سراج الدین حقاني:که پاکستان په زور د ستونزو هواری غواړي نو دا د دواړو هیوادونو د ولسونو په زیان ده

د طالبانو په حکومت کې د داخله چارو وزیر سراج الدین حقاني چې د طالبانو په منځ کې د خلیفه په نوم مشهور دی

د طالبانو په حکومت کې د داخله چارو وزیر سراج الدین حقاني چې د طالبانو په منځ کې د خلیفه په نوم مشهور دی

په افغانستان د واکمنو طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزیر سراج‌الدین حقاني وایي که‌چېرې پاکستان وغواړي چې ستونزې د زور له لارې حل کړي، نو د دواړو هېوادونو ولسونو ته به زیان ورسېږي.

د افغانستان د طلوع نیوز ټیلي ويژن د رپورټ له مخې د ګل/دوشنبې په ورځ په اروزګان ولایت کې یوې غونډې ته خپله وینا کې سراج الدین حقاني ویلي چې په پاکستان کې وروستۍ پېښې، د دغه هېواد کورنۍ ستونزې دي او باید په خپله یې پاکستانیان حل کړي.

په دې وروستیو کې په پاکستان کې پرله پسې ترهګریزو حملو اؤ ځانمرګي بریدونو کې په سوونو عام خلک اؤ امنیتي عسکر وژل شوي چې تر هغې وروسته پاکستاني چارواکي تور لګوي چې په پاکستان کې د ورانکارۍ منصوبې د افغانستان دننه جوړیږي اؤ د پاکستان مخالف ترهګر د افغانستان دننه خوندي ځالې لري.

په پاکستان کې له واکه د غورځیدلي پخواني حکومت د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري خو تر دې حده ګواښ کړی ؤ چې پاکستان په ترهګرو پسې افغانستان ته هم ورتللی او هغوی په نخښه کولی شي.

د طلوع نیوز د رپورټ له مخې ،سراج الدین حقاني ویلي،"که‌ دغه مشکل د زور له لارې څخه حل کول وغواړي، حتماً به داسې وي، دغه ملتونه چې د افغانستان او پاکستان تر منځه ډېر مشترکات دي، هغو مشترکاتو ته به خامخا نقصان رسېږي".

د طالبانو په حکومت کې د کورنیو چارو وزیر د پاکستان حکومت او پاکستاني طالبانو تر منځ خبرو اترو ته په اشارې سره ویلي چې دا مذاکرات پاکستان کې د سیاسي بدلونونو له امله پایلې ته ونه رسېدل.

په کال 2021م کې د پاکستان ریاست دافغان طالبانو په منځګړتوب د پاکستاني طالبانو سره د افغانستان دننه د سولې خبرې پیل کړې وې چې د دغو خبرو اترو لپاره د پاکستان نه څو کرته پلاوي هم کابل ته تللي وؤ اؤ دواړه خواوې د اوربند په تړون هم متفق شوې وې خو وروسته بیا طالبانو ددغه اور بند ماتولو اعلان وکړو اؤ په پاکستان یې تورونه ولګول چې خپلې ژمنې یې نه دي ترسره کړي.

د ټي ټي پي اؤ پاکستان تر منځ د اوربند د تړون ماتیدو نه وروسته پاکستان کې یو وارې بیا د ترهګرۍ لړۍ چټک شوې ده اؤ د پاکستان حکومتي اؤ پوځي چارواکي په دې ترهګریزو بریدونو کې د ملامتۍ ګوته په افغانستان کې دطالبانو حکومت ته نیسي اؤ وایي هغوي پاکستاني طالبانو ته پخپله خاوره کې خوندي ځالې ورکړې دي.

خو د افغان طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد روانه میاشت پخپله یوه مرکه کې د پاکستان دا تورونه رد کړي وؤ چې ګنې ټي ټي پي د افغانستان دخاورې نه دپاکستان پرضد فعالیتونه کوي اؤ ویلي یې وؤ‌ د دوي حکومت هیچاته اجازه نه ورکوي چې دافغانستان خاوره د بل چا پرضد وکاروي.

د پاکستان تر څنګ زیاتره وخت د نړۍ نور هیوادونه اؤ سازمانونه هم نیوکې کوي چې دطالبانو حکومت خپلې ژمنې نه دي پوره کړي اؤ افغانستان یو ځل بیا دترهګرو په خوندي ځاله بدلیږي.

خو سراج الدین حقاني بیا پخپله تازه وینا کې نړۍ د افغانستان پر وړاندې د خپلو ژمنو پر نه عملي کېدو تورنه کړې ده.

هغه ویلي له تېرو دوو کلونو راهیسې هېڅ یو هېواد اسلامي امارت په رسمیت نه دی پېژندلی، خو بیا هم توانېدلی چې خپلې ستونزې هوارې کړي.