تحریکِ طالبان پاکستان ولې د پښتونخوا په چترال سیمه کې پر امنیتي ځواکونو برید وکړ؟

د پښتونخوا په چترال ضلع کې د پاکستان پر سرحدي امنیتي چیک پوسټونو باندې د تحریکِ طالبان پاکستان یا ټي ټي پي تر بریدونو وروسته یو ځل بیا د افغانستان خواته ګوتې نیول کېږي او په دغو بریدونو کې یې د خاورې د کارول کېدو تورونه لګېږي.

د شورو- چارشنبې په سهار د ټي ټي پي په درځنونو وسلوالو د چترال پر سرحدي چیک پوسټونو برید وکړ، چې د ځایي انتظامیې په وینا وسلوال د افغانستان له نورستان او کونړ ولایتونو را اووښتي وو او په دوه اړخیزو ډزو کې څلور ملېشه عسکر او 12 وسلوال وژل شوي وو.

د پاکستان د پوځ په وینا "ترهګرو د چترال په کالاش سیمه کې د افغانستان پولې ته نیژدې د پاکستاني پوځ پر دوو چوکیو برید کړی وو". پوځ په خپل بیان کې دعوه کړې چې تر بریدونو مخکې یې د طالبانو حکومت د نورستان او کونړ په ګووردېش، پتیګل، برګ مټال او بتاش سیمو کې "د ترهګرو له ګرځېدو او شته والي خبر کړي وو".

تحریکِ طالبان پاکستان د شورو- چارشنبې په ورځ تر برید وروسته د چترال د ځینو سرحدي سیمو د نیولو دعوه کړې وه.

د چترال اوسېدونکي خبریال ارشاد الله خان وي او اې ته ویلي، چې د افغانستان له اړخه د وسلوالو د را اوښتلو او جګړې لړۍ د سهار له پینځو بجو پیل شوې وه. هغه وایي:

"وسلوال د افغانستان او پاکستان پر پوله د استویي پاس [کنډو] له لارې راغلي وو، د دوی هدف بمبورت، استویي، ارسون او جنجیرت کوه سرحدي کلي وو".

د کوز چترال ډپټي کمیشنر محمد علي خان ځایي رسنیو ته ویلي، چې د امنیتي ځواکونو پّ ځوابي ډزو کې وسلوالو ته د سر درانه زیانونه اوښتي او اوس په سیمه کې حالات په بشپړه توګه عادي او په کنټرول کې دي.

محمد علي خان ویلي چې له ضلعې سره تړلې د افغانستان او پاکستان ګډه پوله اوس د تګ راتګ لپاره بنده کړل شوې ده.

ځایي خبریال ارشاد علي خان وایي، له تېرو څو ورځو د ارسون او سوېرګول په ګډون د بمبوریت په سیمو کې د پلټنې عملیات کېږي، وایي کېدای شي له امنیتي ځواکونو سره داسې معلومات وو چې په بنیاد یې په دغو سیمو کې د وسلوالو خلاف څه اقدام کېدای شي.

په چترال کې د تحریکِ طالبان پاکستان تر برید وروسته داسې خبرونه تر لاسه کېږي چې په سرحدي سیمو کې د امنیتي ځواکونو عسکر زیات کړل شوي دي.

چترال ولې په هدف کړل شو؟

په چترال کې له پولې پورې غاړې د وسلوالو د راتګ بنیادي وجه د چترال سرحدي جغرافیه ده، ځکه چې دا سیمه له ګلګت بلتستان سره پر پوله پرته سیمه ده او له افغانستان سره د چترال پوله له ډبرینو پرښو جوړه ده.

د پولې هغې غاړې ته د افغانستان کونړ ولایت دی چې د ټول مالاکنډ ډیویژن سوات، دیر، شانګلې، بونیر او خپله د مالاکنډ ضلعې د ټي ټي پي مشرانو او وسلوالو پکې پناه اخیستې وه. په دوی کې د ټي ټي پي بنیاد ایښودونکی کمانډر ملا فضل الله هم شامل وو.

د افغانستان درې ولایتونه کونړ، نورستان او بدخشان هغه سیمې دي چې په تېرو وختونو کې روسي او وروسته د امریکې په مشرۍ اتحادي ځواکونو ته یې هم کنټرول یو څه ګران وو، ځکه خو اوس یو ځل بیا پاکستان طالبان هم په دغو سیمو کې خوندي پناه ځایونه لري.

داسې رپوټونه هم شه چې په دغو سیمو کې له پاکستاني طالبانو پرته د داعش وسلوال هم شته چې د طالبانو حکومت وخت په وخت د هغوی خلاف عملیات کوي.

د بمبوریت په کومه دره کې چې وسلوالو د تېرې پنجشنبې- شورو په ورځ پر پوځي چیک پوسټونو بریدونه وکړل هغه له جغرافیایي پلوه د افغانستان دوو ولایتونو کونړ او نورستان ته نیژدې ده.

د دې سیمې کیلاش کلتور خپل تاریخي او تهذیبي شناخت او ارزښت لري، د نورستان خلک چې کله مسلمانان شول نو د سیمې نوم یې له "کافرستان" څخه په "نورستان" بدل شو.

د کیلاش تهذیب بنیاد د افغانستان په نورستان ولایت کې وو، خو وروسته چې د دې سیمې پر خلکو بریدونه وشول نو دوی د پاکستان چترال ضلعې ته کډه شول.

د فرقې په بنیاد د شخړو او توندرورۍ له پلوه ګلګت بلتستان ډېره حساسه سیمه ده، ځکه هم په افغانستان کې پټو وسلوالو تنظیمونو ته چترال ډېر ارزښت لري.

په 2014م کال کې وسلوالو یوه ویډیو خپره کړې وه، په هغه کې د کیلاش خلکو ته ګواښونه شوي وو چې اسلام قبول کړي، په هغه ویډیو کې د اسماعیلي مکتبِ فکر پر منونکو باندې هم نیوکې شوې وې.

آیا په تېر وخت کې پر چترال حمله شوې؟

د چترال ځایي خبریال ارشاد الله خان وایي وسلوالو په تېر وخت کې هم وخت په وخت په دې سیمه کې بریدونه کړي دي.

هغه وایي د 2011م کال په اګست کې وسلوالو له افغانستانه د دې سیمې پر درو امنیتي چیک پوسټونو بریدونه کړي وو، چې 28 امنیتي عسکر یې وژلي وو.

دا برید د چترال په لرې پرته سیمه ارندو کې شوی وو او د پاکستان پوځ هغه وخت دعوه کړې وه چې له افغانستانه شاوخوا دوه سوه وسلوال ور اوښتي وو او پر چیک پوسټ یې برید کړی وو.

د 2018م کال د ستمبر پر دېرشمه هم د چترال په همدې ارندو سیمه کې وسلوالو د جیکو یو سکول په بم تباه کړی وو.

تر دې وړاندې د 2018م کال په اګست میاشت کې هم د ګلګت بلتستان په دیامر سیمه کې نامعلومو وسلوالو په یوه شپه 12 سکولونه سوځولي وو،‌ چې تر نیمایي زیات پکې د نجونو وو.

د خبریال ارشاد په وینا د افغانستان او پاکستان تر منځ ګډه پوله باندې چې کله د پاکستاني امنیتي ځواکونو ګزمې زیاتې شوې نو د چترال ارندو سیمې ته د وسلوالو راتګ او د ترهګرۍ پېښې بندې شوې.