې وه، مېرمن امیري د دې حق لري، چې د امریکا د ګټو لپاره کار وکړي خو د دې هیڅ حق نلري، چې د افغان مېرمنو څخه د یوې وسیلې په توګه استفاده وکړي.

په دوحه کې د طالبانو د استازو سره د ليدنو په اړه تهامس ويسټ په دويم اګست ویلي وو، "د طالبانو له لوړپوړو استازو او افغان کارپوهانو سره په افغانستان کې د مهمو ګټو په اړه دوه ورځنۍ ناستې پای ته ورسولې. مونږ د هېواد پر اقتصادي وضعیت، بشري حقونو، بشري اړتیاوو، امنیتي ژمنو، ټول ګډونتوب او د نشه یي توکو په خلاف د مبارزې په اړه خبرې وکړې".

هغه ويلي وو، "خبرې دوه اړخیزه، مفصلې او سپینې وې، او د افغانانو د ملاتړ او د ګټو خوندي کولو لپاره یې دوام اړین دی".

ويل شوي په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیرې لینډا تهومس ګرینفیلډ ویلي، امریکا د طالبانو د رسمیت پېژندلو په لټه کې نه ده، بلکې په دغې ډلې فشار راوړي چې په خپلو نړیوالو زمه وارۍ عمل وکړي.

ګرینفیلډ ويلي، "د افغانستان په اړه زمونږ دریځ ډېر روښانه دی. په دې باور یو چې افغان جينکۍ باید ښوونځيو ته د تګ اجازه ولري او افغانې ښځې باید کار ته ولاړې شي. په دې خاطر مو په طالبانو فشار راوړی دی. مونږ طالبان په رسمیت نه پیژنو. او جينکۍ ته د زده کړو د اجازې نه ورکولو په دلیل له طالبانو څخه مو هیڅ ډول ملاتړ ندی کړی".