طالبانو د خپلې واکمنۍ د دوه کلنې کلیزې د لمانځلو په مهال په افغانستان کې د سیاسي ګوندونو پر هر ډول فعالیت بندیز اعلان کړی دی، د دې هېواد سیاسي ګوندونو لا دې اعلان ته څه غبرګون نه دی ښکاره کړی.
د طالبانو د انصاف یا عدلیې وزیر عبدالحکیم شرعي د شورو- چارشنبې په ورځ په کابل کې یوې خبري غونډې ته په وینا کې وویل، چې سیاسي ګوندونه "نه شرعي بڼه" لري او نه "د ملت په ګټه" دي:
"نه ملت دغه [سیاسي ګوندونه] غواړي او زموږ ستاسو تجربو دا ثابته کړله چې دا ملت څومره وران دی د دې یواځینۍ وجه همدغه سیاسي احزاب [ګوندونه] دي".
دوه کاله مخکې چې طالبان لا پر افغانستان باندې نه وو واکمن شوي د دې هېواد له انصاف وزارت سره تر 70 زیات لوی او واړه سیاسي ګوندونه په رسمي توګه رجسټر وو.
که څه هم د تېر جمهوري نظام په مهال وخت په وخت لویو او وړو سیاسي ګوندونو د افغانستان په بېلابېلو ښارونو کې فعالیتونه، جلسې او احتجاجونه کول خو د طالبانو په واکمنۍ کې یې فعالیت درېدلی وو.
د طالبانو پر حکومت له پیله راهیسې پرله پسې تورونه لګېږي چې د خپلو تنقید کوونکو د ځپلو لپاره د ټولنې، غونډې او بیان ازادي محدودوي او یواځې خپلو پلویانو او ملاتړو ته اجازه ورکوي چې دا ډول فعالیتونه وکړي.
د طالبانو د انصاف وزیر عبدالحکیم شرعي پر سیاسي ګوندونو د بندیز په اړه نور تفصیل نه دی ورکړی، خو ویلي یې دي چې له دې وروسته به دغو ګوندونو ته د فعالیت اجازه ور نه کړي.
طالبانو په تېرو دوو کلونو کې نه یواځې د ښځو او نجونو پر کار او اعلی تعلیم بندیز لګولی، بلکې ښځې یې له کورني نارینه پرته له اوږده سفر، پارکونو او حمامونو ته له تللو او د ښځو پر سینګارځایونو یې هم بندیزونه لګولي دي.
په تېرو شلو کلونو کې غوړېدلې افغان رسنۍ هم د نویو واکمنانو تر بریدونو لاندې دي، چې په سلګونو خبري چېنلونه، ټیلیویژنونه، رېډیوګانې او رسنۍ یې بندې کړې او سلګونه خبریالان یې له هېواده وتلو ته اړ کړي دي.
ملګرو ملتونو او د بشري حقونو نورو نړیوالو ادارو پرله پسې په افغانستان کې د بشري حقونو د خرابېدو حالت غندلی او له طالبانو یې غوښتي چې د ښځو او ښاري ازادیو خلاف خپل بندیزونه بیرته واخلي.
د افغانستان د سیاسي چارو څېړونکی او د تېر افغان ولسمشر مخکینی سلاکار طارق فرهادي وایي، طالبان غواړي چې د خلیجي هېوادونو غوندې په افغانستان کې سیاسي ګوندونه نه وي:
"هر څومره که دا له سیاسي پلوه ناسم کار ښکاري، خو سیاسي ګوندونه اوسمهال په افغانستان کې غیرضروري تقسیم پیدا کولای شي او دا وروستی شی دی چې هېواد ورته اړتیا لري".
طارق فرهادي وایي څه ته چې افغانستان اوس اړتیا لري هغه د هېواد د راتلونکي په اړه بحث کې د ښځو او د ژوند له هره اړخه د خلکو ګډون دی.
د طالبانو دویم ځل واکمنېدو د افغانستان د مشهورو سیاسي ګوندونو مشران او سیاستوال دې ته اړ کړل چې هېواد پرېږدي، ځکه دوی وېرېدل چې د امریکا په ملاتړ له تېر حکومت سره د ملګرتیا له کبله به طالبان غچ ترې واخلي.
ګڼ شمېر جلاوطنه افغان سیاسي مشرانو له هغه راهیسې د طالبانو د واکمنۍ مخالفت کړی او د ختمولو لپاره یې د وسلوالې مبارزې ږغ کړی، خو د دې کار لپاره یې تر اوسه نړیوال ملاتړ نه دی تر لاسه کړی.
د امریکې د ملي امنیت مخکیني سلاکار جان بولټن د نهې- سه شنبې په ورځ وي او اې اردو ته په مرکه کې ویلي وو، چې د افغانستان راتلونکی له واکه د طالبانو په لرې کولو پورې تړلی دی.
جان بولټن ویلي وو فکر نه کوي چې دا ځل به بیا امریکا له پوځي له لارې د طالبانو حکومت ختم کړي، خو وایي که د طالبانو خلاف جنګېدونکې مزاحمتي ډلې د هغوی حکومت نسکورول وغواړي، څنګه چې امریکا د شوروي پوځونو خلاف د مجاهدینو مرسته کړې وه، د دغو مزاحمتي ډلو پر ملاتړ هم باید فکر وشي.