بلوچستان: ﺭوانه اوونۍ د ترهګرۍ ضد ادارې سي ټي ډي په عملياتو کې د 12 وسلوالو د وژنې دعوه کړې

د پاکستان په بلوچستان صوبه کې د ترهګرۍ ضد ادارې ادارې سي ټي ډي پولیسو په خپل يو بيان کې ويلي، سي ټي ډي پولیسو د شنبې په شپه د پټو مالوماتو پر اساس د بلوچستان په واشک بسيمه سيمه کې عملیات کړي اؤ 5 وسلوال یې وژلي دي.

د سي ټي ډي ترجمان ویلي، د وسلوالو 3 ملګري په تېشته بريالي شوي ھم دي او د ھغوی د نيولو عمليات دوام لري.

د سي ټي ډي پولیس یاد وسلوال ترھګر بللي او ویلي دي چې تعلق یې د ناقانونه ګرځول شوې مذھبي تندروہ ډلي تحریک طالبان پاکستان سرہ دی.

د سې ټي ډي د ترجمان په بیان کې ویل شوي، د بلوچستان په سر ښار کوټه کې هم د پټو مالوماتو پر اساس په ترسره شوؤ عملياتو کې درې وسلوال وژل شوي دي چې تعلق یې له د وسله والې ډلې داعش سرہ دی.

پولیسو دعوه کړې ده چې د هغوی له پټن ځايه څخه یې دوه مياشتې وړاندي له کوټې څخه تښتول شوی ابوبکر نومی يو تن هم راخلاص کړی دی.

د سي ټي ډي پولیسو ویلي په دواړو پېښو کې د وسلوالو څخه په لويه کچه وسلې اؤ بارود هم ترلاسه شوي دي.

تر دې وړاندې سي ټي ډي روانه اوونۍ د سه شنبی او چهار شنبې په منځنۍ شپه د بلوچستان د پشين ضلعې په سرخاب سيمه کې هم د پټو مالوماتو پر اساس عملياتو کې د 4 وسلوالو د وژلو دعوہ کړې وه اؤ ویلي یې وؤ ددغو وژل شوؤ وسلوالو تعلق تحریک طالبان پاکستان سرہ ؤ۔

سي ټي ډي په خپل رپوړټ کې ويلي وو چې وژل شويو وسلوالو د لوی بريد پلان درلود چې تر وخت مخکې شنډ کړل شوی دی.

ډیوہ ته د سي ټي ډي پولیسو د دې دعوو تصدیق په ازادہ توګه نه دی شوی اؤ نه هم په دې اړ‎ہ تر اوسه د کومې وسله والې ډلې بيان مخې ته راغلی دی.

د بلوچستان په پشتون ميشته سيمو کې زياتره وخت تندروه ډلې تحريک طالبان پاکستان، تحريک جهاد پاکستان د پېښو ذمه واري اخلي خو په بلوڅ مېشتو سيمو کي بيا بلوڅ بېلتون غوښتونکې وسلوالې ډلي پر پاکستاني عسکرو د بريدونو پړه پر غاړه اخلي.

په بلوچستان کې د نا امنۍ په اړه د پاکستان نګران وزير اعظم انوار الحق کاکړ بلوچستان ته د خپل لمړي سرکاري سفر پر مهال په کوټه کې ویلي وؤ، په بلوچستان کې د نا امنۍ حالات قابو کول به د دوی لمړی هدف وي، هغه د امنیت خوندي ساتلو لپاره د ايالتي حکومت او د قانون پلي کوونکو ادارو ستاينه هم کړې وه.

په پاکستان کې د ترهګرۍ پر پېښو نظر ساتونکې اداره پاکستان پي ای سي ايس ايس په خپل شپږ مياشتني رپورټ کې ويلي چې په بلو چستان کې د روان کال 2023 کې په لومړیو شپږومياشتو کې ترهګریزو بریدنو کې زياتوالی راغلی دی.

رپورټ زياتوي چې د 2023م کال په لومړيو شپږو مياشتو کې د ترهګرۍ 75پېښو کې 100 تنه وژل شوي او 175 ټپان شوي دي.

خو بل لوري ته روان کال يواځي د جولايي او اګست په دوو مياشتو کې د ترهګری شاوخوا دېرش لویې او وړې پېښې شوي چې په کې شاوخوا 45 امينتي عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې، 24 وسلوال او 13 ولسي وګړي هم پکې وژل شوي دي.